په ټایوان کې د رېلګاډي نسکورېدو ۱۷ تنه مړه کړي
د ټايوان د رېلګاډو اداره وايي، په نننۍ پېښه کې چې په شمال ختيځ يلان کې شوې، ١٦٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغه چټک رېلګاډي کې ٣٦٦ کسان سپاره وو چې له پټلۍ واوښت.
تر اوسه معلومه نه ده چې د پېښې اصلي علت څه دى.
