د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له ولادیمیر پوتین سره ولیدل
رحمان نن د اپرېل په ۱۷مه، په مسکو کې د مېشتو تاجکانو د ټولنې له استازو سره وکتل.
هغه وویل چې له پوتین سره د خبرو په سر کې به د کار لپاره د مهاجرت اصول او په روسیه کې د مېشتو تاجکانو د ګټو او حقونو په اړه خبرې وکړي.
کرملېن ویلي چې رحمان او پوتین به یو شمېر موافقه لیکونه هم لاسلیک کړي.
