د ناټو پوځي کمېټې د غوڅ ملاتړ ماموریت له خپلو شریکانو سره د افغانستان د روانو حالاتو او د خپل منځي همغږیو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.
د ناټو له اعلامیې سره سم، په دې فوق العاده غونډه کې همدا راز له افغانستانه د تخلیې په اړه هم خبرې وشوې.
له کله چې طالبانو کابل نیولی، ناټو او متحدان یې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د عملیاتو د جاري ساتلو او د ناټو، د دې تړون د متحدانو او نورو د ایستلو په اړه هره ورځ غونډې کوي.
د ناټو پر اساس، دا تړون او متحد هېوادونه یې د وروستیو پېښو پر وړاندې د ګډ ځواب لپاره پر همږغۍ کار کوي. Читать дальше...
د یوګنډا د بهرنیو چارو وزیر وايي، تراوسه پورې یې د امریکا د دې غوښتنې په اړه پرېکړه نه ده کړې چې په خپله خاوره کې ۲ زره افغانانو ته موقتي پناه ورکړي.
امریکا مخکې تردې چې دا افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي، د هغوی د مهاجرت د پروسې د بشپړېدو لپاره غواړي چې د پناه په شرایطو برابر افغانان په درېيمګړي هېواد کې مېشت شي.
یوګنډا روانه اوونۍ ویلي و چې د امریکا غوښتنې ته مثبت ځواب وايي، خو پرون پنجشنبه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ییې اودونګو (Jeje Odongo) وویل چې د دغه هېواد جګ پوړو چارواکو پردې موضوع غونډه وکړه، خو تراوسه پورې یې پرېکړه نه ده کړې.
په افغانستان کې یوازینی پاتې یهود وايي چې د طالبانو له واکمنېدو سره-سره به له خپل هېواده ونه وځي.
د نیوزویک د راپور له مخې، ۶۲ کلن زیبولون سیمنتوف (Zebulon Simentov) مخکې ویلي و چې که بیا طالبان واک ته ورسېدل له افغانستانه به ووځي.
ده اوس ویلي چې له دې سره-سره چې مېرمن او ماشومان یې په ۱۹۹۸ میلادي کال اسراییل ته لاړل، په کابل کې پاتې کېږي.
له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم، د امریکایانو اکثریت وايي چې د افغانستان جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا هلته وجنګېږي.
د اسوشیټېډ پرېس او د عامه چارو د څېړنې مرکز له لوري په دې نظرپوښتنه کې په درېيو کې دوو برخو پوښتل شوېو امریکایانو ویلي چې د امریکا دا تر ټولو اوږده جګړه په دې نه ارزېده چې امریکا پرې دومره وخت لګولی وای.
په دې نظرپوښتنه کې ۴۷ سلنه امریکایانو د ولسمشر جوبایډن د نړیوالو چارو مدیرت تایید کړی خو په سلو کې ۵۲ نورو د بایډن د ملي امنیت مدیریت نه دی تایید کړی.
دا نظرپوښتنه د اګسټ د ۱۲ او ۱۶ ترمنځ شوې ده.
په افغانستان کې له وروستیو پېښو وروسته د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان پرونپ نجشنبه د خپلواکۍ د یوسلو دوهمې کالیزې په مناسبت د افغانستان لپاره د سولې او سوکالۍ هیله وکړه.
راشد خان ویلي، هیله لري او دعا کوي چې په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي او پرمختګ ته لاره هواره شي.
تر دې څو ورځې مخکې راشدخان د افغانستان پر وضعیت د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له نړیوالو غوښتنه کړې وه چې په روانه ګډوډۍ او جګړه کې افغانانو ته شا وانه ړوي.
هندي رسنۍ وايي، له افغانستانه د وارداتو د ځنډېدو له کبله په ډیلي او نورو ښارونو کې د وچې مېوې بیه لوړه شوې ده.
په ډیلي کې د بادامو بیه هره کیلو له ۵۰۰ هندي روپیو زر هندي روپیو ته لوړه شوې ده.
د پېستې او انځرو بیه هم ختلې ده.
د نوي ډیلی د وچې مېوې پلورونکي وايي، هغه مېوې چې له افغانستانه دې ښار ته راوړل کېدې، بیه یې له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې لوړه شوې ده، خو په دې منځ کې تر ټولو د بادامو بیه ډېره لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو په یوه پټ سند کې راغلي چې طالبانو له دې سره-سره چې ویلي یې دي له خپلو مخالفانو غچ نه اخلي، د هغو کسانو لټون زیات کړی چې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره یې کار کړی دی.
دا راپور- چې د ملګرو ملتونو د ګواښ د ارزونې سلاکارانو چمتو کړی او فرانس پرېس خبري اژانس لیدلی وايي، طالبان یو لېست لري چې د هغه پر اساس هغه کسان په کې په نښه شوي چې باید لومړی ونیول شي.
د ملګرو ملتونو د سند له مخې، تر ټولو ډېر هغه کسان په خطر کې دي چې د افغانستان په اردو، پولیسو او استخباراتي قطعو کې یې رول درلود. Читать дальше...
اروپايي اتحادیې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
اروپايي اتحادیې دا اعلامیه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له ۱۹ نورو هېوادونو سره په ګډه خپره کړې ده.
البانیا، ارجنټاین، برازیل، کاناډا، چیلي، کولمبیا، کوسټاریکا، ایکوادور، السلوادور، هندو راس، ګواتیمالا، شمالي مقدونیا، نیوزیلنډ، ناروې، پاراګوې، سنیګال، سویس، بریتانیا او د امریکا متحدو ایالاتونو د افغان ښځو او نجونو او د هغوی د زده کړو، کار او ازاد تګ راتګ د... Читать дальше...
د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو په ایران کې د یورانیمو په غني کولو کې د چټکتیا په اړه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د وروستي راپور په اړه په ګډه اعلامیه کې ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
دغو درېيو هېوادونو چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې غړي دي، پرون پنجشنبه د ایران اقدامات په اټمي موافقې کې د ایران له ژمنو سره په تضاد کې وبلل.
د روانې اوونۍ په پیل کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې په یوه راپور کې وویل، ایران خپل ۲۵۷ ګرامه ۲۰ سلنه غني شوي یورانیم د تیترا فلوراېډ یورانیمو... Читать дальше...
سږکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو ۱۰۲ یمه کالیزه په داسې مهال راځي چې تازه څو ورځې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د قدرت چارې په لاس کې واخېستې.
خوست په کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې واک په کې په سوله ییزه توګه طالبانو ته انتقال شو.
د واک د سپارلو څخه یې نن څلورمه ورځ تیریږي، خو لا هم د دې ولایت د طالب چارواکو په وینا ښار په بشپړ ډول نه دی تصفیه شوی او د ښار د خوندیتوب لپاره یې کار پیل کړی.
طالبانو رسنیو ته په استولې یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی اړوند ځانګړي نظامي قطعات تېره شپه... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون وویل، د طالبانو پرضد په پنجشېر کې د مرستیال ولسمشر امرالله صالح او احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د جوړېدو په حال کې ده.
لاوروف د لیبیا له بهرنیو چارو وزیر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، طالبان پر ټول افغانستان کنټرول نه لري.
ده زیاته کړه، داسې راپورونه شته چې په پنجشېر کې د مقاومت د جبهې پر رامنځته کولو تمرکز روان دی. لاوروف په افغانستان کې د یوه استازي حکومت د جوړولو لپاره د ټول شمول ډیالوګ چې درست افغان سیاسي لوبغاړي په کې شامل وي، غوښتنه وکړه. Читать дальше...
لږ تر لږه له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهيسې د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د افغانستان ډېر کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، خو اوس چې طالبانو په افغانستان خپله ولکه ټېنګه کړي، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي چې افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر کړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې برياليتوب د نړیوالې ټولنې په مرستو پورې تړلی دی، که نړیواله ټولنه بزګرو ته بديل کښت وړاندې کړي، په افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر شي.
دی وايي: "موږ... Читать дальше...
روږدي مېرمنې له درملنې وروسته له روږدو مېړونو سره ګډ ژوند نه کوي. ازادي راډیو هغه مېرمن چې نشه یې پریښي خپل مستعار نوم ګلالۍ ښيي وایي چې له دوو کالو راهیسې به یې د نشې پرېښودلو هڅه کوله، خو مېړه به یې د درملنې مخ نیوله.
دا وايي چې څو ځله يې نشه پرېښودله، خو مېړه يې بېرته په نشو اخته کړه.
اوس چې ګلالۍ نشه پرې ایښې او روغه شوې ده وايي چې دا ځل يې هوډ کړی چې له مېړه څخه جلا شي او د خپلو اولادونو روزنه او پالنه وکړي: "ما خپله پرېکړه وکړه چې نشه پرېږدمه. لومړی مې مېړه نشه پیل کړه، وروسته یې ماته لږ... Читать дальше...
هیل ورځپاڼه
هیل ورځپاڼه لیکي، افغانستان د دوهم ځل لپاره د داسې چا لاسونو ته لویدلی چې د منځنیو پیړیو نظر لري او دا د هغو افغانانو لپاره چې په معاصره نړۍ کې مودرڼ ژوند غواړي یوه تراژیدي ده.
دغه کسان اوس هڅې کوي چې له افغانستانه ووځي.
واشنګټن ایګزاماینر
بلې امریکایي ورځپانې واشنګټن ایګزاماینر د دې کسانو په اړه مقاله خپره کړې ده.
د دې مقالې په پیل کې د امریکا د متحد ایالاتونو د دفاع وزیر په وینا راغلي دي چې امریکا په افغانستان کې دومره ځواکونه نه لري چې له هغو امریکایانو او افغانانو سره چې د وتلو جوګه دي، مرسته وکړي. Читать дальше...
روسي چارواکو د ګوګل کمپنۍ جریمه کړې ده. د مسکو یوې محکمې نن حکم کړی چې ګوګل کمپنۍ د دوی په خبره "دری اداري سرغړونې" یې کړي او باید شپږ میلیونه روبله ' څه باندې ۸۱ زره ډالره' جریمه ورکړي.
همدې محکمې دوه ورځې مخکې هم په ګوګل کمپنۍ ۱۴ میلیونه روبله چې ۱۹۰ زره ډالره کېږي جریمه ولګوله.
د مسکو دې محکمې له دې مخکې د امریکا د انټرنیټ پلټونکې کمپنۍ ګوګل او نورې شبکې لکه ټوېټر او ټلیګرام هم د ورته 'اداري سرغړونو' په جرم محکومې او جریمه کړې وې.
د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې چهارشنبه ناوخته د امریکا ملکي الوتکو او پیلوټانو ته اجازه ورکړې چې کابل ته پرواز وکړي، څو د زرګونو کسانو د لېږد په برخه کې د هغه هېواد له پوځیانو سره مرسته وکړي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د هوايي چلند د فدرالي ادارې د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته ټول مرستندویه پروازونه باید د امریکا د دفاع وزارت په اجازه ترسره شي.
د اعلامیې له مخې دفاع وزارت په خپله له دې امر مستثنا دی.
د پنټاګون چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د کابل... Читать дальше...
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۲مې کلیزې جشن د نورو کلونو پرتله خورا کمرنګه ونمانځل شو.
په کابل او ولایتونو کې یو شمېر افغانانو د افغانستان د ملي بیرغ په پورته کولو سره دا ورځ ونمانځه.
دوی وویل چې دا ورځ ورته با ارزښته ده او هېڅ وخت به یې له یاده ونه باسي.
د کابل ښار اوسېدونکی محمد یوسف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو له ورځې سره برابره ده چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې نمانځو،له دې ورځې نمانځنه له یو نسله بل نسل ته انتقال شوې، موږ د افغانستان... Читать дальше...
د پاکستان په پنجاب کې د عاشورا پر مراسمو بمي برید شوی چې په کې څلور کسان وژل شوي دي.
پېښه نن په په بهاولنګر ولسوالۍ کې شوې ده.
د مجلس وحدت مسلمين وياند علامه مقصود علي ډومکي نن د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې په بهاولنګر کې د محرم د ۱۰مې لپاره خلک په لار وو چې نامعلومه کسانو پرې لاسي بم واچاوه.
د مقصود علي په خبره څلور کسان وژل شوي او تر شلو نور زیات ټپيان دي.
نوموړي د بهاولنګر ولسوالۍ پر امنیتي ځواکونو نیوکه وکړه چې امنیتي تدابیر یې سم نه وو نیولي.
د حملې پړه تر اوسه کومې ډلې لا نه ده منلې.
په کونړ کې د جشن د نمانځنې په مراسم د ډزو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسعداباد اوسیدونکي وايي، پېښه وروسته له هغه د نواباد په سېمه کې وشوه چې یو شمېر ځوانانو غوښتل د افغانستان ملي بیرغ د نو اباد پر پله ولګوي.
دوی دعوه کوي چې طالبانو پرې ډزې کړي، دوه تنه یې وژلي او دري تنه يي ټپیان کړي.
خو کونړ کې د طالبانو د مطبوعاتي دفتر مسول مولوي نجیب الله حنیف ازادي رادیو ته وویل چې یو شمېر کسانو غوښتل د دوی سپین بیرغ کوز کړي چې پرې طالبانو ډزې کړي او په کې درې تنه ټپیان شوي.
حنیف وايي،... Читать дальше...
نن د طالبانو د واکمنۍ څلورمه ورځ ده. په کابل کې لا هم ژوند عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی. بانکونه، هټۍ، سوداګریز مرکزونه او صرافیانو خپل فعالیتونه بند کړي.
د دغه ښار ځینې اوسیدونکي وايي، د روانو حالاتو دوام ناورین زیږونکی دی.
کریم، کتاب پلورنځي لري، هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې روان حالت خواشینونکی ښيي: "له هغه وخت چې مجاهدین راغلي دي په کابل ښار کې ژوند سخت شوی او هېڅ څوک نه شي کولی په ارامه ژوند وکړي، ټول مارکیټونه تړل شوي او حالت غیر نورمال دی."
د دې ښار بل اوسیدونکی فخرالدین بیا د امنیت... Читать дальше...
بهرني حکومتونه له افغانستانه د زرګونو هغو افغانانو د ایستلو هڅې کوي چې په دې هېواد کې یې له دوی سره کار کړی دی، خو په ورته وخت کې طالبانو د کابل د هوایي ډګر په لور لارې بندې کړي دي.
نن دا اندېښنه هم شته چې ښایي د خپلواکۍ د ورځې په خاطر شخړې رامنځته شي.
د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی په زرګونو افغانان هڅې کوي چې له افغانستانه ووځي.
د طالبانو مشرانو ویلي دي چې دوی سوله غواړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراخ بنسټه حکومت غواړي. طالبانو دا هم ویلي دي چې دوی له خپلو دښمنانو غچ نه اخلي. Читать дальше...
په بدخشان کې یو شمېر ښځینه ښوونکې وايي چې طالبانو د تدریس اجازه ورکړې، خو پخوانۍ ازادۍ نه لري.
د دې معلمینو له ډلې یوه هم سلیمه ده چې وايي، له یوې اوونۍ راهیسې یې د تدریس اجازه ترلاسه کړې: "د فیض آباد ښار تر سقوط وروسته موږ ته طالبانو اجازه راکړه چې دندو ته ستنې شو، خو څنګه چې پخوا په ازادانه او په خپله زړه ښوونځي ته تللو اوس نه شو تللی."
د طالبانو ډلې ویلي چې په بدخشان کې یې نه یوازې ښځینه معلمینو ته د کار اجازه ورکړې بلکې د هغوی امنیت هم نیسي.
په افغانستان باندې د طالبانو د ولکې تر ټېنګېدو... Читать дальше...
نن د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۲یمز کلیزې سره برابره ده. افغانانو داسې وخت په بېلابېلو سیمو کې د دې ورځې د نمانځلو لپاره تابیاوې نیولي چې طالبانو په افغانستان باندې ولکه ټېنګه کړې ده.
د دې ورځې د رارسېدو په درشل کې روانه اوونۍ په جلال اباد، خوست، اسعد اباد او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر افغانانو د درې رنګه بیرغ په ملاتړ اعتراضونه وکړل.
د تازه راپورونو له مخې د کابل وزیر اکبرخان غونډۍ شااوخوا هم لسګونه کسان په اعتراض راوتلي.
په دې غونډۍ باندې د افغانستان تر ټولو لوړ... Читать дальше...
په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه لا هم خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او حقوقي او سیاسي خلا پرځای ده.
که څه هم له تېرو دوو ورځو را په دې خوا په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالب مشرانو او افغان سیاستوالو تر منځ لیده کاته او خبرې روانې دي، خو ځینو سیاسي څېرو او چارواکو ته نږدې کسانو ازادي راډیو ته وویل چې تردې دمه دغو خبر اترو کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Анимационной компании «ЯРКО» – 3 года!
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии
Путин в России и мире
Москва
Путин перед поездкой в Минск встретился с патриархом Кириллом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко подчеркнул роль патриарха Кирилла в укреплении связей Москвы и Минска
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
"Зеленскому приготовиться". В Киеве раскрыли, что задумал Порошенко
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Генерал армии Виктор Золотов провел оперативное совещание
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net