پوتین په داسې پلان غور کوي چې اوکراینیانو ته د روسیې تابعیت اسانوي
پوتین دا څرګندونې نن په بیجنګ کې د چین د یوې لارې – یو کمربند د پروژې په مناسبت نړیوالې سرمشریزه کې وکړې.
د تېرې چهارشنبې په ورځ ولسمشر پوتین یو فرمان صادر کړی چې له مخې یې د اوکراین د ختیځ د ډونیڅک او لوهانسک د سیمې د اوسېدونکو لپاره د روسیې د تابعیت تر لاسه کول اسانېږي.
د پوتین پر دې فرمان کییف، امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان توند عکس العمل ښودلی و.
