احمد مسعود: له طالبانو سره خبرو ته هیله مند دی
د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې مشر احمدمسعود وايي، هیله من دی چې له طالبانو سره به سوله ییزې خبرې وکړې، خو نوموړی په عین حال کې خبرداری ورکوي چې که نه شوه د ده وسله وال جګړې ته چمتو دي. احمد مسعود چې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی دی، په پنجشېر ولایت کې له خپل مرکزه رویټرز خبري اژانس ته په ټیلیفوني مرکه کې ویلي، دی غواړي طالبان په دې پوه شي چې خبرې د پرمختګ یوازینۍ لاره ده او ټېنګار یې وکړ چې د جګړې بیا پیل نه غواړي خو زیاته یې کړه چې که طالبان د پنجشېر د نیولو هڅه وکړي نو دفاع ته چمتو دی. Читать дальше...