ووټل: د جنرال رازق وژنه د افغان جګړې د امریکا ملاتړ نشي کمولای
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، جنرال ووټل پرون شنبه د اکتوبر۲۰مه ویلي چې په کندهار کې وروستۍ حمله له وسله والو طالبانو سره په مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو روحیه نه شي کمزورې کولای.
جنرال ووټل ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په کندهار کې د امنیتي وضعیت د کنټرول توان لري.
تر دې مخکې، د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس په سنګاپور کې خبریالانو ته ویلي و چې افغانستان یو ولسپاله وګړی له لاسه ورکړ خو امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهیر باور لري.
