د جوزجان په قوش تپه کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی
د قوش تپې ولسوال بایمرداد نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دا نښته چې له تېر ماسختن راهیسې روانه وه او تر نن سهاره یې دوام درلود، یو تن سیمه ییز پولیس په کې وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
په نښته کې د طالبانو لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته.
د قوش تپې ولسوال وايي، سیمه اوس د حکومت تر کنټرول لاندې ده.
