یوناما د ولسي جرګې په ټاکنو کې د "ډېرو خلکو" ګډون ستایلی
د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون د اکټوبر۲۰مه، خپره شوې ویل شوي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې، اول وار په افغانستان کې د انتخاباتو بهیر په بشپړ ډول د افغانانو له لوري ترسره شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې میلیونونه افغانانو پرون له امنیتي ګواښ، تخنیکې ستونزو او ساعتونو انتظار له زغملو سره د خپلې ښې راتلونکې لپاره رأی ورکړي.
