د اوکراین حکومت روسیې ته ځیني پروازونه بند کړل
د اوکراین حکومت دا پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې د رژیم دوه مخالف سیاستوال په وروستیو کې مسکو ته ولاړل.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر نن د اپرېل په درېیمه وویل چې د جمهوري ریاست کاندید، یوري بویکو او د اپوزېسیون یوه سیاستوال، ویکتور میدویدچوک د اوکراین په اساسي قانون کې له موجودې خلا استفاده کړې وه او تېره میاشتيې مستیقماً مسکو ته پرواز کړی و.
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دا بندیز د اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان، ملګرو ملتونو او سره صلیب په څېر نړیوالو ادارو پر پروازونو اغېز نهکوي.
