چارواکي: په کندهار کې ۱۶ وسله وال مخالفین وژل شوي
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډیو ته وویل:
"په ښورابک ولسوالۍ کې جګړه شوې، د دښمن ٤ کسان وژل شوي او ٥ ټپيان دي، په معروف ولسوالۍ کې د نادرخان پر کور جګړه شوې چې ٥ تنه د دښمن وژل شوي او ٤ ټپيان دي."
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، نادر خان په معروف ولسوالۍ کې د محلي پوليسو قوماندان دى.
ښاغلي بارکزي وويل، په معروف ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه قرارګاه هم حمله شوې چې وروسته په جګړه کې ٧ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
