Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 13.08.2021

د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې د خلکو یوې ډلې د طالبانو ضد مقاومت اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د خلکو یوې ډلې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې د مقاومت د پیل اعلان وکړ. د ازادي راډیو خبریال وايي، په دې غونډه کې راټول شوي کسان په بېلابېلو وسلو سمبال وو. د غونډې ځینو تنظیموونکو ازادي راډیو ته ویلي، د پنجشېر ولایت په ګڼو سیمو کې له یوې میاشتې راهيسې د پخواني مجاهدینو له‌خوا روزل کېږي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د طالبانو مقابله وکړای شي. د پنجشېر چارواکو ویلي په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت په قلمرو کې ځیني توغندي لګېدلي او د طالبانو څو حملې یې په شا تمبولې دي.

افغان حکومت د وسله‌والو طالبانو ضد د ډله‌ییز مقاومت اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د ډله‌ییز مقاومت اعلان وکړ. په جمهوري ریاست کې له یوې امنیتي غونډې وروسته د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکي چې "دولت د وحشت او ابو جهل د لښکر پر وړاندې درېږي او د دې يرغل پر وړاندې به ملي مقاومت په ټول قوت سره حمايه کوي. ټول امکانات به د وسله‌وال پوځ او ملي مقاومت په واک کې ورکول کېږي." په جمهوري ریاست کې نن د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت بحث وشو.

ایران له طالبانو وغوښتل هرات کې د خپلو ډیپلوماتانو خوندیتوب تضمین کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ د ډیپلوماتانو او کارکوونکو خوندیتوب تضمین کړي. د دغه وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن جمعه په یوه ټویټ کې ویلي، د طالبانو له‌خوا د هرات نیولو ته په پام سره، ایران له طالبانو غواړي چې د ایران د ډیپلوماتیکو مرکزونو او ډیپلوماتانو خوندیتوب ته پوره پام وکړي. وسله‌والو طالبانو پرون ناوخته د هرات ولایت پر مرکز ولکه ټینګه کړه. تر دې مخکې د نورو هېوادونو قونسلګریو او مرستندویو ادارو خپل کارکوونکي له هراته ایستلي وو. Читать дальше...



د جرمني صدراعظمه له ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره راروانه جمعه مسکو ته لاړه شي. جرمني او روسیې دغه اعلان نن وکړ. د مېرکل دفتر تر دې مخکې اعلان کړی و چې صدراعظمه به د اګسټ میاشتې پر ۲۲مه د اوکراین پلازمېنې کیف ته هم لاړه شي. دا به د ۲۰۲۰ م کال له جنورۍ میاشتې لومړی وار وي چې مېرکل د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر کوي. کرملېن په یوه اعلامیه کې ویلي: "دواړه لوري به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر لیدلوري او د اړیکو پر اوسني وضعیت بحث وکړي."

له زندانونو د بندیانو پر تېښته د افغانستان عدلیې وزارت اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عدلیې وزیر له زندانونو د بندیانو پر تېښته اندېښنه وښوده. فضل احمد معنوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغو بندیانو کې چې د طالبانو تر حملو وروسته له زندانونو تښتي، ځیني مجرمین هم شامل دي. ښاغلی معنوي زياتوي: "هغه زندانیان چې ډېره برخه‌یې خطرناک مجرمین دي او خوشې کېږي، دوی ټولنې ته ډېر مضر دي. له بده مرغه کله چې د زندان دروازه خلاصوي، دوی په ډله‌ییز ډول تښتي او کېدای شي افغاني ټولنې ته یو سر خوږی وي." تر اوسه په هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د طالبانو له حملو وروسته د لسګونو بندیانو د تېښتې خبرونه ورکړل شوي دي. Читать дальше...

روسیې د بلجیم یو غیر حکومتي سازمان ممنوعه اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې چارواکو د بلجیم یو غیر حکومتي سازمان وروسته له هغې ممنوعه اعلان کړ چې لومړی یې د غیر مطلوبو سازمانونو په لېست کې شامل کړ. دا تحول داسې مهال راځي چې کرملېن پر مدني ټولنې خپلو فشارونو ته دوام ورکړی دی. د روسیې لویې څارنوالۍ نن جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د بشري حقونو لپاره د نړیوال شراکت سازمان د روسیې فدراسیون امن او د قانوني نظم بنسټونو ته ګواښ پېښاوه. په بروکسل کې د دېره دې ډلې له‌خوا سم د لاسه کوم عکس‌العمل نه‌دی ښوول شوی. دغه سازمان تر ډېره د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې د بشري حقونو په اړه راپورونه جوړول. Читать дальше...

د بریتانیا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو انتقاد وکړ

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو انتقاد وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د طالبانو بیاظهور به د نړۍ د ګواښلو لپاره افراطي وسله‌والو ته زمینه برابره کړي. بن والاس (Ben Wallace) پرون دا اعلان داسې مهال وکړ چې له افغانستانه د بریتانوي اتباعو په ایستلو کې د همکارۍ لپاره دغه هېواد ته د ۶۰۰ بریتانوي پوځیانو د لېږلو خبر ورکړل شو. بن والاس سکای نیوز ټلوېزیون ته وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه په عملي میدان کې د لویې ستونزې سبب شوه چې طالبانو ته‌یې د بیا انسجام زمینه برابره کړه. Читать дальше...

ملګرو ملتونو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل خپل سرحدونه پرانیزي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل خپل سرحدونه پرانیزي. افغانستان له ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او تر یوه حده له چین سره ګډ سرحد لري. ملګري دا غوښتنه داسې وخت کوي چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو نیولو ته دوام ورکړی دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاندې شبیا منټو نن په جنیوا کې یوه کنفرانس ته وویل، وضعیت د بشري بحران خوا ته روان دی. په افغانستان کې د جګړو له شدت... Читать дальше...



کورنیو چارو وزارت: طالبانو ځیني ښارونه د نظامي ستونزو له کبله ونيول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ځینو ولایتونو مرکزونه د نظامي ستونزو له کبله د وسله‌والو طالبانو له‌خوا نیول شوي دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند حامد روشن نن ازادي راډیو ته وویل: "په ځینو ولایتونو کې څه ستونزې وې. د دغو ستونزو له کبله له بده مرغه امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاع نه‌دي توانېدلي، یا هم نورې ستونزې وې." ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي د کندهار، هلمند، هرات، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه د وسله‌والو طالبانو له‌خوا نیول شوي دي. د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ارزګان،... Читать дальше...

طالبان وایي جهادي قوماندان اسماعیل خان او د هرات یو شمېر دولتي چارواکي ورتسلیم شول

Pa.azadiradio.com 

وسله‌وال طالبان وایي چې په هرات کې د دې ولایت له نیولو وروسته پخوانی جهادي قوماندان او د حکومت پلوه ولسي وسله‌والو مشر اسماعیل خان او یو شمېر نور دولتي چارواکي دغه ډلې ته تسلیم شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان رحمان، د ظفر قول اردو قوماندان نبي احمدزی، د هرات والي عبدالصبور قانع او د دې ولایت د ملي امنیت رئیس حسیب صدیقي نور هغه کسان یاد شوي چې د طالبانو د ادعا له مخې له دې ډلې سره یوځای شوي دي. طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې یادو کسانو ته د عزتمن ژوند د دوام ډاډ ورکړل شوی دی. Читать дальше...

افغان حکومت او طالبانو ته په افغانستان کې د 'اوربند طرحه' ورکول شوه

Pa.azadiradio.com 

د جګړې په ډېرېدو او د افغانستان د ډېری ولایتونو په پرله‌پسې سقوط سره، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دغه هېواد کې د روان کړکېچ د حل لپاره نهه ماده‌ییزه طرحه خپره کړې ده. زلمی خلیلزاد وايي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تر سلا مشورو وروسته په افغانستان کې د اوربند دغه طرحه وړاندې چمتو شوې ده. دا طرحه د متحده ایالاتو، چین، بریتانیا، پاکستان، ازبکستان، اروپایي اتحادیې او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون او د قطر په کوربه‌توب په افغانستان کې د سولې دواړو مذاکره کوونکو خواوو ته وړاندې شوې ده. Читать дальше...

چارواکي: وسله‌والو طالبانو د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار ونیوه

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت چارواکو تأیید کړه چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار نیولی دی. د امنیه قوماندانۍ ویاند مغفور الله سالار نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئيس او ځیني نور دولتي چارواکي وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي. ښاغلی سالار زیاتوي: "طالبان ښار ته داخل شول، خپل بیرغونه‌يې راځوړند کړل، داخل ښار ټول د طالبانو په لاس کې دی، یوه لوا پاتې ده، هغه هم اوس ورته تسلیمېږي. والي او نور چارواکي طالبانو په شخصي موټر کې لوا ته ولېږل." د ارزګان والي... Читать дальше...

د ارزګان والي: د دې ولایت د روان بحران د حل لپاره خبرې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان والي وايي، د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دې ولایت کې "د روان بحران" د حل لپاره خبرې روانې دي. محمد عمر شېرزاد نن رسنیو ته وویل، د ټولو غوښتنه دا ده چې د جګړو په نتیجه کې ملکیتونو ته زیان وانه‌وړي. ښاغلی شېرزاد زیاتوي: "موږ اوس هم له طالبانو سره په خبرو کې یو. د سپین ږیرو له‌خوا چې کومه غوښتنه شوې په هغې کې ویل شوي چې دلته دې عامه شتمنۍ ته زیان ونه‌رسېږي، ولسونه له‌منځه لاړ نه‌شي او خلکو ته زیان وانه‌وړي. د دوی غوښتنه دا ده که دا موضوع له سوله‌ییزې لارې حل شي. له دوی سره په خبرو کې یو. Читать дальше...

امریکا د خوندیتوب کمزوري سیستم لرونکو ته د کرونا ضد واکسین بل ستن لګوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو د تنظیم ادارې هغو کسانو ته چې د خوندیتوب سیستم‌یې کمزوری دی، د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د بلې ستنې لګول تصویب کړل. د دې ادارې په وینا، له دې سره به دغو کسانو ته د کرونا ویروس په وړاندې بهتر خوندیتوب په برخه شي. د خوړو او درملو د تنظیم ادارې پرون اعلان وکړ چې دا پلان به پر ملیونونو امریکایانو تطبیق شي چې د بدن د غړو د پیوند، ځانګړو سرطانونو یا هم نورو اختلالاتو له کبله زیانګالي دي. د فرانسې او اسرائیل په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم خپلو وګړو ته د واکسین د بلې ستنې لګولو وړاندیز کړی دی.

د انګلستان په جنوب کې د ډزو په نتیجه کې ۶ کسان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

پولیس وايي، د انګلستان په جنوب کې د ډزو په نتیجه کې پرون ۶ کسان وژل شوي دي. په سیمه کې د پولیسو چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، د مشکوک وسله‌وال ترڅنګ دوه ښځې او دوه نارینه هم په پېښه کې وژل شوي دي. یوې بلې ښځې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. پولیسو ویلي د دوی په باور ټولو وژل شویو کسانو د ډزو په نتیجه کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.  د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي، دا پېښه له ترورېزم سره کوم ارتباط نه‌لري او پولیسو د تحقیقاتو لپاره سیمه کلابنده کړې ده.

کندهار کې یوه میاشت جګړه؛ میرویس روغتون ته '۱۶۹ مړي او ۶۱۶ ټپیان' وروړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ښار کې د جګړې یوه میاشت پوره شوه، دغې موده کې د یاد ولایت میرویس روغتون ته ۱۶۹ مړي او ۶۱۶ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه‌یې ملکیان دي. چارواکي وايي، ۲۵ زره کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او دغه‌شان د خلکو کاروبار هم په ټپه درېدلی دی. دا مخامخ جګړې د کندهار ښار په لومړۍ، شپږمه، اوومه، اتمه، نهمه، ۱۳مه او ۱۵مه ناحیه کې روانې دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند مرستیال جګړن صادق عیسی وايي، د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات دوام لري. ښاغلی عیسی زیاتوي... Читать дальше...

امریکا، چين او ځیني نور هېوادونه: د افغانستان پر ښارونو دې بریدونه ودرول شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا، چين او نورو هېوادونو استازو پرون پنجشنبه د خورا عاجلې مسئلې په توګه د افغانستان سولې د پروسې د چټکتیا او د افغانستان د ولايتونو پر مرکزونو او ښارونو د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.  د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په قطر کې د افغانستان په اړه د درې ورځنيو خبرو اترو په پای کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې د بهرنيو هېوادونو استازو يو ځل بیا په دې خبرې ټینګار کړی چې هېوادونه به په افغانستان کې هېڅ هغه حکومت په رسميت ونه‌ومني چې د پوځي ځواک د کارولو له لارې واک ته رسېدلی وي. په دوحه... Читать дальше...

کاناډا، افغانستان ته 'ځانګړي ځواکونه' استوي

Pa.azadiradio.com 

کاناډا به ځانګړي ځواکونه افغانستان ته واستوي او مخکې له دې چې په کابل کې خپل سفارت وتړي، د سفارت ټول کارکوونکي له دې هېواده وباسي. دا خبره یوه چارواکي چې د کاناډا د حکومت له دغه پلانه خبر لري، اسوشیټډ پرس اژانس ته کړې ده.  دغه چارواکي چې له رسنیو سره‌یې د خبرو کولو اجازه نه‌درلوه او نوم‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، دا نه‌دي ویلي چې کله او څومره کاناډایي ځانګړي ځواکونه به افغانستان ته استول کېږي.  دغه‌راز امریکا هم درې زره ځواکونه د کابل هوایي ډګر ته استوي چې د خپل سفارت یوه برخه کارکوونکي له دې هېواده وباسي. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښارونو او ښارګوټو د طالبانو حملې وغندلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک په مسوده کې پر ښارونو او ښارګوټو د طالبانو حملې چې په نتیجه کې یې زیاتو ملکي تلفاتو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، غندل شوي او د سرغړونو په خاطر د بندیزونه د ګواښ ترڅنګ ویل شوي چې هغه د افغانستان سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کوي.  د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره یو شمېر ډیپلوماتانو کړې او ویلي یې دي چې هغه به د دې شورا ټول ۱۵ غړي تصویب کړي. په هغې مسوده کې چې استونیا او ناروې وړاندې کړې او یوه کاپي یې دې اژانس ترلاسه کړې، په دې ډېر ټینګار شوی چې د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

В Душанбе открылась книжная выставка, посвящённая Юлии Друниной и Булату Окуджаве





Персональные новости
Владимир Путин

Кадыров заявил, что встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню





راپورونه: د کندهار، هلمند، هرات، بادغیس او غور مرکزونه طالبانو ونیول

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د کندهار، هلمند، هرات، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ولوېدل.   یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته د دغو ولایتونو د مرکزونو د سقوط خبره تأیید کړې ده. د راپورونو له مخې د کندهار والي او ټول امنیتي مسؤلان ۲۰۵ اتل قول اردو ته په شا شوي او د ولایت ودانۍ او د ښار ټولې برخې له طالبانو سره دي. د هلمند مرکز لښکرګاه کې هم ټولې دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او چارواکي د  ۲۱۵ میوند قول اردو ته په شا شوي دي.   له هراته هم راپورونه وایي چې امنیتي او نور چارواکي د هرات... Читать дальше...

د ترکیې دفاع وزیر: اصلي هدف دا دی چې د کابل د منزوي کېدو مخه ونیسو

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې دفاع وزیر وايي، په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د امنیت ساتنې په دوام کې د ترکیې اصلي هدف دا دی چې د جنګ ځپلي افغانستان د پلازمېنې د منزوي کېدو مخه ونیسي.  د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار پرون/ پنجشنبه په اسلام‌اباد کې د ترکیې په سفارت کې وویل: "داسې ویل کېږي چې که په کابل کې هوايي ډګر بند شي، ټول ډیپلوماتان به له افغانستانه ووځي. موږ پوهېږو چې دا کار زموږ د افغان وروڼو په ګټه نه‌دی، نو ښه دا ده چې موږ خپل مأموریت ته دوام ورکړو څو هوايي ډګر پرانیستی وي." ده په عین حال کې وویل... Читать дальше...

فرانسې او سویس هم د رد شويو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ودراوه

Pa.azadiradio.com 

فرانسې او سویس هم د هغو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر ودراوه چې د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد شوي دي.  تر دې وړاندې هالنډ او جرمني دې ته ورته پرېکړه اعلان کړې وه. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې پرون/ پنجشنبه وویل، فرانسې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر په جولای میاشت کې په دې خاطر وځنډاوه چې د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو شو.  د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویاندې همداراز وویل چې هېواد یې له خپلو نورو اروپايي شریکانو سره حالات له نږدې څاري.  سویس هم ویلي چې... Читать дальше...

افغانستان کې د نړیوال ترورېزم په اړه د بریتانیا لوی درستیز خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې خطرناکه امنیتي تشه به نړیوال ترورېزم ته لاره هواره کړي چې دا هېواد یو وار بیا د ترورېزم پر مرکز بدل کړي.  جنرال سر نېک کارتر د طالبانو له لوري د افغانستان د ولایتونو نیولو ته په اشارې وویل چې دا هېواد له بشري ناورین سره مخامخ دی او اوس پوښتنه دا ده چې دا تراژیدي تر دې بدتره کېږي او که نه.  د بریتانیا لوی درستیز له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې زیاته کړه، د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د حکومت لپاره ممکن تر ټولو ښه دا وي چې په جګړه کې ولاړ... Читать дальше...

له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په اړه د بایډن پر پرېکړه د رایان کراکر انتقاد

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رایان کراکر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پر پرېکړه انتقاد وکړ. کراکر له بلومبرګ ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، د بایډن ادارې په داسې حال کې چې افغانستان د امریکا مرستې ته اړتیا لرله دې هېواد ته شا واړوله. رایان کراکر د بارک اوباما د ولسمشرۍ په مهال په افغانستان کې د امریکا سفیر و. کراکر بلومبرګ ټلوېزیون ته همداراز وویل چې دوی په بد ډول د تاریخ د تکرار شاهدان دي.

د امریکا حکومت له خپلو اتباعو له افغانستانه د ژر تر ژره وتلو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت پرون/ پنجشنبه له خپلو اتباعو وغوښتل چې له افغانستانه ژر تر ژره ووځي. په کابل کې د امریکا سفارت په وېب‌پاڼه کې پر امریکایانو عږ شوی چې ځانونه په تجارتي الوتکو کې له افغانستانه وباسي.  دغه سفارت په اوسنیو شرایطو کې امریکايي اتباعو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د ستونزو یادونه هم کړې او لیکلي: "د امنیتي وضعیت او د مأمورینو د شمېر د کمېدو له کبله په افغانستان کې له امریکايي اتباعو سره د مرستې په برخه کې د سفارت ظرفیت حتی په کابل کې خورا محدود شوی دی." د امریکا متحده ایالاتو... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Чья компания сильнее всех?


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Людмила Самсонова

Самсонова победила Фернандес и вышла в третий круг турнира в Страсбурге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Забирает энергию, наводит порчу, вызывает слепоту: почему нельзя смотреть на северное сияние





Путин в России и мире
Москва

Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский пожаловался, что западная помощь опаздывает


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Шнуров

Рокер Шнуров на «Новой фабрике звезд» пристыдил певца Киркорова за Евровидение



Москва

Клавдий Остров и сын его Олег

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net