په فرانسه کې ژیړواسکټو معترضانو بیا لاریون وکړ
په فرانسه کې هغو اعتراض کوونکو چې زېړ واسکټونه اغوندي، بیا مظاهره وکړه.
زرګونه کسان پرون د اپرېل په شپږمه د فرانسې د پلازمېنې پاریس لارو ته راوتلي وو.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د اعتراضونو د مهارولو ځانګړو پولیسو یو شمېر کسان ونیول او پر اعتراض کوونکو یې اوښکې بهونکی ګاز هم استعمال کړی دی.
په فرانسه کې دا اعتراضونه د نومبر له میاشتې راهیسې کېږي.
اعتراض کوونکي له حکومته د تېلو د نرخ او مالیې د کمولو او د مامورینو د معاشونو د زیاتولو غوښتنه لري.