د شمالي کوريا رهبر روسيې ته سفر کوي
کرملين په هغه لنډکۍ اعلاميه کې چې نن يې په خپل ويبسايټ کې خپره کړې ويلي، کيم ته د ولسمشر ولادمير پوتين له خوا بلنه ورکړل شوه او دى به په راروانو ١٢ ورځو کې روسيې ته لاړ شي.
په عين حال کې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په پام کې لري، چې راروانه اوونۍ چين ته سفر وکړي.
دى به د راروانې اوونۍ پر جمعه او شنبه د ”يوه کمربند او يوې لارې“ په نوم غونډه کې برخه واخلي.
په دغه غونډه کې د لسګونو هېوادونو حکومتي مشران برخه اخلي، چې په نړۍ کې د سړکونو او تجارتي لارو د جوړولو پر لارو چارو بحث وکړي.
ځينو رسنيو داسې ګنګوسي خپاره کړي، چې پوتين ښايي له کيم سره په ولادي وستوک کې، چې د شمالي کوريا سرحد ته څېرمه پروت بندري ښار دى، وګوري.
کرملين دغه اعلان په داسې حال کې کوي، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پر يوه موافقه د سلا کېدو هڅه کوي چې په مرسته يې په کوريا ټاپووزمه کې د اټومي وسلو پر سر ولاړ شوى کړکېچ ختم شي.
