خلیلزاد فعالانو او د خلکو د استازو سره د خبرو لړۍ ته دوام ورکړی
خلیلزاد نن د اپرېل په درېیمه، په بامیان کې د خلکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي او د سولې پر بهیر د هغوی نظر اخلي.
هغه پرون په کندهار کې و.
خلیلزاد پر ټوېټر ولیکل چې د کندهار د مدني ټولنې له مشرانو سره یې وکتل چې:
"له ډېر وخت راهیسې د سولې نارې وهي او پوهېږي چې بلاخره د سولې ټینګولو وخت را رسېدلی دی."
خلیلزاد به تر دې وروسته د طالبانو له سیاسي استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ځي.
