Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 21.08.2021

د کابل پر هوايي ډګر ګڼه ګوڼه او د ګڼو نړیوالو ورځپاڼو مقالې او تبصرې

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د طالبانو له راتګه وروسته د ډېرو نړیوالو ورځپانو او خپرونو پام دغلته د هوایي ډګر شااوخوا رامنځته شوې ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ ته اوښتی دی. واشنګټن ایګزاماینر  واشنګټن ایګزاماینر خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د کابل هوایي ډګر پر وضعیت او دغلته د امریکایي او بریتانوي ځواکونو له خوا د افغانانو د ایستلو پر لانجې یوه لیکنه خپره کړې ده.  په لیکنه کې راغلي، د افغانانو د ایستلو لانجمنې چارې د امریکا او بریتانیا لوړپوړي پوځیان هم سره په مخالفت کې اچولي.  دوی د امریکا د یوه جنرال خبرې را اخیستي چې د بریتانیا... Читать дальше...

تړلي بانکونه؛ طالبان به د حکومت ولاړه عرابه څه ډول بېرته په ګرځېدو راولي؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د واکمنۍ له یوې اوونۍ وروسته اوس هم په کابل ښار کې ژوند عادي شوی نه دی. د تېرې اوونۍ له یکشنبې ورځې راهیسې بانکونه، دولتي ادارې او خصوصي موسسې تړل شوي او د لومړنیو خوارکي توکو بیې هم د پام وړ زیاتې شوي دي. که څه هم طالبانو له دولتي کار کوونو کار ته د بېرته راتګ غوښتنه کړې، خو دولتي کار کونکي لا هم حالت د دې چارې جوګه نه بولي. د کابل ښار اوسیدونکی روح الله وايي، د بانکونو تړل کېدو د ژوند د لومړنیو توکو بیې لوړې کړي او عادي ژوند یې ورته له ستونزې سره مخ کړی. هغه وايي، ټولې پېسې په... Читать дальше...

چین: پاکستان دې د چینایي وګړو خوندیتوب ډاډمن کړي 

Pa.azadiradio.com 

بیجینګ له اسلام اباده غوښتي چې پاکستان کې د چینایي اتباعو خوندیتوب ډاډمن کړي.  دا غوښتنه وروسته تردې کېږي چې پرون د بلوچستان ګوادر بندر ته نژدې پر چینایي کار کوونکو برید وشو چې څو تنه یې ټپیان شول.  د دې برید مسولیت د بلوڅانو د ازادۍ د پوځ په نوم وسله والو پر غاړه واخېست.  په اسلام اباد کې د چین سفارت دا حمله غندلې او په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان باید دغه هېواد کې د چینایي اتباعو د امنیت لپاره عملي او موثر ګامونه واخلي.  په تېر جولای میاشت کې هم د پاکستان په شمال کې د چینایي کارګرو پر موټر برید ۱۳ تنه ووژل چې ۹ یې چینایان وو. Читать дальше...



د ایران نوی ولسمشر: د کرونا ضد مبارزې ته به لومړیتوب ورکړو

Pa.azadiradio.com 

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي، حکومت به یې د کرونا ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.  رییسي نن د نوې کابینې په اړه د پارلمان د بحث له پيل سره هم مهاله ویلي، د کرونا ویروس کنټرول، د روغتیایي سیستم پیاوړتیا او پراخ واکسیناسیون یې له لومړیتوبونو دي.  نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ایران دا مهال د کرونا وبا له پنځمې څپې سره لاس او ګریوان دی.  تېره یوه میاشته کې د ایران دننه د ویروس د بدلې شوې بڼې ډیلټا پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې.  دغلته تراوسه څه باندې څلور نیم میلیونه کسان... Читать дальше...

سره میاشت: غزني کې ۱۲ زرګونه کورنۍ له بې وزلۍ او کډوالۍ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، وروستیو جګړو تر ۱۲ زره زیاتې کورنۍ له بې وزلۍ او کډوالۍ سره مخ کړې دي چې په بد حالت کې ژوند کوي.  په دې ولایت کې د دې ټولنې مشر عبدالعلیم نوري وايي، دغه کورنۍ د جګړو له امله له غزني مرکز څخه ولسوالیو او په ولسوالیو کې له یوځایه بل ځای ته د جګړو له امله کډه شوي چې ډېری برخه یې نه د اوسېدو ځای، نه خوراکي توکي او نه هم د څښلو پاکې اوبه لري.  د نوري په خبره ډېری داسې کسان هم شته چې کورونه یې نړيدلي او د بیا جوړولو توان یې هم نه لري: "ډېری کډوال د خپلو... Читать дальше...

طالبانو په کابل کې د رسنیو د ستونزو حل ته کمېټه جوړه کړې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په کابل کې "د رسنیو د ډاډ او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره درې اړخېزه کمېټه" جوړه  کړه.  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې کمېټه کې به "د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون باصلاحیته غړی، د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو د فدراسیون غړي او د کابل امنیه قوماندانۍ یو تن باصلاحیته استازی ګډون ولري." د نوموړي په وینا دا کمېټه "به د رسنیو ستونزو ته رسیدګي کوي." ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې په کابل کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې ژورنالیستانو او رسنیو ته ډاډ ورکړی... Читать дальше...

د ناټو سرمنشي: طالبان دې خپلې کړې ژمنې پرځای کړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي له طالبانو وغوښتل چې خپلې کړې ژمنې پرځای کړي.  ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر انلاین غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: "نړۍ افغانستان ته ګوري. زموږ تمه له طالبانو دا ده چې پر خپلو ژمنو ودریږي او افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي. طالبان باید په هېواد کې شخړې ختمې کړي او د افغانانو - که نارینه دي، که ښځې دي یا ماشومان دي، بنسټیز حقونه ورکړي."  د ناټو سرمنشي په کابل کې د داسې یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه هم وکړه چې ټول سیاسي اړخونه په کې ځانونه وویني.

طالبان: څو اونیو کې به نوی حکومت جوړ کړو

Pa.azadiradio.com 

طالبان به په څو اونیو کې نوی حکومت جوړ کړي. دا خبره د دې ډلې یوه غړي رویټرز اژانس ته کړې ده. د طالبانو د دې غړي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رویټرز اژانس څرګندوي چې حقوق پوهان، دیني عالمان او له بهرني سیاست سره اشنا کسان به د دې نوي حکومت چوکاټ جوړ کړي او په څو اونیو کې به کار پیل کړي.  طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیو او داسې ژمنې یې کړي دي چې د دوی نوی حکومت به د دې ډلې د پخوانۍ واکمنۍ پرتله معتدل وي.  طالبان له نولس سوه شپږ نویمه تر دوه زره لومړي کال پورې واکمنان وو چې القاعده شبکې... Читать дальше...



ملابرادر کابل کې دی؛ د راتلونکي افغان حکومت پر جوړښت خبرې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم له تېرو څو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو ترمنځ لیده کاته او خبرې روانې دي. خو یو شمېر طالب چارواکي وایي، د روان وضعیت په اړه د جدي خبرو لپاره د طالبانو د تحریک مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپل اته کسیز پلاوي سره کابل ته رسیدلی دی. د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یوه سکرتر مولوي بلال کریمي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغلته د روانو حالاتو په اړه جدي خبرې روانې دي. Читать дальше...

‎د کابل هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې لاهم زرګونو افغانان بهر ته د تلو انتظار باسي

Pa.azadiradio.com 

‎په کابل کې د حامد کرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر چې د ملکي او پوځي الوتنو نه ترې کار اخېستل کېږي، له بې سارې ګڼه ګوڼې ‌‌‌‌‌‌ډکه سیمه ترې جوړه شوې او له افغانستانه د وتلو په هیله زرګونه افغانان ورټول شوي دي. ‎په دې سیمه کې داسې کورنۍ او خلک هم شته چې له څو شپو راپه دېخوا یې انتظار نه دی ختم شوی او هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته نږدې سیمو کې پر سړکونو شپې ورځې تېروي. ‎عبدالقادر چې د ملي امنت د ځانګړو ځواکونو یو افسر و وایي، سره له دې چې ژوند یې له شدید ګواښ سره مخ دی، خو تر اوسه ورته زمینه نه ده برابره شوې چې هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته ننوځي. Читать дальше...

د طالبانو د مشرتابه ځینې غړي کابل کې پر راتلونکې حکومت غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د طالبانو د مشرتابه یو شمېر غړي کابل کې راټول شوي او د راتلونکي حکومت د جوړېدو پر لارو چارو خبرې کوي.  د طالبانو سرچینو تایید کړې ده چې د دوی د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له کندهاره کابل ته رسیدلی دی.  دې سرچینو رویټرز ته ویلي، ښاغلی برادر له یو شمېر جهادي مشرانو، د حکومت له پخوانیو چارواکو او دیني عالمانو سره ګوري.  د سرچینې په باور، طالبان غواړي جلا-جلا ډلې رامنځته کړي چې د داخلي امنیت پر مسالو او رامنځته شوي مالي بحران خبرې وکړي.  ملا برادر د طالبانو د بنسټ ایښودونکو... Читать дальше...

بحرین خپل هوایي ډګر هغو الوتکو ته پرانیزي چې له افغانستانه خلک باسي

Pa.azadiradio.com 

بحرین ویلي، خپل هوایي ډګر هغو الوتکو ته پرانیزي چې له افغانستانه خلک باسي.  په همدې حال کې متحده عربي اماراتو ویلي، د لنډ وخت لپاره د افغان کډوالو کوربه توب کوي.  بحرین او امارت دا اعلان وروسته تردې کړی چې قطر کې د امریکا پوځي اډې له هغو کسانو ډکې شوي چې له افغانستانه بیول شوي دي.  له کابله د هغو افغانانو د تخلیې چارې پرون ۷ ساعته وځنډېدې چې امریکا او اروپایي هېوادونو یې د ایستلو خبره کړې ده.  د امریکا سفارت او نورو استازولیو ویلي، هر هغه څوک چې له افغانستانه باسي، د ایمیل یا مبایل ټیلیفون له لارې ورته حال ورکوي. Читать дальше...

د حامد کرزي هوایي ډګر شااوخوا ګېر پاتې کسان د بدو صحنو کیسې کوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر شااوخوا ګېر پاتې شوي کسان د بدو صحنو کیسې کوي.  دوی کې یو شمېر هغه کسان دي چې امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته د تګ لپاره هوایي ډګر ته غوښتل شوي دي.  دوی طالبان او دغلته مېشت امریکایي سرتیري د وضعیت په کنټرول کې پاتې بولي او وایي، سرخوږی زرګونه هغو کسانو جوړ کړی چې هېڅ سند نه لري او هوایي ډګر ته راغلي دي: "که کوم چارواکی زموږ نظر اوري او  په کوم ډول باندې موږ ته کومک رسولی شي، دلته ډوډۍ نشته، اوبه نشته، ډېره ګرمي ده. ما په خپلو سترګو ولیدل چې له لسو تر... Читать дальше...

امریکايي ولسمشر بایډ: پر طالبانو به فشار راوړو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د  متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن په واشنګتن کې وویل چې پر طالبانو به فشار راولو. دی وايي: "زه او د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له خپلو متحدانو سره هڅې کوو چې څرنګه پر طالبانو نړیوال فشار راولو. دوی د نړیوال مشروعیت په لټه کې دي، دوی باید وپوهیږي چې څرنګه دا هېواد اداره کولی شي، شرطونه به سخته وي، هغه سخت شرطونه چې موږ یې ورته ږدو او  د دې شرطونو له پلي کېدو سره به دوی مرستې ترلاسه کوي یا نه کوي. دوی څرنګه له ښځو او نجونو سره چلند کوي، څرنګه له نورو افغانانو سره چلند کوي."   وروسته تردې چې... Читать дальше...

بهرنی سرتیری: له افغانستانه نه وځم څو افغان همکاران مې راسره نه وي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری چې په افغانستان کې یې د حیوانانو یو پناه ځای جوړ کړی وايي، د دې مرکز د افغان کار کوونکو او د هغو د کورنیو له اېستلو مخکې به له افغانستانه ونه وځي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پاول پن فارتنګ چې ۲۲ کاله یې د بریتانیا په سمندري ځواک کې خدمت کړی او په ۲۰۰۶ میلادي کال کې یې د هلمند په جګړه کې هم ګډون کړی، په کابل کې د زېږون په نامه د حیواناتو د ساتنې مرکز جوړ کړی دی چې د درېیو ښځینه وترنرانو په ګډون ټول ۲۵ کار کوونکي لري.  ښاغلي پن فرټینګ ویلي دي... Читать дальше...

ترکیه: اروپايي ټولنه دې د افغان کډوالو د څپې مخنیوي ته اقدام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې له افغانستانه د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام ورکړي.  د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې پرون ماښام د یونان له صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس سره په ټیلیفوني خبرو کې چې له افغانستانه د اروپا پر لور د افغان کډوالو د پراخې څپې پر وتلو متمرکزې وې وکړې.  د ترکیې د ولسمشر دفتر د ښاغلي اردوغان له قوله په یوه بیان کې ویلي چې که له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره یې د مرستې لپاره لازم تدابیر ونه نیول شي، نو له دې هېواده د کډوالو د پراخې څپې د وتلو امکان شته. Читать дальше...

بایډن: د کابل هوايي ډګر له لارې د خلکو د اېستلو عملیات خطرناک دي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر جو بایډن له امریکايانو سره ژمنه کړې چې له افغانستان به یې وباسي او خبرداری یې ورکړی چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر له لارې د زرګونه کسانو د اېستلو عملیات خطرناک دي.  د امریکا ولسمشر تېر ماښام په خپله وینا او وروسته د سوال ځواب په غونډه کې د وسله والو د حملو احتمال ته پام سره له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل: "له افغانستانه د وتلو ماموریت خطرناکه دي. زموږ پوځیانو ته هم خطر لرلای شي او په ډېرې سختۍ ترسره کېږي. دا چې وروستۍ پایله به یې څه او څنګه وي یا زیانونو به ولري که نه زه... Читать дальше...

"که له وتونکي افغانانو سره مرستې ونه شي، اروپايي ټولنه به له ګواښ سره مخ شي"

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي وايي، که له هغو افغانان سره چې غواړي له افغانستانه ووځي مرستې وشي نو فکر نه کوي چې له دې هېواده به په زیات شمېر خلک اروپا ته کډوال شي. د جرمني خبري اژانس ډي پي اې راپور ورکوي چې ښاغلي ګراندې پرون د اګسټ په شلمه ایټالوۍ ورځپاڼې کورېرا دېلا سېرا Corriere della Sera ته ویلي، له افغانستانه د خلکو د وتلو کچه به په دې پورې اړه ولري چې طالبان په څومره بې رحمۍ سره حکومت کوي. له بلې خوا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند... Читать дальше...

ناټو: طالبان دې تشدد سمدستي بند او د افغانانو اساسي حقونو ته درناوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله پرونۍ فوق العاده غونډه کې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو وګړو او د هغو افغانانو د وتلو پر هڅو بحث وکړ چې غواړي له هېواده ووځي. د ناټو عمومي منشي ینس سولټنبرګ د غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته پر هغو پرېکړو رڼا واچوله چې د بهرنیو چارو وزیرانو بحث پرې کړی و. هغه وویل، له افغانستانه د ناټو د غړو هېوادونو او د ناټو د متحدانو د وګړو او هغو افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی د ایستلو عملیات لومړیتوب لري. سټولټنبرګ وویل، په غونډه کې د افغانستان... Читать дальше...

بلوچستان کې پر چینايي وګړو برید؛ ۲ ماشومان وژل شوي او ۳ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان ایالتي ویاند او د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ایالت کې د چینايي وګړو د سپرلۍ پر یوه موټر د انتحاري برید په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.  دا حمله د بلوچستان د ګوادر بندر په سیمه کې شوې ده. د پولیسو په بیان کې ویل شوي دي چې په دې برید کې چینايي وګړي برسېرن ټپیان شوي دي.  د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی. پېکېنګ په پاکستان کې پر خپل اقتصادي دهلیز د شااوخوا ۶۵ میلیارد ډالرو پانګونه کړې چې هدف یې د پاکستان په جنوب کې له ګوادر بندر سره د چین د لویدیځ نښلول دي. Читать дальше...

ایران: تېرکال د جبري ودونو شمېر زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو د تېرکال په ترڅ کې د جبري ودونو د شمېر د زیاتېدو خبر ورکړی. د ایران د احصایې د مرکز د راپور له مخې تېرکال د ۲۰۱۹ کال پرتله د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو نجونو په ودونو کې په سلو کې ۱۰،۵ زیاتوالی راغلی. په دې راپور کې راغلي دي چې له دې ډلې څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۳۱۳۷۹ نجونو ودونه کړي په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸۳۷۳ و. په ایران کې د واده قانوني سن د نجونو لپاره ۱۳ او د هلکانو لپاره ۱۵ کاله دی، خو په دې هېواد کې تردې د کم عمر لرونکو ماشومانو ته هم د پلار په خوښه د واده اجازه شته. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Резидент ОЭЗ «Технополис Москва» выпустил серию автомобилей для кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Екатерина Александрова

Екатерина Александрова уступила Линетт во втором круге турнира в Страсбурге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.





Путин в России и мире
Москва

BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко подчеркнул роль патриарха Кирилла в укреплении связей Москвы и Минска




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Юрий Шатунов

Жителей и гостей Люберец 25 мая приглашают в парк на концерт памяти Ю. Шатунова



Москва

Спрос аграриев на смеси для удешевления мясных изделий в РФ за год вырос на 24%

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net