اپوزېشن د ایران ضد ډلو په اړه د عمران خان څرګندونې وغندلې
د پاکستان په پارلیمان کې اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم عمران خان پر هغه وینا سختې نیوکې کړې دي چې پکې نوموړي تهران ته په خپل وروستي سفر کې ویلي وو چې په پاکستان کې داسې ډلې شته چې په ایران کې بریدونه کوي خو د ده حکومت یې پر ضد اقدامات کوي.