د هلمند ولایت بېځایه شویو، قومي مشرانو او استازو په کابل کې په یوې غونډه کې د ملي اردو له ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
دوی غواړي چې دولت دې ملي اردو لا تجهیز او سمبال کړي.
دوی وايي، د طالبانو له مخونو پرده پورته شوې او نور نهشي کولای د ځوانانو له احساساتو ناوړه استفاده وکړي، خو طالبان دغه ادعاګانې ردوي.
دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۸» وویل، نور غلي نهپاتې کېږي او د دوی په خبره د طالبانو له ظلمهیې غږ پورته کړ.
د دغې غونډې تنظیموونکي ادعا کوي چې طالبانو حتی پر ماشومانو هم رحم نهدی کړی. Читать дальше...
د تخار سیمهییز چارواکي وايي، ورسج ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نجیبالله فرخاري نن ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو، وروسته له دې چې له مرکز تالقان څخه په شا شول، د فرخار ولسوالۍ له لارې ورسج ته ننوتل او دا ولسوالي یې ونیوله.
تالقان ښار پرون د طالبانو لاس ته ولوېد. طالب وسلهوالو د تالقان له نیولو مخکې د تخار ولایت واړه ۱۶ ولسوالۍ نیولې وې.
د ټويټر او فېسبوک ټولنیزو شبکو یو شمېر افغان کاروونکو په یوه هشټګ پیلولو سره پر پاکستان د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې ده او دا کمپاین له دوو ورځو راهیسې روان دی.
د دوی په باور، دا چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې د طالبانو اصلي ملاتړی هېواد دی، باید له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي.
انجیلا احمدي چې د دې هشټګ «پر پاکستان بندیز»، (Sanctionpakistan#) له کاروونکو یوه ده، له ازادي راډيو سره په خبرو کې خپله غوښتنه داسې بیانوي: "هېوادوالو! که بل څه نهشئ کولای، لږترلږه د هېواد پر وړاندې... Читать дальше...
بریتانیا پر بلاروس په تجارتي او مالي برخو کې تازه بندیزونه ولګول.
دا اقدام د بلاروس پر انتخاباتو د یوه کال د اوښتو په لومړۍ ورځ کېږي.
د بلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا مخالفان وايي چې د ولسمشرۍ په پروسږنو انتخاباتو کې درغلي شوې وه.
لوېدیځو هېوادونو په بلاروس کې له لانجمنو انتخاباتو وروسته د لوکاشینکا د سیاسي مخالفانو د ځپلو په خاطر له دې مخکې هم د دې هېواد پر رژیم یو لړ بندیزونه لګولي وو.
د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په کندهار او هرات ولایتونو کې پر ملکي وګړو د بېرحمانه حملو په ترڅ کې له زرو د زیاتو کسانو له مرګژوبلې وروسته ویلي دي چې د افغانستان د روان وضعیت له کبله سخت اندېښمن دی.
مارتین ګریفیتس نن په یو بیان کې وویل چې افغان ماشومان، مېرمنې او نارینه هره ورځ کړېږي او په تاوتریخوالي، ناامنۍ او وېره کې ژوند ته اړ ایستل کېږي.
ګریفیتس پر ملکي وګړو حملې غندلي او د اوربند غوښتنهیې کړې ده. نوموړی زیاتوي چې مرستندویې ټولنې به په... Читать дальше...
د اقلیمي بدلون په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېټې جدي خبرداری ورکړی چې نړۍ د تودوخې یوې خطرناکې درجې ته ورنږدې شوې ده. دې کمېټې انسانان په څرګنده په دې برخه کې ګرم بللي دي.
د اقلیمي بدلونونو لپاره د بینالحکومتي کمېټې په راپور کې چې نن خپور شو، د ساینسپوهانو په حواله راغلي چې د ځمکې په اتموسفیر کې د مضرو ګازونو کچه هومره لوړه شوې چې د راروانې یوې لسیزې اقلیمي اختلال ته کافي ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دې راپور په اړه ویلي چې د فوسیلي تېلو د سوځېدو او د ځنګلونو د لهمنځه تلو له... Читать дальше...
د سمنګان مرستیال والي تاییدوي چې د دې ولایت مرکز ایبک ښار د طالبانو لاس ته ولوېد.
صفت الله سمنګاني ازادي راډیو ته وویل، طالبان وروسته له هغه ایبک ښار ته ننوتل چې د ولسي پاڅونوالو مهم قوماندان سناتور محمداصف له خپلو شااوخوا ۲۵۰ کسانو سره تېره شپه طالبانو ته تسلیم شو.
ښاغلي سمنګاني زیاته کړه چې حکومتي ځواکونو تر نن غرمې پورې له طالبانو سره سختې جګړې وکړې، خو وروسته یې د قومي مخورو د غوښتنې او د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره له جګړې لاس واخېست.
ایبک د هېواد شپږم ښار دی چې په روانه اوونۍ کې سقوط کوي. Читать дальше...
که څه هم په افغانستان د جګړو لمن پراخه شوې او طالبانو پر ښارونو بریدونه پیل کړي، خو له دې ټولو سره-سره، بیا هم د سولې لپاره هڅې روانې دي.
د همدې هڅو په دوام تمه ده چې سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې، د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ هېوادونو ځانګړي استازي، د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه غونډه وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا غونډه به د اګسټ له لسمې تر دوولسمې دوام وکړي.
په دې غونډه کې د ګډون په موخه، د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د افغانستان... Читать дальше...
تمریناتو ته د افغان فوټبالر عمران حیدري د بیا راتګ هرکلی شوی.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې او د پولنډ د لخیا ګدانسک غوره لیګ لوبغاړی عمران حیدري د نړیوال جام انتخابي او د اسیا د ملتونو جام سیالیو کې د عمان پر وړاندې په لوبه کې تر ټپې کېدو او د وږې تر بریالي عملیاتو وروسته انفرادي تمرینات پیل کړي دي.
ښاغلی حیدري دم ګړۍ د روزونکي تر نظر لاندې ځانګړي تمرینات پيل کړي، خو تر اوسه يې د لوبډلې ګروپي تمریناتو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
د عمران حیدري د معالج ډاکټر په وینا، نوموړی به تر دوو اونیو چمتو... Читать дальше...
جمهور رئیس محمد اشرف غني د توکیو المپیک نړیوالو سیالیو افغان لوبغاړو سره ولیدل.
ښاغلي غني د تېر ماښام په دغه لېدنه کې وویل، د ویاړ ځای دی چې افغان نجونې او هلکان په نړیوالو سیالیو کې په ګډون کولو سره نړۍ ته د مساواتو دا پیغام ورکوي چې افغان نارینه او ښځې د یو بل ترڅنګ دي.
همدارنګه د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس حفیظ الله ولي رحیمي په یاده ناسته کې د جمهور رئیس له پاملرنې او ملاتړه په مننې د ورزش د هر اړخیزې ودې لپاره خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
نوموړي وویل د بدني روزنې او ورزش... Читать дальше...
د افغانستان په ډېریو جګړه ییزو سیمو کې چېرې چې طالبانو ولکه ټینګه کړې ګڼ شمېر بندیان خوشې شوي دي، خو دې کار د قربانیانو د کورنۍ غصه پارولې او د عدالت غوښتنه یې کوي.
سپین ږیری سرمعلم جان محمد، د وژل شوي ۲۹ کلن واسیع الله پلار چې د جلال اباد ښار اوسېدونکی دی وایي، شااوخوا پنځه میاشتې مخکې ناپېژندو وسله والو یې زوی په ډزو وواژه.
جان محمد وایي، که څه هم دولت یې د زوی د قاتلینو د نیول کېدو ورته ویلي، خو نور یې ورسره هېڅ ډول جزییات نه دي شریک کړي.
جان محمد ټینګار کوي چې په... Читать дальше...
د ۲۰۳م تندر قول اردو مسوولین وايي، په پکتیا کې یې د موټر بم برید مخه نیولې او وايي، د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل چې د چاودیدونکو توکو ډک یو هاموې موټر په وسیله د مرکز اړوند په عبدالله کلا سیمه کې په یوه پوسته موټر بم برید وکړي چې له برید وړاندې د افغان ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی.
دی وایي، په دې برید کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. Читать дальше...
طالبانو د افغانستان په شمال کې د یو شمېر نورو ښارونو د نیولو لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
دې ډلې تېره شپه د بغلان په پلخمري، د بدخشان په فیضاباد، د بلخ په مزارشریف او د سمنګان په ایبک ښارونو بریدونه کړي.
د بغلان وضعیت
د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت ازادي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه له څو خواوو پر پلخمري ښار برید وکړ، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له سخت مقاومت سره مخ شول.
ښاغلی بشارت وايي، اوسمهال د دواړو لوریو ترمنځ جګړه روانه ده: "د حکومت مخالفانو له... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د روان مالي کال په ترڅ کې د سویابینو ۴۲۰ ننداریزې کروندې جوړې کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل جې دا کروندې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې جوړېږي.
نوموړي وویل چې په ټولیزه توګه د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو چارې نږدې په بشپړېدو دي او له دې شمېر د هرات، پکتیا، ننګرهار، کاپیسا، بغلان، بلخ، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې د ۲۱ ننداریزو کروندو چارې بشپړ شوي دي.
یادې کروندې په داسې حال کې جوړېږي... Читать дальше...
په بلخ ولایت کې د صادراتي توکو د اسناو د پروسس واحد مرکز پرانیستل شو.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په تېر کې د هېواد صادرونکي له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د خپلو اسنادو د پروسو د ترسره کولو لپاره اړ وو چې په بېلابېلو سیمو کې اړونده برخو ته مراجعه وکړي چې ډېر وخت يې غوښت.
نوموړي وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صادراتي اسنادو د پروسو پر مخ وړلو کې د اړینو اسانتیاوو چمتو کولو، د اضافي لګښتونو د مخنیوي لپاره د دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره په همغږۍ... Читать дальше...
په کندز کې د ضمیر مادر په نوم یو ښوونځي کې ۱۴۰ تنه یتیم ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو نیولی تر ۱۴ کلونو پورې دي، په زده کړو بوخت دي.
دا هغه یتیم ماشومان دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو پرمهال په کندز ولایت کې خپل میندې او پلرونه له لاس ورکړي دي چې ډېری يې د افغان امنیتي سرتیرو یتیمان دي.
بشپړ حال یې په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
له هغې وروسته چې وسله والو طالبانو پر یو شمېر لويو ښارونو ډله يیز بریدونه وکړل او د یو شمېر ښارونو د نیولو ادعا یې وکړه، د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي په موخه يې د ترینکوټ ښار په امنیتي کمربند کې تر سلو زیات نوي امنیتي پوستې جوړې کړي او سلګونه نوي سرتیري یې په کې ځای پرځای کړي.
دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله ازادي راډيو ته وویل: "زه د ټولو پولیسو په استازيتوب د ارزګان ښار اوسیدونکو ته ډاډ ورکوم چې هېڅ د دښمن... Читать дальше...
په کندز ښار کې ځای ځای دکانونه خلاص شوي او خلک هم تګ را تګ کوي.
یو شمېر کندزیانو نن دوشنبه د زمري ۱۸ مه ازادي راډيو ته وویل چې نن په ښار کې د خلکو تګ را تګ هم لیدل کېږي او ځای ځای دکانونه هم خلاص شوي دي.
د ځايي اوسېدونکو د خبرو له مخې، له تېرې شپې راهیسې په دننه ښار کې جګړه نه ده شوې، خو د کندز ښار جنوب لوري ته د دورې سر ښارګوټې څخه د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د کندز ښار تېره ورځ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شو، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښار جنوب لوري... Читать дальше...
مسیر
مسیر ورځپاڼې لیکلي چې د وسله والو طالبانو له لوري د نیمروز، جوزجان او د سرپل ولایتونو له نیولو سره زرګونه خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي، مرګ ژوبله ور اوښتې، دوکانونه، مارکېټونه او کارځایونه یا نړېدلي او یا هم سوځېدلي دي.
د لېکوال په وینا، په ښارونو کې کوڅه په کوڅه جګړه او له هوا بمبارۍ تر ګردو زیات ملکي وګړو ته زیانونه اړوي، نو څومره چې جګړې اوږدېږي، سختېږي او په ښارونو کې دوام کوي، په هماغه کچه ملکي وګړي زیانمنېږي.
لیکوال ټینګار کوي، دواړه لوري پوهېږي چې جګړه ستونزه نه حلوي، لومړۍ خو... Читать дальше...
Музыкальные новости
Большой театр
Большой театр и петербургский цирк на сцене калининградской драмы: 4 постановки фестиваля «Башня»
Персональные новости
#123ru.net
V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования
د بدخشان ولایت پر مرکز فیض اباد د وسله والو طالبانو دویمه حمله په شا تمبول شوې ده.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه پر فیض اباد له څلورو دروازو حملې پیل کړې، خو دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو شنډې کړي.
د روحاني په خبره، په وسله واله نښته کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان، ملا حافظ له ۲۰ نورو وسله والو سره وژل شوی او ۱۵ تنه نور وسله وال اسیران شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بغلان د والي ویاند وايي، پر مرکز پلخمري ښار د وسله والو طالبانو حملې چې له څو لوریو یې پیل کړې وې، په شا تمبول شوي دي.
احمد جاوېد بشارت نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) سهار ازادي راډیو ته وویل، دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د دغو حملو د شنډولو لپاره له مخکې چمتووالی درلود.
بشارت زیاته کړه: "له نېکه مرغه د دوی حملې په شا تمبول شوي، ګډ امنیتي ځواکونه، کومانډو، ملي اردو، ملي امنیت او ولسي پاڅونوال درګرده مقاومت کوي. دوی کوم پرمختګ نه لري خو زیاته مرګ ژوبله ور اوښتې ده."
د والي ویاند وايي، دغه حملې د تېرې شپې له نیمايي پیل شوي چې اوس هم روانې دي.
اروپايي ټولنې د بلاروس د زورواکي، الکساندر لوکاشینکو پر وړاندې د نورو اقداماتو خبرداری ورکړ.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوسیپ بورېل پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) وویل، دا چې د بلاروس رژیم نړیوالو تعهداتو ته ښکاره بې احترامي کوي، نو اروپايي ټولنه، دې موضوع ته په پام پر نورو اقداماتو غور کولو ته تیاره ده.
د تېر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لوکاشینکو ټاکل کېدل د اپوزیسیون او لوېدیځ له خوا رد شوي دي.
پر مظاهره چیانو د فشارونو کمولو، له اپوزیسیون سره د خبرو او د نویو خپلواکو ټاکنو لپاره لوېدیځ... Читать дальше...
د بلوڅ بېلتون غوښتونکي پوځ (BLA) په بلوچستان ایالت کې د وروستیو دوو حملو مسوولیت ومانه.
دوه پاکستاني پولیس پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه چاودنه کې ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
په هغه اعلامیه کې چې په محلي رسنیو او ایمیلونو کې لاس په لاس کېږي، د بلوڅانو دغې بېلتون غوښتونکې ډلې د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په تړاو چې د اګسټ پر ۱۴مه لمانځل کېږي، د نورو حملو خبرداری هم ورکړی.
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شهواني په یوه اعلامیه کې ویلي چې بمب په یوه موټر سایکل... Читать дальше...
د چین په مرکزي ښار وهان کې چارواکي وايي، د دغه ښار څه باندې ۱۱ میلیونه اوسېدونکي د کرونا ویروس د تازه پېښو تر زیاتېدو وروسته معاینه شوي دي.
د وهان جګپوړې چارواکې لي تاو پرون یکشنبه (د زمري ۱۷مه) یوه کنفرانس ته وویل، دغو معایناتو چې تر شپږکلنۍ واړه ماشومان ورڅخه مستثنی دي، اساساً د ښار ټول اوسېدونکي تر پوښښ لاندې راوستلي.
دولتي اژانس سینهوا راپور ورکړی چې د ډله ییزو معایناتو پرمهال هم په وهان ښار کې د کرونا ویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې او په ۴۱ نورو کسانو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نښې ولیدل شوې.... Читать дальше...
د خوست او کابل ترمنځ په لویه لاره یو شمېر تلونکي مسافر وایي، دغه لاره نږدې هره ورځ په ساعتونو-ساعتونو د افغان حکومت او د وسله والو طالبانو تر منځ د جنګ جګړو له امله د تګ راتګ پر وړاندې بندیږي.
دوی وایي، دغو بریدونو په دې لاره تلونکي مسافر او ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند د تنګي واغجان سیمه له کومې چې د خوست ـ کابل عمومي لاره تیریږي.دلته د افغان ځواکونو پر هغو پوستو چې د دې لویې لارې د امنیت د خوندیتوب لپاره د کابل ـ ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې جوړې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии спорта в селах Чукотки
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Подмосковным УФАС выявлен сговор на торгах в сфере ЖКХ
Путин в России и мире
Москва
BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Сергей Лазарев
Сергей Лазарев представил эротический перфоманс на нижегородском концерте
Москва
Жителям Подмосковья рассказали, как построить в регионе дом без нарушений
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net