د افغانستان د جمناسټیک لوبډله پاکستان ته ځي
د دغه فدراسیون سکرتر جنرال فردین امید جلالي نن ازادي راډيو ته وویل چې پهدغه ټيم کې دوه روزونکي او اته لوبغاړي شامل دي.
نوموړي وویل، لوبه به د کابل او لاهور لوبډلو ترمنځ د درېیو ورځو لپاره دوام وکړي.
د افغانستان د جمناسټیک فدراسیون په وینا لوبې به د اپرایل په ۲۷مه پیل شي.
