په ننګرهار کې نېږدې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي
په ننګرهار ولایت کې نېږدې ۳۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل،دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۸ کیلو ګرامه هیروئین او ۱۰ کیلو ګرامه چرس په موټر کې تورخم او سرخ رود ولسوالۍ ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو اوونیو کې دا څلورم ځل دی چې د ننګرهار پولیس د ګڼو قاچاق کوونکو او نشه يي موادو په نیولو کې بریالي کېږي.