ټرمپ په کليفورنيا کې د يهودانو پر يوه کنيسه پرونۍ حمله وغندله
ډونالد ټرمپ پرون له سپينې ماڼۍ دباندې له رسنيو سره په خبرو کې وويل:
"له هغو کسانو او کورنيو سره چې په کليفورنيا کې پر يوې کنيسه د ډزو له کبله اغېزمن شوي، خپله ژوره خواخوږي څرګندوم."
د پوليسو چارواکي وايي، په کليفورنيا ايالت کې يوه ښځه هغه وخت ووژل شوه او درې نور کسان ټپيان شول چې يوه وسله وال د يهودانو په عبادتځاى يا کنيسه کې ډزې وکړې.
د پوليسو چارواکو پرون وويل چې حمله کوونکى ١٩ کلن جان ايرنيسټ دى چې د حملې ساحې ته نږدې د پراته ښار اوسېدونکى و.
دی تر حملې وروسته د پېښې له ساحې وتښتېد، خو کله چې څو شېبې وروسته يې ځان چارواکو ته تسليم کړ، توقيف کړاى شو.
