مکنزي: د افغانستان د لانجې د حل په هره هڅه کې بايد پاکستان دخيل وي
ډګر جنرال کنيټ مکنزي پرون په واشنګټن کې له الحُره ټلويزيون سره چې امريکا يې تمويلوي، په مرکه کې وويل:
"زه په دې باور يم چې د افغانستان په هر حل کې بايد پاکستان دخيل وي او زما په عقيده، دوى يعنې پاکستانيان هڅول شوي او په دې برخه کې مرستې ته لېوال دي."
تر دې مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ او افغان چارواکو پاکستان تورن کړى و چې د افغانستان د لانجې په حل کې صادقانه همکاري نه کوي.
د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستيو څرګندونو چې ويلي يې وو، په افغانستان کې دې موقت حکومت تشکيل شي، د افغانستان تند عکس العمل پارولى و.
