طالبان: څو اونیو کې به نوی حکومت جوړ کړو
![طالبان: څو اونیو کې به نوی حکومت جوړ کړو](https://gdb.rferl.org/09f0dca0-36fe-4b1e-b8e0-2fd85f819802_w800_h450.jpg)
طالبان به په څو اونیو کې نوی حکومت جوړ کړي. دا خبره د دې ډلې یوه غړي رویټرز اژانس ته کړې ده.
د طالبانو د دې غړي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رویټرز اژانس څرګندوي چې حقوق پوهان، دیني عالمان او له بهرني سیاست سره اشنا کسان به د دې نوي حکومت چوکاټ جوړ کړي او په څو اونیو کې به کار پیل کړي.
طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیو او داسې ژمنې یې کړي دي چې د دوی نوی حکومت به د دې ډلې د پخوانۍ واکمنۍ پرتله معتدل وي.
طالبان له نولس سوه شپږ نویمه تر دوه زره لومړي کال پورې واکمنان وو چې القاعده شبکې ته یې پناه ورکړې وه او بیا د دوی حکومت د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو وپرزاوه.