ټرمپ: روسيې سره د سړې جګړې د وخت د وسلو د کنټرول له تړونه وځو
ټرمپ دغه اعلان پرون په داسې حال کې وکړ چې د ملي امنيت سلاکار يې جان بولټُن مسکو ته روان شو.
ښاغلى بولټُن به د منځ-واټنه اټمي وسلو د کنټرول د تړون تر څنګ پر نورو موضوعاتو د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره خبرې وکړي.
ټرمپ د امريکا هغه تورونه چې له اوږدې مودې راهيسې يې لګوي بيا تکرار کړل چې مسکو ”له کلونو راهيسې“ له دغه تړونه سرغړونه کوي.
ولسمشر ټرمپ وويل، د دغه تړون له مخې چې په ١٩٨٧میلادي کال کې لاسليک شوى د امريکا متحد ايالتونه او روسيه د منځ-واټنه کروز ميزائيلو له لرلو، توليد او جوړولو منع کوي.
