مټېس: روسیه په منځني ختیځ کې د امریکا ځای ناستې نشي کېدای
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس عرب مشرانو ته ویلي چې روسیه په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو ځای ناستې نشي کېدای.
مټېس د اکتوبر په ۲۷ مه د بحرین په پلازمېنې مانامه کې یوې غونډې ته وویل چې په منځني ختیځ کې د روسیې حضور په دغه سیمه کې د امریکا د تلپاتي، باثباتې او روښانې ژمنې ځای نشي نیولای.
دا خبرې په داسې مهال شوي چې ټاکل شوې، نن ناوخته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په استانبول کې د فرانسې، جرمني او ترکیې له مشرانو سره وګوري او په سوریې کې د اووه کلنې کورنۍ جګړې لپاره د یوې تل پاتې سیاسي حل لارې پر لارو چارو خبرې وکړي.
روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پلوي کوي.
مټېس ویلي، د مسکو فرصت طلبي او دې ته تمایل ښودل چې د سوریې د خلکو پر وړاندې د اسد د رژیم ناسمې کړنې له پامه وغورځوي، څرګندوي چې مسکو اړینو اخلاقي اصولو ته ژمن نه دی.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، د سوریې له رژیمه د ایران پلوي او هم د مسکو له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو دوامداره ویټو کول، په واک کې د اسد د پاتې کېدو عمده دلیل دی.
جیمز مټېس خبرداری ورکړ چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په څېر پېښې د منځني ختیځ ثبات تر پوښتنې لاندې راولي او په وینا یې چې متحده ایالات به یې د مسؤلینو پر وړاندې نور اقدامات وکړي.