حسن روحاني: ایران له ۶ لارو تیل صادروي چې واشنګټن لا خبر نهدی
روحاني زیاته کړه چې باید تیل صادر کړي او پرې نهږدي چې د امریکا پریکړه عملي شي.
نژدې اوونۍ مخکې د ایران ستر مشر ایتالله علي خامنهاي هم ویلي و چې هېواد یې هر څومره تیل چې وغواړي صادر به یې کړي.
واشنګټن د اپریل په ۲۲مه اعلان وکړ چې د مې تر دوهمې وروسته به هغه معافیت تمدید نهکړي چې ځینې هېوادونه له ایرانه تیل پیري.
واشنګټن ویلي دي چې د ایران د تیلو صادرات به صفر ته ورسوي.
امریکا د ایران د تیلو پیرودونکو ته خبرداری ورکړی که د مې له لومړۍ نېټې وروسته تیل واخلي، له بندیزونو سره به مخامخ شي، څو دغه هېواد د توغندیو له ازموینو لاس واخلي او اټمي پروګرام ودروي.
