د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلېماني انتخاباتو د بهیر په بشپړېدو ولس ته مبارکي ویلې ده. له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله ویل شوي، له افغان اولس څخه مننه چې خپلې رایې یې وکارولې او نړۍ ته یې وښودله چې دوی تاوتريخوالی نه غواړي.
افغان ولسمشر په یوې ټلوېزیوني وینا کې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د افغانانو د "پراخ" ګډون هرکلی وکړ او دغه بهیر یې په ولسواکۍ کې د افغانانو د ارادې د تمثیل نښه وبلله.
د ولسمشر وینا په دغه وېدیو کې ووینئ.
د افغانستان د ښځو چارو وزيره وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه.
دلبر نظري نن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل:
"واقعاً له پرون راهيسې مې چې خپله نظارت کړى او ځينې انتخاباتي ساحې مې کتلي، په ټاکنو کې د ښځو ګډون پراخ و، په بېلابېلو ولايتونو کې ښځې له لوړو امنيتي ګواښونو او ستونزو سره- سره د رايو د صندوقونو پر لوري لاړې."
د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټاکنو پر شرايطو برابرو نږدې ۹ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي چې ٣ مليونه، ١٨ زره او څلور اتيا تنه يې ښځې دي.
د غور ولايت چارواکي وايي، په دولينه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د والي وياند عبدالحى خطيبي نن ازادي راډيو ته وويل نن ماسپښين پر دغو وسله والو طالبانو وروسته له هغې حمله وشوه چې غوښتل يې څو محلونو ته د انتخاباتي موادو د لېږد مخه ونيسي.
دغه مواد د ټاکنو هغو محلونو ته لېږل کېده چې پرون تړلي وو او په پام کې وه نن پرانيستل شي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...
نن په شارجه کې د افغانستان د کرکټ د غوره ليګ يا (APL) پايلوبه يا فاينل مسابقه ده.
دغه مسابقه نن د کابل پر وخت دشپې اته نيمې بجې د بلخ ليجنډز او د کابل ځوانانو د ټيمونو ترمنځ کېږي.
د کابل ځوانانو لوبډلې کټپان راشد خان ازادي راډيو ته وويل، دغه ليګ ګڼو ځوانانو ته د روزنې زمينه برابره کړه.
دغه ٢٣ مسابقې ١٦ ورځې مخکې د ٥ ټيمونو ترمنځ پيل شوې چې د نړۍ مهمو لوبغاړي هم په کې برخه لري.
په لومړۍ نيمه پايلوبه کې بلخ ننګرهار او په دويمه نيمه پايلوبه کې کابل د پکتيا ټيم ته ماتې ورکړه.
چارواکي وايي، د ټايوان په ختيځ کې لږ تر لږه ١٧ کسان هغه وخت مړه شول چې يو مسافروړونکى رېلګاډى نسکور شو.
د ټايوان د رېلګاډو اداره وايي، په نننۍ پېښه کې چې په شمال ختيځ يلان کې شوې، ١٦٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغه چټک رېلګاډي کې ٣٦٦ کسان سپاره وو چې له پټلۍ واوښت.
تر اوسه معلومه نه ده چې د پېښې اصلي علت څه دى.
په خوست او پکتیکا کې د ولسي جرګې انتخاباتو د دوهمې ورځې انتخاباتو رایو صندوقونه.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین د ولسي جرګې د انتخاباتو په بهیر کې د زورواکو مداخله د اندېښنې وړ ګڼي...
د نايجريا په شمال کې د فرقوي اخ و ډوب په نتيجه کې ٥٥ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، دغه پېښې په تېرو څو ورځو کې په کادونا ايالت کې شوي دي.
د ايالت د پوليسو يوه چارواکي احمد عبدالرحمن نن وويل چې په کاسوان مګاني سيمه کې د اخ و ډب پر مهال ٢٢ کسان نيول شوي هم دي.
چارواکو په ښارګوټي کې د څو ساعتونو لپاره ګرځ-بنديز اعلان کړى دى.
محلي رسنۍ وايي دغه اخ و ډب تېره پنجشنبه په يوه مارکېټ کې د دوو مخالفو مذهبي ډلو ترمنځ پيل شو.
ولسمشر محمد بخاري وويل، هېڅ کلتور او مذهب د ژوند د تقدس بې احترامي نه کوي. Читать дальше...
که څه هم د انتخاباتو په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې له ۱۹۰ ډېرې پېښې شوې وې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت...
نن په شارجه کې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ د لوبو وروستۍ ورځ ده.
موږ له وروستۍ لوبې مخکې د کابل ځوانان له کپټان راشدخان او د پکتیا پنترز له نامتو لوبغاړي شاهد اپریدي سره خبرې کړي. دواړه ستوري د لیګ ستاینه کوي خو په عین حال کې وايي، په سټډیوم کې د نندارچیانو کم شمیر دوی ته د خواشینۍ خبره وه.
د بلوچستان حکومت يوه کمېټۍ جوړه کړې ده چې د سرو زرو او مسو د سېندک پروژې په اړه د صوبې اندېښنې ورسره بحث کړي. په دې ۱۱ کسيزه کمېټۍ کې پینځه صوبايي وزيران او شپږ د اپوزيشن غړي دي.
په کندز کې تېره ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو له پیل سره وسله والو طالبانو د ښار په نېږدې څنډو او د دې ولایت پر ولسوالیو خپل ...
په کابل کې د ولسي جرګې انتخاباتو د دوهمې ورځې بهیر
نن د یکشنبې په ورځ د سویل ختیځ زون په دوو ولایتونو پکتیا او لوګر کې د دوهمې ورځې لپاره د ولسي جرګې ټاکنې روانې دي...
انتخابات د ځوانانو له انده، د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه بحث، میلمانه د ټاکنیزو چارو کارپوه ...
د اکتوبر میاشت په نړۍ کې د سینې سرطان د مخنیوي او اګهۍ لپاره غوره شوې. په دې لړ کې په د اکتوبر پر ۲۱مه په کوټه کې یوه غونډه وشوه چې پکې روغتیاپالانو د ښځو د سینې سرطان په اړه معلومات ورکړل. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره نېږدې پنځه زره ټاکنیزې سرغړونې ثبت شوې دي...
پاکستاني چارواکو د اکتوبر پر ۲۱مه وویل چې د افغانستان سره یې د تورخم او خرلڅو لارې یو وار بیا د مساپرو د تګ راتګ او د سامانونو د لېږدولو په موخه خلاصې کړې دي. دا لارې د افغانستان د انتخاباتو د بهیر د امنیت په موخه د اکتوبر پر ۲۰۹ تړل شوې وې.
د افغانستان د خپلواک کمېسیون وایې،هغه مرکزونه چې تېره ورځ د یو لړ ستونزو له امله نه و پرانیستل شوي نن به د ورځې تر پایه د رایه اچوونکو پرمخ پرانیستې وي
د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په دې اړه ویډیویي راپور چمتو کړی دی
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ځينو ولايتونو کې د پرونيو انتخاباتو پر مهال زورواکو پر ټاکنو د نفوذ هڅه کړې ده.
د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې په يوه کنفرانس کې وويل، دغه موارد څېړل کېږي:
"په اکثرو سيمو کې زورمندانو د پوليسو د درېشۍ احترام هم نهدى کړى، غوښتل يې په زوره مرکزونو ته ننوځي او په زوره يې هڅه کړې له بايومټريک وسيلې څخه چې شفافيت منځ ته راوړي استفاده ونهشي. دا ټول به په دقيقه توګه څېړل کېږي او هغه صندوق به باطل اعلانېږي."
ښاغلي صياد د ولسي جرګې په انتخاباتو... Читать дальше...
د عراق د کُرد مېشتې سيمې واکمن ګوند د کُردستان ډيموراتيک ګوند په تېرو انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلي دي.
د سيمې انتخاباتي کمېسيون وايي د سېپټمبر مياشتې په انتخاباتو کې د مسعود بارزاني ګوند ٤٥ څوکۍ او د کُردستان هېوادپال ګوند ٢١ څوکۍ ګټلي دي.
دغه انتخابات چې د سېپټمبر مياشتې پر ٣٠مه شوي وو، نتايج يې تېره شنبه وروسته له هغې اعلان شول چې د انتخاباتو کمېسيون د زرو انتخاباتي سرغړونو په اړه د شکايتونو څېړل بشپړ کړل.
د کُردانو تر ټولو لوى مخالف ګوند د بدلون غورځنګ په دغو انتخاباتو کې ١٢ څوکۍ ګټلې دي. Читать дальше...
د افغانستان د ښځو چارو وزيره وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه.
دلبر نظري نن له ازادي راډيو سره په مرکه کې وويل:
"واقعاً له پرون راهيسې مې چې خپله نظارت کړى او ځينې انتخاباتي ساحې مې کتلي، په ټاکنو کې د ښځو ګډون پراخ وو. په بېلابېلو ولايتونو کې ښځې له لوړو امنيتي ګواښونو او ستونزو سره- سره د رأيو د صندوقونو پر لوري لاړې."
د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټاکنو پر شرايطو برابرو نېږدې ۹ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي چې ٣ میليونه، ١٨ زره او څلور اتيا تنه يې ښځې دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net