چارواکي: په غور کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي
د والي وياند عبدالحى خطيبي نن ازادي راډيو ته وويل نن ماسپښين پر دغو وسله والو طالبانو وروسته له هغې حمله وشوه چې غوښتل يې څو محلونو ته د انتخاباتي موادو د لېږد مخه ونيسي.
دغه مواد د ټاکنو هغو محلونو ته لېږل کېده چې پرون تړلي وو او په پام کې وه نن پرانيستل شي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
