د بغلان د لاریونوالو او د ورغلي هيئت بحثونو نتيجه نه ده ورکړې
د بغلان ولايت چارواکي وايي، له کابله د ورغلي هيئت او مظاهره چيانو ترمنځ بحثونو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د ولايتي ادارې په منځګړيتوب دغه هيئت د مظاهره چيانو له استازو سره له نن سهاره په بحثونو بوخت دى.
د والي وياند محمود حقمل نن ازادي راډيو ته وويل:
"د بغلان ولايتي ادارې او له کابله راغلى هيئت به خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې له لاريونوالو سره ناستې ښې پايلې ولري."
لاريون کوونکي د ولسي جرګې د انتخاباتو د کانديد محبوب الله غفاري پلويان دي چې مياشت مخکې په کابل کې د اداري فساد په تور ونيول شو او نوم يې د برياليو کانديدانو له نهايي لېسته ايستل شوى دى.
مظاهره چيانو له جمعې راهيسې د کابل- بغلان لويه لار تړلې او ويلي يې دي چې تر هغې چې غفاري په برياليو کانديدانو کې رانه وستل شي، دغه لار نه پرانيزي.