رستمي: په بامیان کې ښځو ته ۶۰۰ کورني باغچې جوړېږي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په بامیان ولایت کې ښځو ته ۶۰۰ کورنۍ باغچې جوړېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل، دغه باغچې چې هدفیې د ښځو د اقتصاد پیاوړتیا ده د بامیانو ولایت په مرکز او د یکاولنګ او سیغان په ولسوالیو کې جوړېږي.
دی وايي:
"د نورو پروژو تر څنګ کورنۍ باغچې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ګټورې تمامېږي، هڅه کوو څو دا پروژه اوږدمهاله شي."
نوموړي وویل چې د دغو باغچو تر څنګ مېرمنو ته د خوړو د پروسس توکي هم وېشل شوي.
له دې پروګرام څخه برخهمند شوي کسان د یوې سروې له مخې ټاکل شوي دي.