Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 07.08.2021

د مينه پال جنازه د ملي شورا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مينه پال جنازه د ملي شورا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه. ښاغلی مینه پال تېره ورځ د کابل په دارالامان کې د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو .   د نوموړي جنازې ته يو شمېر افغان چارواکي او د هغه همکاران راغلي وو. افغان ولسمشر پر مينه پال بريد غندلی. بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:

د الله اکبر نارې؛ فراه او فاریاب کې له امنیتي ځواکونو ملاتړ

Pa.azadiradio.com 

د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ سمبولیک حرکتونو دوام لري. دا ځل په فراه او فاریاب ولایتونو کې په سلګونو ښاریانو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د تکبیر نارې ووهلې. دغه خلکو له جګړې څخه خپله کرکه څرګنده کړه او افغان امنیتي ځواکونه یې د دې هېواد ساتونکي وبلل. نور جزییات په دې ویډیويي راپور کې:

د کندهار پر هوايي ډګر برید؛ د نن ورځې لپاره پروازونه ځنډیدلي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د احمدشاه بابا پر نړیوال هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله کندهار ته د نن ورځې لپاره پروازونه ځنډیدلي دي. د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر مسوول مسعود پښتون ازادي رادیو ته وویل چې شېبه مخکې پر کندهار هوايي ډګر دوه راکټونه توغول شوي، خو زیان یې نه دی اړولی. د ښاغلي مسعود په وینا حمله پر داسې مهال شوې چې د کام ایر د مسافرو یوه الوتکه چې له کابله ورغلې وه، د ناستې په حال کې وه، خو پرته له ناستې بېرته کابل ته تللې ده. تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. دا په تیره یوه اوونۍ کې د... Читать дальше...



له افغان ځواکونو ملاتړ؛ دیني عالمانو جلال اباد کې وینه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ختیځو ولایتونو ګڼ شمېر دیني عالمانو نن شنبه (د زمري ۱۶مه) د ننګرهار مرکز جلال اباد کې راټول وو او د یوې غونډې پرمهال یې د افغان ځواکونو ټپي شوېو سرتېرو ته وینه ورکړه.  دیني عالمانو په دغې غونډې کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او پر طالبانو یې غږ وکړ چې نور دې له جګړو لاس واخلي.  دیني عالم غازي ګل شینواري رسنیو سره خبرو کې روان جنګ پردی او قربانیان یې افغانان وبلل.  ده پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د الله اکبر په ویلو دې افغان ولس نه ګواښي: "خو نن چې وړاندې کېږو، موږ په الله اکبر څوک نه پرېږدي،... Читать дальше...

له اوږده ځنډ وروسته د ۱۱ ولایتونو پوهنتونونو کې حضوري زده کړې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

له یوه اوږده ځنډ وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې پر بنسټ، د افغانستان د یوولس ولایتونو په پوهنتونونو کې حضوري زده کړې د زمري په شپاړسمه پیل شوې. د کابل پوهنتون د اتم سمسترمحصل حسیب الله وایي، په یوه نیم کال کې د کرونا ویروس له امله یې زده کړې له ستونزو سره مخ وې. د روان کال له پیل راهیسې ده د نورو محصلانو په څېر نیم سمستر لوستی دی. ده وویل: "موږ تېر کال د یوه سمستر په موده کې رخصت وو. وروسته له هغې چې درسونه مو پیل شول، په چټکۍ سره پر مخ لاړل، یعنې د څلورو میاشتو سمستر په یوې میاشتې تبدیل شو. Читать дальше...

بشر حقونو کمېسیون: طالبانو د غزني مالستان کې د ۲۷ ملکیانو په ګډون ۴۸ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې طالبانو څلور اوونۍ وړاندې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې را وروسته، داسې راپورونه خپاره شول چې ګڼ شمېر ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي دي. د ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکې وایي چې طالبانو د هغوی خپلوان وژلي دي. د همدې ولسوالۍ اوسیدونکو عصمت الله ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د هغه ۶۰ کلن پلار چې یو کروندګر و، وواژه او د خپلو حاصلاتو د پلور ۲۵۰ زره افغانۍ یې هم ځینې وړي دي. نوموړي وویل: "زما پلار۲۵۰ زره افغانۍ چمتو کړې وې. موږ دواړو غوښتل هند ته ولاړ شو یا جرمني ته. Читать дальше...

اعتراض کوونکي: د نورستان سیلاب ځپلو ته هېڅ ډول مرستې نه دي رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د سېلاب ځپلو لپاره په کابل کې د لږکیو لپاره د عدالت غوښتنې ‌‌‌‌‌‌ډلې خبري کنفرانس جوړ شو. ‎په دغه خبري ناسته کې د کامدېش ولسوالۍ سیلاب ځپلو ته چې په دې وروستیو کې تر څلوېښتو کورونو په کې ویجاړ او ۱۱۰ کسان ووژل شول، د مرستو غوښتنه وشوه. ‎عبدلوالي ارکاني چې د دغه کنفرانس له تنظیموونکو دی، ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تر دې دمه د یادې ولسوالۍ سېلاب ځپلو ته ان لومړنۍ مرستې هم نه دي رسېدلي: "دواړو رهبرانو نه ولسمشر او نه هم د سپېدارمانۍ مشر ان له موږ سره یو د غم د... Читать дальше...

د کندز چارواکي: د تېرې شپې جګړه کې ۱۱ ملکيان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز د روغتیا ریاست وايي، په کندز ښار کې د تېرې شپې په جګړه کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.  د کندز د عامې روغتیا رییس احسان الله فضلي نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، تردې دمه د کندز حوزوي روغتون ته ۱۱ مړې او ۳۸ تنه ټپیان راوړل شوي دي چې تقریبا ټول ملکي وګړي دي. فضلي زیاته کړه: "په ټپیانو کې یو دوه نظامي پرسونل لرو، نور ټول ملکيان دي او فوتي واقعات مو هم ټول ملکي وګړي دي. دا چې څومره ماشومان، ښځې او نارینه دي له دې چې جنګي حالت دی خو په مجموع کې ۳۸ ملکي ټپیان او ۱۱ فوتي پېښې دي."... Читать дальше...



اسراییلو غزه کې دوه اهدافه په نښه کړل

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو نن شنبه(د زمري ۱۶مه) د غزې په تړانګه کې دوه اهداف په نښه کړل. له دې یوه ورځ مخکې فلسطیني وسله والو له غزې څخه په څلورو پوکڼیو پورې تړلي اورشیندونکې  وسیلې غزې ته نژدې د اسراییلو خاورې ته ورخوشې کړې.  دې پوکڼیو د اسراییلو په یوه کرنیزه ساحه کې اور بل کړ.  د اسراییلو پوځ وايي چې جنګي الوتکو یې د حماس یو پوځي مرکز او د میزاییلو یو ویشتن ځای ویجاړ کړل.  په دواړو پېښو کې د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.  پر اسراییلو د پوکڼیو حملې وروسته له هغه پیل شوې چې د حماس د ملګرې ډلې حزب الله له... Читать дальше...

امریکا کې د موټر سایکل ځغلولو فسټیوال ګډونوال داکوټا کې دمه کوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې په متحدوایالاتونو کې نن د سټورګیس د موټر سایکل ځغلولو د کلني فسټیوال سلګونه زره ګډونوال په جنوبي داکوټا ایالت کې دمه وکړي.  په داسې حال کې چې د کرونا ویروس ډېلټا بڼې موارد په متحدوایالاتونو کې زیات شوي، دې جشن د کووېد-۱۹ ناروغۍ د احتمالي خپراوي وېره زیاته کړې ده.  د فسټیوال تنظیموونکي هیله لري چې لږ تر لږه اووه لکه موټرسایکل چلوونکي به په دې لوی لس ورځني جشن کې چې پرون پیل شو، ګډون وکړي.  روغتیايي متخصصان باور لري چې پروسږکال د دې جشن ګډونوال د کرونا ویروس د سرایت باعث شول چې په نتیجه... Читать дальше...

پکتيا کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای وموند

Pa.azadiradio.com 

په پکتيا ولايت کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای ته ورسېد. د پکتیا ولايت د بدني روزنې رئيس محمد داوود محفوظ نن شنبه (د زمري په ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل چې دغه ټورنمنټ د ملي بيرغ په نوم د دغې ورځې په مناسبت جوړ شوی و. د ښاغلي محفوظ په خبره، په دې ټورنمنټ کې د ګردېز ښار نه لس لوبډلو ګډون کړی وو. دغو لوبو چې درې ورځې یې دوام وکړ، د سیالیو اتلولي د غازي اباد لوبډلې په خپل نوم کړه.

کابل کې د سنوکر اتم پړاو سيالۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن شنبه (د زمري ۱۶مه) د سنوکر اتم پړاو غوره سيالۍ پيل شوې. د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن شنبه (د زمري په ۱۶مه)  ازادي راډيو ته وويل، په دغه سياليو کې د کابل له ۵۲ کلپونو څخه لوبغاړو ګډون کړی چې څلور ورځې به دوام وکړي. ښاغلی قاري زاده وايي، د دې سياليو موخه د سنوکر او بليارډ اسيايي لوبو لپاره د غوره لوبغاړو غوره کول دي.

د مینه‌پال وژنې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د خطر زنګ کړنګولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه‌پال وژل کېدو، د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د خطر زنګ کړنګولی دی. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ 'نی' وايي، دا ګواښ ‌باید بابیزه وګڼل شي. د دې بنسټ اجراییه رییس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو جګړو له امله ځینو رسنیو خپل چارې درولي دي: "په هدفمند ډول د خبریالانو د وژل کېدو بیا پیل سره د خطر زنګ وهل شوی دی. مهمه دا ده چې طالبانو د دواخان مینه‌پال چې د حکومت د رسنیو کار کوونکی و، د وژنې مسوولیت منلی دی. Читать дальше...

پکتیا چارواکي: پر مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه په شا شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په مرکز او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا کړي.  په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت د مرکز په ګډون په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل . مومند وایي، دغه بریدونه چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شول، وسله والو طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.  دی وایي، په دې نښتو کې د هوایي او توپچي ځواکونو په ملتیا ۳۵ وسله وال طالبان ووژل شول او له ۲۰ زیات ټپیان شول. Читать дальше...

چارواکي: د جوزجان مرکز شبرغان ښار د طالبانو لاسته لوېدلی

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار د طالبانو لاسته لوېدلی. د جوزجان مرستیال والي عبدالقادر مالیه له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د شبرغان سقوط تایید کړی. دا په داسې حال کې ده چې مخکې تردې د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو د ښار په یو شمېر سیمو کې پرمختګ کړی، خو وايي، ډېر ژر به شبرغان د طالبانو له شتون پاک شي. ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "نن یې پر ښار بیا بریدونه پیل کړي او ځینو سیمو ته را رسېدلي، خو تازه دمي او نور... Читать дальше...

عمان کې پر بېړۍ برید؛ 'جي۷': ایران مسوول دی او د حملې شواهد یې څرګند شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ او د اووه سترو صنعتي هېوادونو ډلې چې په جي ۷ مشهوره ده، پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) ایران د عُمان اوبو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې د تېرې اوونۍ په حمله کې په لاس لرلو تورن کړ.  د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وویل، د هغې بې پېلوټه الوتکې په اړه معلومات یې راټول کړي او ارزولي چې پر مرسرستریټ تېل وړونکې بېړۍ یې حمله کړې وه او په ترڅ کې یې د دې بېړۍ یو بریتانیايي ساتونکی او رومانیايي ماڼو ووژل شول.  د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وايي، امریکايي متخصصان د شواهدو پر اساس دې نتیجې ته ورسېدل چې بې پېلوټه الوتکه په ایران کې جوړه شوې ده. Читать дальше...

چارواکي: سمنګان کې د اوبو لګولو ۳ کانالونه جوړ شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره وايي، په سمنګان ولایت کې د اوبو لګولو د درې کانالونه جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. د دې ادارې وياند نظام خپلواک الدین نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه کانالونه د اوبو د چارو د تنظیم ادارې او د 'USAID' په مالي مرسته د اوبو مدیریت، د ځمکې خړوبولو او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه جوړ شوي دي. د ښاغلي خپلواک په خبره، د زوړ ایبک، کاریز او چوغي کانالونه چې ۲۷.۷۸ کیلومټره اوږدوالی لري، ۳۴۲۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه او ۳۲۷۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کړي.

چارواکي: د ننګرهار ځينو ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت د ننګرهار ولایت په ځينو ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام د پيل خبره کوي. د دې وزارت وياند فريدون اژند نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د ملي دسترخوان پروګرام عملي چارې په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې۴۶۳ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو  په ویشلو سره په عملي ډول پیل شوی دی. د ښاغلي اژند په خبره، دغه خوراکي او غیرخوراکي توکي نن د بټي کوټ ولسوالۍ د نصرت خېلو شورا کې ۳۰۸ مستحقو کورنیو او د کوټ ولسوالۍ ښایسته خېلو... Читать дальше...

موټر چلوونکي او خلک: له ۱۰ ورځو راهیسې طالبانو د ارزګان-کندهار لار تړلې

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان-کندهار د لويې لارې پرسر تلونکي مسافر او موټر چلوونکي وايي، دا لاره نن لسمه ورځ ده چې طالبانو د ملکي خلکو پر مخ تړلې چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي. که څه هم د لارې تړل کېدو له امله ګڼ شمېر موټرونه او مسافر په ترینکوټ ښار کې بند پاتې، خو یو شمېر موټر چلوونکي وایي چې د خلکو د مجبورۍ پر اساس کندهار ته دوه شپې او دوه ورځې مزل کوي. ۳۸ کلن محمد رحیم د ارزګان او کندهار ترمنځ  د لویې لارې پر سر موټر چلوي وايي، کله چې طالبانو ورباندې یاده لار وتړله، نه یوازې دا چې ګټه يې نه ده کړې، بلکې ورته څو چنده زیان رسیدلی دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Баста

Главный тренер «СКА-Ростов» высказался о владельце клуба Басте





Персональные новости
Владимир Путин

Путин поручил утвердить программы развития 10 регионов России





امریکا او'G7': ایران عمان کې د تیلو پر بېړۍ د برید مسوول دی

Pa.azadiradio.com 

امریکایي ځواکونو او د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو ایران د عمان په اوبو کې د تیلو د نړیوالې بیړۍ د برید مسوول بللی دی.  د امریکا مرکزي قومانداني وایي، داسې شواهد یې راغونډ کړي دي چې په عرب سمندرګي کې د تیلو پر بېړۍ د ډرون الوتکې برید شوی دی او د شواهد له مخې دا الوتکه په ایران کې جوړه شوې ده.  په دې حمله کې چې د جولای په ۲۹مه وشوه د کښتۍ یو بریتانیایي ساتونکی او  هغې چلونکی چې د رومانیا و، ووژل شول.  په ورته وخت کې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اووه، دا برید غندلی دی او دا حمله یې غیر قانوني بللې ده. Читать дальше...

دفاع وزارت: د نیمروز لپاره د طالبانو والي ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت د نیمروز لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د وژلو ادعا کوي.  د دې وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې عبدالخالق تېره شپه له ۱۴ تنه نورو طالبانو سره د هوایي برید پرمهال د زرنج په ښار کې ووژل شو.  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سپینه ماڼۍ: طالبان او د افغانستان ګاونډیان دې سولې ته هڅې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ طالبان او د افغانستان ګاونډیان وهڅول چې د افغان سولې او د سیمې د ثبات لپاره هڅې زیاتې کړي.  د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې طالبان او د افغانستان ګاونډیان باید خپله انرژي د افغانستان په سوله او ثبات مصرف کړي. نوموړې وايي: "که طالبان په نړیواله کچه مشروعیت غواړي، دا اعمال دوی ته دا مشروعیت نه ورکوي، دوی باید په دې لاره روان نه شي، دوی باید دغه انرژي چې په پوځي کمپاین یې لګوي د سولې پر بهیر ولګوي. موږ په ډېر قوت دوی دې ته هڅوو،... Читать дальше...

اوسیدونکي: تېره شپه د کندز او تالقان ښارونه د سختو جګړو شاهدان وو

Pa.azadiradio.com 

د کندز ښار تېره شپه د سختو جګړو شاهده وو، وسله والو طالبان له څلورو استقامتونو پر ښار برېدونه پيل کړي وو او ان د ښار فضا کې مرمۍ له مرمۍ سره جنګېدلې. دې روان حالت د کندز ولایت اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي. د کندز ښار د ګوټې ګرد  د سیمې یو اوسېدونکی رحمت الله وايي: "د شپې مې د جګړو له لاسه خوب نه دی کړی، لا هم د ښار په نژدې څنډو کې جګړه روانه ده. په کورونو کې مرمۍ او راکټونه لګېدلي." یو شمېر کندزیان وايي، که ډېر ژر د کندز روان وضعیت ته پاملرنه ونه شي، ښايي دغه ولایت د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شي. Читать дальше...

کونړ کې سوداګر او هټیوال؛ جګړو یې سوداګري کمزورې کړې

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې سوداګر او عام هټیوال وايي، جګړو يې سوداګري او کاروبار کمزوری کړی دی. د دوی په خبره، پخوا به له ولسوالیو او لېرې پرتو سېمو هټیوال او عام وګړي سوداګانو پسې راتلل، خو د جګړو زیاتېدو سره  اوس کډوال شوي دي. په کونړ کې سوداګر په هېواد او په ځانګړي ډول په یاد ولایت کې د جګړو له زیاتوالي او د دوی د کاروبارونو له کمزورتیا شکایت کوي. هاخو د کونړ چارواکي هم مني چې کرونا او جګړو يې په ولس او سوداګرو بده اغېزه کړې ده. د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "موږ اسعداباد کې د نړیوال... Читать дальше...

د الله اکبر ناره؛ افغانستان ورځپاڼه: کابل د ډېرو با قوته غږونو کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې په افغانستان کې وروستيو د الله اکبر نعرو ته په اشارې سره سرمقالې خپرې کړي دي. د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی. سرخط سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ليکلي، طالبانو د افغانستان په څو ولايتونو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی. د سرمقالې ليکوال ليکلي کندهار، هلمند او هرات په دې وروستيو کې سخت تر پوځي فشار لاندې راغلی، خو افغان پوځ يې پر وړاندې مبارزه کوي. وړاندې په سرمقاله کې ليکوال د ولس له شور او زور هم هرکلی کړی کړی دی. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт оценила развитие района Филевский парк


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Даниил Медведев проиграл Рафаэлю Надалю тренировочный сет на «Ролан Гаррос»


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Жителям Подмосковья ограничили посещение лесов на большей части региона





Путин в России и мире
Москва

Путин встретился с патриархом Кириллом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Россия и Белоруссия будут тесно сотрудничать в сфере оборонной безопасности




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Моргенштерн

Связанную с Моргенштерном* блогершу Ахметову лишили родительских прав после видео, на котором она душила дочь



Москва

ОНЛАЙН ПРЕМЬЕРА СЕРИАЛА «КРАСНЫЕ ЛИНИИ» В ПРИЛОЖЕНИИ ОНЛАЙН-КИНОТЕАТРА START: НУАРНАЯ ЭСТЕТИКА НА ЭКРАНЕ LG OLED evo

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net