د مقدونیې پارلمان خپل هېواد ته د شمالي مقدونيې نوم غوره کړ
دا ګام ښايي له یونان سره د دوی زړه لانجه پاي ته ورسوي او بلاخره په ناټو او اروپايي اتحادیه کې د ګډون موقع ورکړي.
د مقدونیې د پارلمان له ۱۲۰ غړو پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه ۱۸۰ کسانو تر څو ساعته بحث او خبرو د خپل هېواد لپاره د نوي نوم د غوراوي د پرېکړې ملاتړ وکړ.
د مقدونیې پارلمان باید اساسي قانون ته د نوي نوم د ور زیاتولو لپاره ځینې تعدیلات ومني او د تائید لپاره یې بله رای ګیري وکړي چې ښايي راتلونکی کال په جنورۍ کې وشي.
