د ننګرهار په چپرهار کې افغان ځواکونو او طالبانو جګړه پیل کړې
د افغانستان په ختيځه سيمه کې د سرحدي ځواکونو قوماندان ايوب حسين خېل نن ازادي راډيو ته وويل، په دې جګړه کې لسګونو طالبانو ته مرګ اوښتې چې د شپږو تنو جسدونه د دوى د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي چې سيمې ته اضافي ځواکونه لېږل شوي دي.
وسله والو طالىانو تر اوسه د دې نښتې په اړه لا څه نه دي ويلي.
