ټیفا: د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اړه اندېښنه لرو
دې ادارې پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې په ۲۵ ولایتونو کې یې ۱۸۵ ناظرانو د مازدیګر له څلور نیمو بجو د ماښام تر نهو بجو انتخاباتي بهیر څارلی، خو د هوا له تيارې سره د هغوی ښځینه څارونکې مجبوره شوي چې کورونو ته ولاړې شي.
ټیفا په خبرپاڼه کې دا چې د انتخاباتو بهیر د یکشنبې ته اوږد شو شدیده اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا کار درغلیو ته لاره جوړوي.
د انتخاباتو د څارنې دې ادارې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې تخنیکي ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ټاکنو د پایلې په اړه اندېښنه لري.
