"IMF" یوه ډله په راتلونکو اونیو کې پاکستان ته استوي
پاکستان له دې نړیوالې مالي ادارې څخه په بیړنۍ توګه د مرستې غوښتنه کړې.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریسټین لیګارډ دا بیان د پنجشنبې په ورځ په اندونیزیا کې د پاکستان د مالیې له وزیر اسد عمر سره تر لیدنې وروسته خپور کړی دی.
که د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د مالي ملاتړ برابرولو سره موافقه وکړي نو دا به د ۱۹۸۸ میلادي کال راهېسې دې هېواد ته د پيسو د نړیوال صندوق لهخوا د دیارلسم ځل پور ورکول وي.
پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه وروستۍ پور په ۲۰۱۳میلادي کال کې اخېستی و چې څه کم اووه میلیاردو ډالرو ته رسېده.
د دې اوونۍ په سر کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د خپل هېواد د اقتصادي بحران د کابو کولو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق او دوستو هېوادونو څخه ۱۲ میلیاره ډالره مرسته وغواړي.
د پاکستان حکومت وروسته له هغې پهدې اړه بېړني اقدامات پیل کړل چې پهدې اوونۍ کې د ډالرو په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په بې ساري ډول راغورځېده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، د پيسو د نړیوال صندوق لهخوا به پاکستان ته د پور ورکول ځکه منطقي نه وي چې اسلام اباد تر ډېره دا پیسې د چین په پورونو کې ورکوي.
