د بریتانیا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو انتقاد وکړ
![د بریتانیا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو انتقاد وکړ](https://gdb.rferl.org/579d0474-9b01-44af-8bc5-a53eee0f5ddc_w800_h450.jpg)
د بریتانیا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو انتقاد وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د طالبانو بیاظهور به د نړۍ د ګواښلو لپاره افراطي وسلهوالو ته زمینه برابره کړي.
بن والاس (Ben Wallace) پرون دا اعلان داسې مهال وکړ چې له افغانستانه د بریتانوي اتباعو په ایستلو کې د همکارۍ لپاره دغه هېواد ته د ۶۰۰ بریتانوي پوځیانو د لېږلو خبر ورکړل شو.
بن والاس سکای نیوز ټلوېزیون ته وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه په عملي میدان کې د لویې ستونزې سبب شوه چې طالبانو تهیې د بیا انسجام زمینه برابره کړه.
د بریتانیا دفاع وزیر اټکل وکړ چې دغه وضعیت به القاعده شبکې ته چانس ورکړي چې د طالبانو لهخوا یو وار بیا پناه ورکړل شي.