په خوست کې د سولې ولسي حرکت د جنګ پر ښکېلو غاړو د اوربند غږ وکړ
دغه حرکت وايي، د لاريون برخهوالو د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو د سولې او پخلاينې غوښتنه وکړه.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست نن ازادي راډيو ته وويل:
"نن په خوست کې د «PPM» په سلګونو پلويانو لاريون وکړ، په لاريون کې يې د جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند غږ وکړ چې نور بايد روان حالت پاى ته ورسول شي."
د سولې ولسي حرکت وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به د خوست تر څنګ په ننګرهار، بلخ، هلمند او کندهار کې هم لاريونونه وکړي.
