په سریلانکا کې د وروستیو حملو د مشکوک طراح پلار او ۲ وروڼه وژل شوي
دا خبره د سريلانکا امنيتي سرچينو او د مشکوکو کسانو خپلوانو نن رسنيو ته وکړه.
دغه سرچينې وايي، د سريلانکا په ختيځ کې دوه ورځې مخکې د ظهران هاشم ورورڼه زيني هاشم، ريلوان هاشم او د هغوى پلار محمد هاشم له ١٣ نورو کسانو سره پر يوه کور د چاپې او وروسته د سختې جګړې پر مهال وژل شوي دي.
دغه درې وژل شوي کسان په يوه ويډيو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، ليدل کېږي چې د بې عقيدې په وړاندې د جګړې غوښتنه کوي.
د سريلانکا چارواکي په دې باور دي چې ظهران هاشم د ايسټر يا د عيسويانو د اختر پر مهال د حملو اصلي طراح و.
تېره يکشنبه پر کليساوو او هوټلونو په هغو حملو کې تر ٢٥٠ زيات کسان ووژل شول.
پوليسو تأييد کړه چې د دغو حملو طراح ظهران په پلازمېنه کولمبو کې پر يوه هوټل د ځانمرګي بريد پر مهال وژل شوى دى.
