نتانیاهو په اسرائیل پورې د یهودمېشتو ځاینونو د ضمیمې ژمنه وکړه
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، که د راتلونکې سې شنبې په ورځ انتخابات وګټي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې به د یهودو مېشت ځایونه له اسرائیل سره ضمیمه کړي.
له نتانیاهو څخه پرون شنبه د اسرائیل د ټلویزیون ۱۲خبري چاینل وپوښتل، هماغسې چې اسرائیل د ۱۹۶۷ په جګړه کې نیولې سیمې ختیځ بیت المقدس او د جولان لوړې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، ولې یې د لوېدیځې غاړې مېشت ځایونه ضمیمه نه کړل.
ده وویل چې په دې اړه یې خبرې پیل کړي او د اقدام په درشل کې دی.