د بادغیس والي: اب کمري او بالامرغاب ولسوالۍ د حکومت په لاس کې دي
د بادغیس والي وايي چې اب کمري او بالامرغاب ولسوالۍ د حکومت په لاس کې دي.
له دې مخکې په ولسي جرګه کې د بادغيس استازي ضيا الدين اکازي پرون ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د بالا مرغاب ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ نيولې دي.
رسنیو د اب کمري ولسوالۍ د سقوط خبر هم ورکړی و.
خو والي عبدالغفور ملکزي پرون د اپرېل په شبږمه ازادي راډیو ته وویل چې دواړو ولسوالیو ته اضافي ځواکونه استول شوي دي.
ملکزي وویل چې کورني او بهرني طالبان چې شمېر یې تر زرو زیات دی، د بالامرغاب د نیولو هڅې کوي.
د بادغیس بالامرغاب ولسوالي د مرغاب پر دریا او د ترکمنستان پر پوله پرته ده.
عبدالغفور ملکزي وویل، دا ولسوالي وسله والو طالبانو ته له سیاسي او مالي پلوه هم اهمیت لري.
هغه تأیید کړه چې د ترکمنستان پر پوله پرته سیمه موریچاق وسله والو طالبانو نیولې ده.