د یونان پولیسو پرون له سلګونو پناه غوښتونکو سره اخ او ډب وکړ
د یونان پولیسو پرون شنبه د پرله پسې درېيمې ورځې په مخه د شمالي مقدونیا هېواد په پوله کې له سلګونو پناه غوښتونکو سره اخ او ډب وکړ.
پولیسو پرون شنبه وویل، وروسته له دې چې ګڼو پناه غوښتونکو د د دوی خوا ته ډبرې وویشتې، دوی د تیت او پرک کولو لپاره پرې اوښلن ګاز وپاشه او صوتي بمونه یې ور وغورځول.
چارواکي وايي، شخړه په ټولنیزو رسنیو کې د یوه دروغي خبر د خپرېدو له کبله پیل شوه.
په خبر کې ویل شوي وو چې منځنۍ اروپا ته لاره پرانیستل شوې ده او بندیز پای ته رسېدلی دی.
په دې دروغي خبر کې ویل شوي وو، پوله چې له درېیو کلونو راهیسې د پناه غوښتونکو پر مخ تړل شوې ده، بېرته پرانیستل شوې او غیر حکومتي موسسو د پولې هغې خوا ته په شمالي مقدونیا کې د پناه غوښتونکو لپاره بسونه کرایه کړي چې هغوی شمال لور ته یوسي.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې له همدې لارې له یو ميلیون ډېر پناه غوښتونکي جرمني ته لاړل.