اجرائیه ریاست: د افغانستان د سوداګرو یوه ډله به اردن ته ولاړه شي
اجرائیه ریاست وايي چې د افغانستان د سوداګرو یوه ډله به اردن ته ولاړه شي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې پرون د اپرېل په شبږمه خپره شوه، ویل شوي چې د دې سفر هدف د افغانستان او اردن د تجارتي روابطو د پراختیا د امکاناتو څېړل دي.
د خبرپاڼې په حواله، اجرائیه رئیس پرون د اردن له پاچا دوهم عبدالله سره کتلي دي.
دواړو په اردن کې د منځني ختیځ او افریقي د شمال د هېوادونو د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې سره کتلي دي.