زلنسکي په اوکراین کې د پروشنکو پر وړاندې د پام وړ بريا خپله کړې
داسې ښکاري چې په اوکراين کې د ټلوېزيون کاميډين ولودیمر زلنسکي چې په سياست کې لږه تجربه لري، د جمهوري رياست په ټاکنو کې د پخواني ولسمشر پټرو پروشنکو پر وړاندې د پام وړ بريا خپله کړې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې اوکراين له اقتصادي بحران سره مبارزه کوي او د کريميا پرسر له روس پلوه بېلتون غوښتونکو سره په جګړه کې ښکېل دى.
تر پرون یکشبې ورځې پورې د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاکنو د ٢٥ اعشاريه ٧ فيصده شمېرل شويو رأيو له مخې، ولودیمر زلنسکي څه باندې ۷۳ فیصده او پروشنکو څه کم ۲۵ فیصده رأیې ګټلې دي.
ولودیمر زلنسکي ځان يو ساده کس بللى و چې د ده په وينا د اوسني نظام د بدون لپاره راغلى دى.
ولودیمر زلنسکي پرون د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه کيف کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:
"زه غواړم ووايم چې د اوکراین د ولسمشر پترو پروشنکو مننه کوم چې ما ته یې زما د بریا مبارکي راکړه. منندوى يې يم. راته ویې ویل چې هر وخت ورباندې حساب کولای شم. زما او زما د ټیم بریا يې ومنله."
بلخوا د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک، د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جرمي هانټ هم زلنسکي ته د ده د احتمالي بريا مبارکي ويلې ده.