د پاکستان کرکټ بورډ، پاکستانی کرکټر عمر اکمل جریمه کړی
دغه ۲۸ کلن لوبغاړی د پاکستان مډل ارډر بېټسمېن دی چې له شااوخوا دوه کلن ځنډ وروسته یو وارې بیا د پاکستان په ملي ټیم کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړی.
د پاکستان کرکټ بورډ له هغه وروسته دغه لوبغاړی جریمه کړ چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه یوه وېډیو خپره شوه.
په وېډیو کې هغه د نڅا او سندرو په یو محفل کې لیدل کېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د جریمې له مخې به عمر اکمل د خپلو لوبو ۲۰ فیصده فیس جرمانه ورکوي.
