د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته ملګري ملتونو له دې هېواده د درې سوه بهرنیو کارکوونکو درېیمه برخه په موقت ډول قزاقستان ته لېږدوي.
د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریچ پرون چهارشنبه (د زمري په ۲۷مه) وویل چې شااوخوا سل بهرني کار کوونکي به په موقت ډول د قزاقستان لوی ښارالماتي ته ولېږدول شي.
نوموړي خبریالانو ته وویل، دا موقتي اقدام دی او هدف دا دی چې ملګري ملتونه له زیات خنډ پرته وکولای شي په افغانستان کې بشري مرستوته دوام ورکړي او هم د خپلو کار کوونکو پر وړاندې خطرونه کم کړي. Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالاتونو د نړۍ له مشرانو غوښتي چې راتلونکې میاشت دې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته د ورتګ پرځای خپلې ثبت شوې ویډیويي ویناوې ور واستوي.
په ملګروملتونو کې د امریکا استازولۍ دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو ۱۹۲ غړیو ته استولې او ویلي یې دي، دې ته په پام چې د کرونا ویروس ډېلټا بڼه په چټکۍ سرایت کوي، نیویارک ته د مشرانو نه ورتګ به له دې سره مرسته وکړي چې د عمومي اسامبلۍ اوونۍ د دغه ویروس په زیات سرایت بدله نه شي.
امریکا دغه راز غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو نورې غونډې دې هم په انلاین بڼه ترسره شي. Читать дальше...
کونړ کې خلک د خوراکي موادو د نرخونو له لوړوالي او د یو شمېر هټیوالو له خپل سریو شکایت کوي.
د کونړ یو شمېر اوسیدونکي وايي، له کومې ورځې چې طالبانو کونړ او د هېواد پلازمېنه نیولی ورسره بازارونه تړل شوي او هغه دوکانونه چې فعالیت کوي نرخونه یې لوړ کړي.
دوی وایي، د نوي بدلون سره ډېری کسانو دندې له لاسه ورکړي، معاشونه نشته او له بلې خوا د نرخونه لوړېدو له ګڼو مشکلاتو سره مخ کړي.
په ورته وخت کې د کونړ د رسنیو د دفتر مسوول مولوي نجیب الله وایي، دوی ټولو سوداګرو او هټیوالو ته ډاډ ورکړی چې خپل کاروبارونه بېرته پیل کړي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، ترهغو به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وساتي چې له دې هېواده د ټولو امریکایانو ایستل بشپړ شوي نه وي.
بایډن وویل، ان که اړتیا وي، د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې، په دې هېواد کې پوځي حضور ته دوام ورکړي.
ولسمشربایډن له امریکایي اې بي سي نیوز ټلوېزیون سره پرون چهارشنبه په یوه مرکه کې هغه انتقادونه چې وایي، له افغانستانه باید د خلکو او ځواکونو د ایستلو لپاره پر پلان ښه کار شوی وای، رد کړل.
دغه انتقادونه... Читать дальше...
وروسته له هغې چې په خوست کې طالبان په سوله ییز ډول واک ته ورسېدل، لا هم طالبان په بشپړ ډول د ښار د وضعیت په کابو کولو نه دي بریالي شوي.
تازه طالب چارواکو په ښار کې د خلکو پر ګرځېدو کلک بندیز لګولی او له دوی یې غوښتي چې تر دوهم امر پورې له خپلو کورنو بهر نه شي.
هغه اعلامیه چې رسنیو ته د دې ولایت ځایي طالب چارواکو د ځانګړو نظامي قطعاتو د عملیاتو د پیل تر عنوان لاندې لېږلې، په کی راغلي چې دغه ځواکونه په بېړني ډول ښار ته داخل شوي، څو په ښار کې د ګډوډیو د رامنځته کېدو او د بشپړ امنیت د ټېنګښت په موخه جدي عملیات ترسره کړي. Читать дальше...
لیتوانیا اعتراض کړی دی چې د بلاروس افسرانو د دې هېواد د سرحدونو له اصولو سرغړونې کړي دي.
د لیتوانیا د سرحدي خدماتو ادارې په یوه لیک کې پرون وویل چې د بلاروس دولس افسران په داسې حال کې چې د عراقي کډوالو یوه پنځه دیرش کسیزه ډله یې له خپلې خاورې ایستله، د بلاروس خاورې ته داخل شول.
د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابرلیوس لندزبرګیس پرون په یوې اعلامیې کې دا پېښه پارونکې وبلله.
د لیتوانیا چارواکي منسک تورنوي چې دوی عراقي کډوال بلاروس ته ورغواړي او بیا لارښوونه ورته کوي چې د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو په لور ورشي. Читать дальше...
د اتریش د کورنیو چارو وزیر وایي، له جرمني او د اروپایي ټولنې له ډېرو متحدانو سره یې موافقه کړې ده چې د افغانستان اکثر کډوال په سیمه کې پاتې شي.
کارل نیمار پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خبریالانو ته وویل، په سیمه کې د افغان کډوالو پاتېدل دا ګټه کوي چې افغانستان به یوازې نه پاتېږي: "د اروپایي ټولنې لپاره یو شی څرګند دی، په دې برخه کې ښکاره موافقه شته چې د دوه زره پنځلسم کال د کډوالو کړکېچ باید په هېڅ توګه تکرار نه شي. د همدې لپاره موږ د اروپایي ټولنې له لوري یوې ګډې هڅې ته اړتیا لرو."
وروسته... Читать дальше...
د بریتانیا صدراعظم وایي، نړۍ دې ته ګوري چې د طالبانو ژمنې به د دوی له عمل سره ورته وي که نه وي؟
بورېس جانسن دا خبره وروسته تردې کوي چې طالبانو ویلي دي دوی له خپلو مخالفانوغچ نه اخلي او د ښځو حقوق به د دوی په حکومت کې د دوې لسیزې مخکې په پرتله متفاوته وي.
بورېس جانس پرون د خپل هېواد د پارلمان غونډې ته چې د افغانستان د وضعیت لپاره ځانګړې شوې وه له رخصتۍ راغوښتل شوی و.
ده وویل، بریتانیا به د طالبانو چلند ته ګوري چې د ترهګرۍ په برخه کې، له مخدر موادو سره د مبارزې په برخه کې او د ښځو د زده کړو د حقونو په برخه کې څه کوي. Читать дальше...
په کابل کې امریکایي پوځیان له طالبانو سره په خبرو دي چې د کابل د هوایي ډګر د داخلېدو چارې اسانې شي.
د امریکا د متحد ایالاتونو د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د هوایي ډګر په لور په لارو کې د طالبانو امنیتي پوستې او بندیزونه د دې باعث شوي دي چې یو شمېرکسان تر میدان پورې ځانونه راونه رسوي.
جان کربي په واشنګټن کې پرون خبریالانو ته وویل: "د طالبانو له قوماندانانو سره د میدان د نظم په خاطر په منظم ډول په ارتباط کې یوو څو له موږ سره مرسته وکړي."
سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې طالبانو له دې... Читать дальше...
د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره وایي چې دا ټولنه باید د طالبانو تر بریالیتوب را وروسته د هغو افغانانو غم وخوري چې تر سمدستي ګواښ لاندې دي.
ایلوا جانسن پرون په بروکسل کې د اروپایي هېوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو تر غونډې وروسته انلاین خبري غونډې ته وویل: "موږ باید د غیرقانوني لارو مخه ونیسو، د خطرناکو لارو چې د قاچاق وړونکو لارې دي. د دې پر ځای موږ باید خلکو ته د قانوني لارو غم وکړو چې هغه خلک چې په نړیواله کچه یې حمایت ضروري دی د اروپایي ټولنې هېوادونو ته راشي."
مېرمن جانسن زیاته کړه چې... Читать дальше...
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران سبا د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي، دا غونډه به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې د جمعې په ورځ مې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې غوښتنه کړې ده، څو د افغانستان په اړه د ناټو غړي هېوادونه خپل ګډ دریځ بیان کړي.
د سې شنبې په ورځ هم ناټو د افغانستان په اړه یوه بیړنۍ غونډه لرله چې په کې ښاغلي سټولټنبرګ خپله حیرانتیا څرګنده کړه چې څرنګه طالبانو کابل داسې ژر ونیو.
د ترکیې دفاع وزیر پرون وویل چې د کابل له هوایي ډګره د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې تر دوه شپېته ډېرې الوتنې شوي دي.
خلوصي اکار د ترکیې انادولو خبرې اژانس ته وویل چې په دې الوتنو کې ډپلوماتان او یو شمېرافغانان ایستل شوي دي.
د خلوصي اکار په وینا په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر نظم ترکي ځواکونه د ناټو د یو شمېر هېوادو له ځواکونو سره تنظیموي.
ایراني چارواکي له افغانستان سره تر وروستیو بدلونونو راورسته، پر خپلو اړیکو غور کوي.
دغه هېواد چې شااوخوا نهه سوه کیلومتره ګډه پوله له افغانستان سره لري د څه باندې درې میلیونه افغان کډوالو کوربه دی او اوس پرکابل د طالبانو برلاسي ته په فکر کې دی.
پرافغانستان د طالبانو له ناببره او ژر برلاسۍ وروسته ایراني چارواکي بې ثباتۍ ته وېره لري چې افغان کډوال ورمات نه شي او افراطي ډلې لکه داعش نور فعاله نه شي.
د ازادي راډیو د خبرڅانګه په یوه راپور کې څرګندوي چې تهران په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره کمزوري... Читать дальше...
نن د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده. دا ورځ په داسې وخت کې یو شمېر خلک نمانځي چې په کابل کې د واک خلا ده.
طالبانو دا ښار د یکشنبې په ورځ ونیو، ولسمشراشرف غني په پټه له افغانستانه ووت او پرون د متحد عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ یې ښاغلي غني ته په خپل هېواد کې ځای ورکړی دی.
ښاغلي غني څو ساعته وروسته له یاد اعلان څخه وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې پر دې کار کوي چې بېرته هېواد ته ستون شي.
نوموړي وویل: "زه د تېښتې او جلا وطنۍ قصد نه لرم. اوس په اماراتو کې یم څو د وینو د بهیدو او ناورین مخه نیول شوي وي. Читать дальше...
کابل ته د طالبانو له راننوتو درې ورځې تېرېږي، دا هر څه په داسې حال کې وشوه چې جمهور رئیس محمد اشرف غني له هېواده ووت او د دولتي ادارو په تېره د امنیتي ارګانونو تصفیه پیل شوه.
خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د قدرت د تشې له امله په ښار کې د خوراکي او سونګ توکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې دي.
دوی وايي خلک بېوزله دي او د توکو لوړو بیو د دوی ستونزې څو برابره ډېرې کړې دي.
کاظم او عباس ازادي راډیو ته وویل: "د موادو بیې ډېرې لوړې شوي، خلک بېوزله دي، پیسې نهلري چې دغه مواد وپېري، د ګازو بیه مخکې... Читать дальше...
په ټولنه کې د موجودیت او د حقونو د خوندیتوب په هدف کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون.
دغه لاریون پر افغانستان د طالبانو له کنټرول دوه ور وځې وروسته کېږي.
لاریون د یو شمېر مېرمنو لهخوا د شعارونو په لېږدولو سره د جمهوري ریاست په مخکې کې ترسره شو.
دغه لاریون "افغانې ښځې شته" تر شعار لاندې ترسره شو چې د مېرمنو د زدهکړو، کار کولو او ټولنه کې د دوی په حضور یې ټینګار کاوه.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې مېرمنې د کابل په یوه څلورلاري کې د څو تنو طالبانو مخې ته شعارونه ورکوي.
یوې اعتراض کوونکې سودابه کبیري ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو واکمنېدل او د راتلونکي په اړه د افغان سیاستوالو اندېښنې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال او د سولې عالي شورا پخوانی مشر محمد کریم خلیلي وایي چې له تېرو درې ورځو راپدېخوا په پاکستان کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د راتلونکي ټولشموله، د عدالت پر بنسټ ولاړ او د خلکو په خوښه د سیاسي نظام د جوړېدو لپاره د پاکستاني چارواکو د پام را اړولو په هدف سلا مشورو باندې بوخت دی.
محمد کریم خلیلي د وروستیو سیاسي پېښو په اړه په خپله فېسبوک پاڼه د یوې اعلامیې پر خپرولو سره لیکلي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Саснович победила на старте квалификации турнира WTA-500 в Берлине
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Бизнес-омбудсмен Москвы оказывает поддержку НМСП
Путин в России и мире
Москва
СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Бато Багдаев
Сказка театра Ульгэр в Бурятии «Волшебный платок бабушки Дари» - это захватывающее путешествие в мир волшебства - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети:
Москва
Гостехнадзор проверил 28 аттракционов в Московской области
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net