Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 23.08.2021

عبدالسلام ضعیف کابل ته د طالبانو د ناڅاپي ننوتلو د ورځې کېسه کوي

Pa.azadiradio.com 

اونۍ وړاندې طالبان د کابل دروازو ته ورسیدل او ژمنه یې وکړه چې کابل ښار ته نه داخلیږي. خو طالبان ولې کابل ته ننوتل؟ د افغانستان د راتلونکې حکومت څرنګوالی به څه وي؟ په اسلام اباد کې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ  د مهال د سفیر ملا عبدالسلام ضعیف څخه مو په یوه مرکه کې پوښتلي. دا مرکه دلته لیدلی شئ.

ایران افغانستان ته د تېلو صادرات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د تېلو، ګاز او پټرولیم د صادراتو اتحادیه وايي چې څو ورځې مخکې یې د طالبانو د غوښتنې په اساس افغانستان ته د تېلو صادرات پیل کړي دي.  په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په دوام د تېلو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغی او د یو ټن تېلو بیه له ۹۰۰ ډالرو واوښته.  رویټرز خبري اژانس د ایران د تېلو، ګاز او پټروشیمې تولیداتو د صادراتو د اتحادیې د مشر حمید حسیني له قوله راپور ورکوي چې طالبانو ایران ته یو پیغام استولی و او په هغه کې یې غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د اړتیا وړ تېل او ګاز صدور پیل کړي. Читать дальше...

طالبان: د بهرني پوځیانو د پاتې کېدو مهلت تمدید د منلو نه دی

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي چې د اګسټ له ۳۱ مې وروسته په افغانستان کې د امریکا او نورو هېوادونو د پوځیانو د پاتې کېدو مهلت تمدید د منلو نه دی.  د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین د بریتانیا سکای خبري چینل ته ویلي دي، که امریکا او بریتانیا د دې مهلت تمدید غواړي نو د طالبانو ځواب منفي دی ځکه دا دوی لپاره سره کرښه ده. شاهین وايي، که امریکا له ټاکلي مهلت وروسته هم پاتېږي نو معنی یې دا ده چې اشغال ته دوام ورکوي.  نوموړي زیاته کړه چې که امریکا او بریتانیا د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه ونه وځي نو دا کار به یې ناوړه عواقب... Читать дальше...



خلک: د طالبانو له راتګ سره بانکونه تړل شوي او کریډیټ کارتونه نه موندل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د بانکونو تړل کېدو او په مخابراتي شبکو کې ستونزې د کابل خلکو عادي ژوند له ننګونو سره مخ کړې دی. په کابل کې یو شمېر خلکو ازادي راډیو ته وویل چې د دوی پیسې په بانکونو کې بندې پاتې دي او په بازار کې کریډیټ کارت نه شي موندلی.   وروسته له هغې چې طالبان کابل ته ننوتل، ټول بانکونه وتړل شول او په بازار کې د اړینو توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې چې دې د خلکو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړې.  مریم ، د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، په سختۍ سره یې خپلې او د ميړه پبسې راټولې او... Читать дальше...

له اګسټ میاشتې وروسته هم د بهرنیو ځواکونو د احتمالي حضور دوام

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر بهرنی رسنۍ وايي، امریکا او متحدین یې ممکن د اګسټ میاشتې له ۳۱مې نېټې وروسته هم په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي. رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې اسټرالیا په ډېر احتمال سره غواړي د روانې میلادي میاشتې له پای ورسته هم په افغانستان کې خپل سرتیري وساتي. راپور کې راغلي، د روانې اګسټ میاشتې ۳۱مه نېټه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو ورستۍ نېټه وه، خو د کابل په هوايي ډګر کې وروستیو تحولاتو دغه چاره یو څه ټکنۍ کړه. رویټرز دغه شان د امریکا د  جمهور رییس جو بایډن له... Читать дальше...

'WHO': نه شو کولای ۵۰۰ ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته واستوو

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د بندېدو له کبله نه شي کولای ۵۰۰ ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته واستوي.  WHO وايي، په دې تجهیزاتو کې د جراحي وسایل، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي بستې او نور اړتیا وړ توکي شاملې دي.  مرستندویې ټولنې وايي، دا مهمه ده چې شااوخوا درې سوه زره هغو افغانانو ته چې په تېرو دوو میاشتو کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي، د اړتیا وړ طبي وسایل او خواړه ورسېږي.  د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې نژدې ۱۸،۵ میلیونه افغانان چې د افغانستان د وګړو نیمايي برخه... Читать дальше...

ایران: افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت جوړېدل غواړو

Pa.azadiradio.com 

ایران د افغانستان د کړکېچ پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او وايي چې په کابل کې د یوه ټول شموله حکومت جوړېدل غواړي.   د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده په تهران کې یوې ټلوېزیوني خبري غونډې ته وویل، د افغانستان ټول سیاسي اړخونه باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبرو له لارې پرمخ ولاړ شي.  خطیبزاده زیاته کړه چې ایران له ټولو سیاسي اړخونو سره په دوامدار تماس کې دی او یوه ټولشموله حکومت ته د واک د سوله ییز انتقال ملاتړ کوي.  ښاغلي خطیبزاده همدا راز یادونه وکړه چې د پاکستان... Читать дальше...

یو نیمروزی ځوان له بې کاره توکو مجسمې او لرغوني اثار جوړوي

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز ولایت کې یو ځوان له بې کاره توکو تزئينی شیان جوړوي. نوم يې محمد رفیع صادق دی. ده تر دې دمه له شلو څخه زیاد اثار جوړکړي دي وايي، که ملاتړ یې وشي او امکانات ورته برابر شي تردې ښه او ډېر توکي به جوړ کړي. د ده ډېرۍ اثار د پخوانيو دورو د ژوند د څرنګوالی په اړه دي. په دې ویډیويي راپور کې د محمد رفیع صادق سره اشنا کوو، ددې تړوني په کېکاږلو سره یې وګورئ:



له افغانستانه د ځینو کسان وتل؛ امریکا: لا مو ۲۵۰۰۰ افغانان ایستلي

Pa.azadiradio.com 

د کابل حامدکرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر نه لا هم د بهرنیو هېوادونو د افغان کار کوونکو د ایستلو لړۍ روانه ده خو دې ځای کې په زرګونو افغانان لا هم بهر ته د تګ په هیله ورنه راټول دي او لا هم بې نظمه دی. ‎دلته ځینو راټول شوېو کسانو چې بهر ته د تګ اراده لري د نوم نه ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې یاده سیمه کې حاکم وضعیت شدیدا ګواښوونکی دی. دی وايي: "دلته حالات دومره بد دي چې د سړک پر سر هم خلک پراته دي، دلته د خوست د طالبانو هغه ځانګړې قطعه راغلې او هوایي ‌‌‌‌‌‌ډزې کوي، ان تردې چې خبر شوم د شپې... Читать дальше...

طالبان: د بغلان بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ تصفیه شوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي چې د بغلان ولایت بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ یې تصفیه کړي دي. د طالبانو مخالفو ولسي پاڅونوالو تېره اوونۍ ادعا وکړه چې دا سیمې یې له طالبانو نیولې دي.  په همدې حال کې سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې په ده صلاح او بنو ولسوالیو کې له طالبانو سره درنې جګړې روانې دي. د دې سرچینو په وینا دا دوه ولسوالۍ چې د پنجشېر ولایت په شمال کې پرتې دي، څو ځلي د طالبانو او د هغو د مخالفینو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه بیان کې وویل چې د دوی وسله وال... Читать дальше...

د جرمني پوځ: د کابل هوايي ډګر کې یو افغان ساتونکی وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل له هوايي ډګره د امریکا او ناټو متحدانو له خوا يي د لسګونو زرو کسانو ایستل که څه هم له ګډوډۍ سره مخ دي خو لا هم دوام لري. د دوشنبې په ورځ سهار وختي د حامد کرزي د هوايي ډګر په شمالي دروازه کې په ډزو کې یو افغان ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. دا خبره د جرمني وسله والو ځواکونه چې په هوايي ډګر کې د خپلو خلکو په ایستلو بوخت دي یوه اعلامیه کې کړې ده. په دې انلاین خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې ډزې د ناڅرګندو وسله والو او د امریکا، جرمني او افغان ساتونکو ترمنځ تبادله شوې. په بیان... Читать дальше...

د سوداګرۍ خونې مسوولینو له طالب استازو سره ناسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي او د طالبانو د دعوت او ارشاد او امنیتي ارګانونو مسؤلینو سره ناسته وکړه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مهمند نن دوشنبه (د وږې په لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې. نوموړي وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خصوصي سکتور د شته ستونزو لکه، د ګمرکونو بندېدل، د سوداګرو او د هغوی د کورنیو د امنیت، د بانکونو بندېدل، د واده هوټلونو... Читать дальше...

مالیې وزارت: اړوند ادارې به ډېر ژر کار پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به دې د دغه وزارت او اړوندو ادارو کاري بهېر پیل شي. د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع نن دوشنبه (د وږې په لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه کمېسیون په لومړنۍ ناسته کې ژمنه وشوه چې دوی د کار د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري او ټېنګار یې وکړ چې شته ستونزې او خنډونه به په مشترک ډول حل شي. نوموړي وویل چې د مشرتابه پلاوي لومړنۍ ناسته کې د ملي بودجې څرنګوالي او لګښت، د ګمرکونو عمومي وضعیت، لاسته راوړنو او سیکوډا سیسټم د ګټو... Читать дальше...

طالبان: د پنجشېر تر دروازو رسېدلي یو، خو غواړو ستونزه په خبرو حل کړو

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پرون د پنجشېر د نېولو لپاره د بدخشان او تخار په ګډون له څو خواوو د دې ولایت دروازو ته ځانونه رسولي، خو لایې دا سیمه تر خپلې ولکې لاندې نه ده راوستې. هلته د احمد مسعود په مشرۍ د‌ دویم مقاومت ډلې، د طالبانو له واکمنۍ سره مخالفت ښودلی، خو د دې ستونزې د سوله‌ییز حل هڅې هم روانې دي. دواړو لوري وايي، د جګړې د مخنیوي او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې اړیکې نېولي، خو لا یې پایله نه ده ورکړې. د دې تر څنګ د جګړې د پېښېدو احتمال هم شته، خو طالبان وايي، لاجګړه نه ده پیل شوې. د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

د افغانستان بانک: افغانستان به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مرکزي بانک رئیس اجمل احمدي اټکل کوي چې افغانستان به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لا له سختو اقتصادي ستونزوسره مخ شي. احمدي چې له هېواده وتلی، له امریکایي بلومبرګ شبکې سره پرون یکشنبې په یوه مرکه کې وویل، کمزورې افغانۍ، د انفلاسیونزیاتوالی، د وارداتو زیات لګښتونه او د پانګې کنټرول هغه ستونزې دې چې د افغانستان په مخ کې پرتې دي. احمدي زیاته کړه، د امریکا متحدو ایالاتونو چې د افغانستان د مرکزي بانک د شااوخوا نهه ملیارډ او ۴ سوه ملیون ډالرو ډیره برخه یې کنګل کړې، هم د افغانستان اقتصاد له ستونزو سره مخ کړی. Читать дальше...

بایډن: د اګسټ له ۱۴مې کابل څخه ۲۸زره کسان ایستل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، د اګسټ له ۱۴مې راهیسې له کابل څخه شااوخوا ۲۸ زره کسان ایستل شوي چې په دوی کې امریکایان، د نورو هېوادونو اتباع او هغه افغانان چې ژوند یې له خطر سره مخ دی، شامل دي. ولسمشر بایډن چې تېره شپه یې له سپینې ماڼۍ ملت ته د کابل له نړیوال هوایي ډګره د خلکو د ایستلو د پروسې په اړه نوي معلومات شریکول وویل چې یوازې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۱ زرو زیات کسان ایستل شوي دي. بایډن وویل، دغه کسان په امریکایي پوځي او چارټر او دغه راز د متحدانو په پوځي الوتکو کې ایستل شوي. Читать дальше...

جاپان کابل ته پوځي الوتکه استوي

Pa.azadiradio.com 

جاپان له افغانستانه د خپلو اتباعو او افغان همکارانو د اېستلو لپاره نن یوه پوځي الوتکه کابل ته استوي. دا خبره د جاپان د کابینې منشي کاتسونوبو کاتو نن دوشنبه (د وږې په ۱نېټه) خبریالانو ته وکړه او ویې ویل، دا یو بشري عاجل اقدام دی چې په داسې سخت حالت کې خپل اتباع وباسو. هغه ونه ویل چې جاپان به څومره کسان له افغانستانه باسي، خو له دې مخکې جاپانې چارواکو ویلي و چې په کابل کې یې خپل سفارت بند کړی او لږ تر لږه ۱۲ کار کوونکي یې اېستلي او یو محدود شمېر هلته پاتې دي.

سلووېنیا: اروپایي ټولنه به افغان کډوال ور پرینه‌ږدي

Pa.azadiradio.com 

د سلووېنیا صدراعظم ینېز جېنزا چې هېواد یې په اوس وخت کې د اروپايي ټولنې دوره یې مشري په غاړه لري وایي، اروپایي ټولنه به افغان کډوالو ته اجازه ور نه کړي چې پرې ور مات شي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې د اروپایي ټولنې د ۲۰۱۵ میلادي کال د کډوالو بحران بیا تکرار نه شي. هغه مهال له یو میلیون زیات کسان چې په منځني ختېځ کې له جګړو او بې وزلۍ تښتیدلي و، د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته داخل شول. جېنزا پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې اروپایي ټولنه... Читать дальше...

امریکا او لیتوانیا په دوه اړخیزو اقداماتو هوکړه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو او لیتوانیا پر هغو دوه اړخیزو اقداماتو موافقه کړې ده چې له مخې یې د چین د فشارونو پر وړاندې بالتیک د دې هېواد ملاتړ کوي. چین وروسته له هغه پر لیتوانیا فشار زیات کړ چې دې هېواد له تایوان سره د اړیکو د ټېنګولو پرېکړه وکړه. ویلینیوس وايي چې د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لاندس بیرګیس د اګسټ په ۲۱مه له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن سره پر دوه اړخیزو همغږو اقداماتو موافقه وکړه. چین د اګست په لسمه نېټه له لیتوانیا وغوښتل چې په پېکېنګ کې خپل سفیر وباسي او ویې ویل په ویلینوس... Читать дальше...


Музыкальные новости
Желдорреммаш

АО "Желдорреммаш" проводит перезагрузку корпоративного проекта поддержки новаторских инициатив работников компании





Персональные новости
Динамо

Футболисты ФК «Динамо Пушкино» заняли второе место в межрегиональном турнире Laffy Cup 2024





مېرکل: له ګازه دې د جیوپولټیکي وسلې په توګه کار نه اخیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل وايي چې له طبیعي ګاز څخه هېڅکله باید د جیوپولټیکي وسلې په توګه کار وانه خیستل شي. مېرمن مېرکل پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، له اوکراین سره د انرژۍ هغه تړون باید بیا تمدید شي چې د اعتبار موده یې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پای ته رسېږي. مېرمن مېرکل د نورډ سټریم دوه په نوم د اروپا او روسیې ترمنځ د ګاز د نللیکې د ملاتړ له کبله له انتقادونو سره مخامخ وه ځکه واشنګټن او کییف استدلال کوي چې دا نللیکه... Читать дальше...

یوې اوکراینۍ الوتکې د افغانانو په ګډون ۸۳ کسان کییف ته رسولي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین یوې پوځي الوتکې پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) د لسګونه افغانانو په ګډون ۸۳ کسان پلازمېنې کيیف ته ورسول. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولېبا په بوریسپیل هوايي ډګر کې د دې کسانو د هرکلي پر مهال خبریالانو ته وویل چې په دې کسانو کې ۳۱ د اوکراین وګړي هم شامل دي. نوموړی وايي: "په دې ډله کې ۳۱ تنه هغه اوکراینیان دي چې د الوتکې د الوتو له شېبې مخکې د کابل هوايي ډګر ته په رسېدو بریالي شوي وو." په پاتې کسانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغان ژورنالیستان او فعالان شامل دي.

د روغتیا سازمان او یونسیف: افغانستان کې دې هوایي دهلېز جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' او یونسېف په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو  لپاره د یو هوايي دهلېز د جوړېدو غوښتنه کړې، څو اړو افغانانو ته سمدستي درمل  او  نورې  مرستې ورسوي.  د ملګرو ملتونو دې دوو اړوندو ادارو په یوه بیان کې چې پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) خپور شو ژمنه کړې چې په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوي، څو د دې هېواد وګړو  ته بشري مرستې ورسوي، خو دوی زیاتوي  چې اوسمهال کابل ته هېڅ  راز ملکي  الوتنې  نه شته نو ځکه دوی اړو افغانانو ته د مرستو د رسولو هېڅ لاره نه لري.   د دوی بیان زیاتوي... Читать дальше...

د سوداګرۍ خونه: پاکستان سره د سوداګرۍ کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکي وايي چې له ټرانزیټي ستونزو سره سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په روانه اوونۍ کې په سلو کې پنځوس سلنه لوړه شوې ده. د دې ادارې مرستیال خان جان الکوزي پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱ مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د بانکي سیسټم د شنډېدو او د پیسو په لېږد کې د ستونزو له کبله په ټرانزيټي برخه کې ستونزې پرځای پاتې دي. ښاغلي الکوزي همدا راز په روانه اوونۍ کې له پاکستان سره سوداګري له نورو ګاونډیانو سره پرتله کړ. الکوزي زیاته کړه: "له پاکستان... Читать дальше...

د روسیې ولسمشر له افغانستانه د کډوالو د وتلو د مخنیوي غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستانه د کډوالو د وتلو د مخنیوي غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ښايي افراطي وسله وال د کډوالو په جامه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ننوځي. د زمري په ۲۴مه په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو په را وروسته ورځو کې زیات شمېر خلک د کابل د هوايي ډګر په شااوخوا کې په دې هیله راټول شوي چې له افغانستانه ووځي. ښاغلي پوتین پرون یکشنبه (د زمري په ۳۱مه) د واکمن ګوند واحدې روسیې له چارواکو سره په کتنه کې وویل، لویدېځ هېوادونه غواړي دا کډوال مخکې له دې چې د امریکا او نورو هېوادونو ویزې ترلاسه... Читать дальше...

طالبان وايي، د پنجشېر پر لور یې پرمختګ کړی خو له جګړې پرته

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي چې وسله وال یې د پنجشېر ولایت پر لور روان دي او تر اوسه له کوم مقاومت سره نه دي مخامخ شوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د پنجشېر خوا ته د پرمختګ په حال کې دي خو تر اوسه یې پر وړاندې جګړه نه ده شوې. دی وايي: "زموږ ځواکونو د بدخشان، تخار او د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ له لارو د پنجشېر خوا ته پرمختګ کړی دی، نژدې شوي دي خو تر اوسه له کوم نښتې سره نه یو مخامخ شوي." ښاغلي مجاهد که څه هم وویل چې په پنجشېر کې د طالبانو له مخالفانو سره... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпущена серия автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Жителям Подмосковья ограничили посещение лесов на большей части региона





Путин в России и мире
Москва

Путин встретился с патриархом Кириллом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко подчеркнул роль патриарха Кирилла в укреплении связей Москвы и Минска




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Булат Окуджава

В Душанбе открылась книжная выставка, посвящённая Юлии Друниной и Булату Окуджаве



Москва

Более 30 участков дорог отремонтируют в Солнечногорске в 2024 году

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net