پر سوریې د اسرائیلو مشکوکو هوايي بریدونو ۶ سرتېري ټپیان کړي
په سوریه کې پر یوې پوځې سیمې د اسرائیلو مشکوکو هوايي بریدونو د شنبې په ورځ شپږ سرتېري ټپیان کړي او څو ودانۍ یې نړولې دي.
دا خبره د سوریې دولتي خبري اژانس سنا کړې.
د سوریې یوه پوځي چارواکي دولتي رسنیو ته ویلي، اسرائیلو په حما کې مصایف ښارګوټي ته نږدې پر یوې پوځي اکاډمۍ برید کړی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څارنې بریتانیا مېشتې ډلې ویلي، د اسرائیلو دې هوايي ګوزارونو درې اهداف ویشتي او ۱۷ سرتېري یې ټپیان کړي دي.
دا ډله وايي، په بریدونو کې ځیني کسان وژل شوي هم دي، خو څرګنده نه ده چې په کوم شمېر کسان وژل شوي او دا چې ایا دوی ایرانیان او یا د ایران ملاتړ لرونکي جنګیالي وو، که نه؟
د اسرائیلو پوځ په دې اړه له تبصرې کولو ډه ډه کړې.
اسرائیل عموماً په خپل ګاونډي هېواد سوریه کې د هوايي بریدونو پر راپورونو له تبصرې کولو ډه ډه کوي، خو دې هېواد په دې وروستیو کې په سوریه کې پر ایراني اهدافو د بریدونو مسئله منلې ده.
ایران چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د رژیم نژدې متحد هیواد دی، سوریې ته یې پوځي سلاکاران استولي، او همدارنګه یې د افغانانو په شمول د سیمې زرګونو جنګیالي په دې اته کلنه جګړه کې د بشر الاسد د مرستې لپاره چمتو کړي دي.