د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د غوراوي کمېټې ۲۰۱۹ میلادي کال د یو ورځنیو نړیوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
په اعلامیه کې راغلي چې د لوبغاړو پهدې نوملړ کې:
لوبډلمشر ګلبدین نائب.
شهزاد محمدي.
نور علي ځدراڼ.
حضرت الله ځاځی.
رحمتشاه.
اصغر افغان.
حشمتالله شهیدي.
نجیبالله ځدراڼ.
سمیع الله شینواری.
محمد نبي.
راشدخان ارمان.
دولت ځدراڼ.
افتاب عالم.
حمید حسن.
او مجیب ځدراڼ شامل دي.
همدا شان:
اکرام عليخېل.
کریم جنت.
او سعید احمد شېر زاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخېستل شوي دي.
د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي ویلي چې دغه لوبډله يې د هغه ۳۳ افغان لوبغاړو لهمنځه جوړه کړې چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په تمرینونو بوخت وو.
ښاغلی احمدزی وايي، نړیوال جام کې ډېرې پیاوړې لوبډلې لوبېږي، خو هیله شته چې افغان لوبډله هم ډېره ښه وځلېږي.
د کرکټ نړیوال جام د مې له ۳۰مې د جولای تر ۱۴مې په انګلېنډ او وېلز کې ترسره کېږي.