Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 28.08.2021

فرانسه: ژمنه کوو چې عراق سره به کلک ولاړ یو

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د منځني ختیځ د امنیت په اړه د بغداد په سرمشریزه کې چې تر ډېره د افغانستان وضعیت پرې سیورۍ غوړولی و، ژمنه وکړه چې هېواد به یې له عراق سره کلک ولاړ وي.  مکرون وویل، د اسلامي دولت ډله یا داعش چې یو وخت یې د عراق او سوریې د خاورې ډېره برخه لاندې کړې وه او په کابل هوایي ډګر یې د افغانستان لپاره د خراسان څانګې د وروستي خونړي برید اخیستي، تر اوسه یو ګواښ دی او باید پر وړاندې یې د څارنې هڅې کمزورې نه شي. مکرون وویل، که امریکا خپل ځواکونه له عراقه وباسي، فرانسه چمتو ده چې... Читать дальше...

‎سپینه ماڼۍ: کابل کې د بلې ترورستي پېښې احتمال موجود دی

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې وویل چې په کابل کې د یوې بلې ترورستۍ پېښې احتمال موجود دی او د امریکایي ځواکونو محافظتي تدابیر هم په هوایي ډګر کې کلک نیول شوی. دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر ته نږدې د داعش ډلې په یوه برید کې ١٧٠ تنه افغان ملکي او ١٣ امریکایي ځواکونه ووژل شول.  د دې برید په ځواب کې د امریکا بی پیلوټه الوتکو د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې په ځینو سیمو کې چې د داعش د خراسان څانګې پناه ځایونه بلل کېږي په نښه کړل.  د امریکایي... Читать дальше...

کابل کې مظاهره چیانو د بانکونو د پرانیستو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي نن شنبه سهار واټونو ته راووتل او ژر تر ژره د تړلي بانکونو د پرانیستنې غوښتونکي شول. لاریون کوونکو ویل بې پیسو دي، تنخواګانې یې نه دي اخیستي او پیسې یې بانکونو کې پاتې دي. د اګسټ له ۱۴ مې نېټې راهېسې چې کابل ښار ته طالبان ننوتل دغلته دولتي او خصوصي بانکونه وتړل شول او لاهم تړلي پاتې. طالب چارواکو څو ځلي ویلي چې بانکونه به ژر تر ژره پرانیستل شي، خو لا هم نه دي پرانیستل شوي. بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:



بغداد کې ځینې مشران او فرانسوي ولسمشر د منځني ختیځ پر کړکېچ غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د منځني ختیځ د څو هېوادونو مشران او د فرانسې ولسمشر نن په بغداد کې د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه خبرې کوي.  د دې غونډې کوربه عراق دی چې غواړي ګاونډیان یې د دې هېواد په قلمرو کې د امتیازونو د ګټلو پر ځای له یو بل سره خبرې وکړي.  په سیمه کې حالات تر ډېره د امریکا او ایران او له ایران سره د عربي هېوادونو د اختلافونو له کبله ترینګلي شوي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د سرمشریزې له پیلېدو مخکې د عراق له صدراعظم مصطفی الکاظمي سره په ګډه خبري غونډه کې دا غونډه مهمه وبلله. مکرون زیاته کړه: "نننۍ... Читать дальше...

څېړنه: د کرونا د ډېلټا بڼې ناروغان د الفا بڼې پرتله لوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

یوه نوې څېړنه ښيي چې په روغتونونو کې د کورونا د نوې ډېلټا بڼې د ناروغانو د بستر کولو خطر د هغه د پخوانۍ الفا بڼې پرتله دوه ځلې لوړ دی.  دا څېړنه چې پرون د لانسټ په نوم د ساري ناروغیو په ژورنال کې خپره شوه، په انګلستان کې د مارچ او مې میاشتو ترمنځ، تر ډېره د کووېډ- ۱۹ د څه باندې ۴۳ زره بې واکسینه ناروغانو د پېښو پر اساس برابره شوې ده.  په څېړنه کې  په سلو کې ۷۴ بې واکسینه، په سلو کې ۲۴ قسماً واکسین شوي او په سلو کې یوازې ۱،۸ پوره واکسین شوي کسان شامل وو.  د څېړنې یوه لیکواله د کامبریج پوهنتون... Читать дальше...

غزه کې یو فلسطینی ماشوم د خپلو ټپونو له امه ساه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

یو دولس کلن فلسطینی ماشوم چې د غزې په تړانګه کې ټپي شوی و، د ټپونو له کبله سا ورکړه.  د غزې روغتیايي چارواکو نن د اګسټ په ۲۸مه وویل، دا ماشوم چې تېره اوونۍ د غزې او اسراییلو پر پوله د اعتراضونو پرمهال د اسراییلي سرتېرو په ډزو په ککره لګېدلی و.  د اسراییلو پوځ ویلي دي چې دوی د هغو فلسطیني معترضانو په ځواب کې چې د سرحد له بلې خوا څخه یې چاودېدونکي توکي اسراییلو خوا ته اچول له ډزو او ځینو نورو اقداماتو څخه کار واخیست.

بریتانیا له جرمني سره افغانستان کې پر نوي جوړیدونکي حکومت غږیدلی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وايي، د جرمني له صدراعظمې انګېلامېرکل سره یې د افغانستان د راتلونکي حکومت پر وړاندې د اوو لویو قدرتونو له خوا د ګډ دریځ او چلند په اړه خبرې کړي.  د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي جانسن او مېرمن مېرکل موافقه وکړه چې د جي اووه ډلې له نورو غړو سره به ګډه هڅه کوي، څو د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د چلند لپاره یوه د لارې نقشه چې په اړه یې د دې ډلې په تېره سرمشریزه کې بحث وشو، جوړه کړي.  د بیان له مخې صدراعظم جانسن ویلي چې د طالبانو له حکومت... Читать дальше...

افغان شاعر، لیکوال او سیاسي شنونکی اسدالله ولوالجي په حق ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان نامتو شاعر، لیکوال او سیاسي شنونکی اسدالله ولوالجي نن د ۶۷ کلونو په عمر په حق ورسېد.  د ولوالجي یوه خپلوان تیمور توراني ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی د ناروغۍ له کبله نن په کابل کې د ژوند پور پرې کړ.  د ولوالجي د مېرمنې او یوې لور په ګډون د نوموړي د کورنۍ څلور غړي تېر کال په غبرګولي میاشت کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.



د پکتیکا د برمل اوسیدونکي: طالبان دې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د برمل د سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي له طالبانو غواړي چې د تېر حکومت مامورینو ته دې خپلې دندې ورکړي او په ټوله کې دې داسې چلند غوره کړي چې د خلکو د خوښۍ لامل وګرځي. طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل او د افغانستان حکومت يې ونيو، خو دوی تر اوسه پورې خپلې ادارې، د حکومت طرزالعمل او دبېلابېلو برخو لپاره پالیسۍ نه دې اعلان کړي. د برمل اوسیدونکو وویل، خلک د طالبانو د هغو ژمنو پوره کولو ته په تمه دي چې ویلی يې دي، دوی به یو داسې ټول شموله حکومت جوړوي چې ټول افغانان په کې ځان وګوري. د برمل... Читать дальше...

افغانستان کې سیاسي تشه؛ "بې نظمي زیاته شوې او ځینې ډلې ترې ناوړه ګټه اخلي"

Pa.azadiradio.com 

د محمد اشرف غني د حکومت له ړنګېدو او کابل ته د طالبانو له ننوتلو دوه اوونۍ وروسته هم په افغانستان کې سیاسي خلا په خپل ځای ده. ‎په کابل کې د حکومت د جوړېدو نشتون، د خلکو د ټولنیز ژوند پر بېلابېلو برخو اغیز کړی دی. ‎دولتي ادارې، بانکونه، ښوونیز او سوداګریز مرکزونه هم تړلي دي. ‎د دولتي تجهیزاتو غلا کول او په ښارونو کې په ځانګړي توګه په پلازمېنه کې بې نظمۍ د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی. ‎د کابل ښار یوه اوسېدونکې چې د امنیتي لاملونو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دا شپې، ورځې د ژوند د ناخوالو... Читать дальше...

پنټاګون: د کابل پر هوايي ډګر د بريدونو طراح 'داعشي' ننګرهار کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل په نړيوال هوايي ډګر له خونړي برید وروسته اوس د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د دې بريدونه طراح يې د افغانستان په ختېځ کې وژلی دی. پنټاګون ويلي، وژل شوی کس د داعش ډلې غړی دی او د بې پيلوټه الوتکې په وسيله يې تېره ورځ په ننګرهار کې وژلی. پنټاګون دغه شان د وړمې ورځې د پېښو د تلفاتو په اړه ويلي چې د ورستيو شمېرو له مخې په دغه بریدونو کې ۱۷۲ زيات کسان وژل شوي او شااوخوا ۲۰۰ نور ټپيان دي. په وژل شوېو کې د ۱۳ امريکايي سرتيرو وژل کېدل هم تائید شوی دی. د سپینې ماڼۍ وياند دغه شان د جمهور... Читать дальше...

عراق نن د یوې سیمه ییزې سرمشریزې کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

عراق په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو د هڅو په ترڅ کې نن د یوې سیمه ییزې سرمشریزې کوربه دی.  بغداد ټینګار کړی چې په منځني ختیځ کې د څو لسیزو بحران د حل لپاره په منځګړتوب کې یې ونډه مهمه ده.  تمه ده چې په دې سرمشریزه کې به د فرانسې او مصر ولسمشران ایمانوئل مکرون او عبد الفتاح السیسي، د اردن پاچا دوهم ملک عبدالله او همدا راز د دوو سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران او د څو نورو هېوادونو استازي برخه واخلي.  د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون عراق ته ورسېد. Читать дальше...

ډاکټرانې طالبانو ته: خپلو دندو ته ستنیږو خو چې کارونو کې مو مداخله ونه کړئ

Pa.azadiradio.com 

د روغتیایي څانګو د ښځینه کار کوونکو د کار د دوام په اړه د طالبانو له اعلامیې وروسته، په کابل کې یو شمېر ښځينه ډاکټرانو او روغتیايي کار کوونکو ویلي چې اصولو ته په پام خپلو دندو ته ورستنېږي، خو د دوی حقوق دې پر وخت ورکړل شي. دوی ویلي، طالبان باید د شلو کلونو مخکې په څېر د دوی په کارونو کې مداخله ونه کړي. روغتیايي کار کوونکې مسعودې او ډاکټرې رقیې ازادي رادیو ته وویل: "موږ د دغه اقدام درناوی کوو او خپلو دندو ته ادامه ورکوو، خو په دې شرط چې طالبان له موږ سره د شلو کلونو مخکې په څېر چلند و نه کړي،... Читать дальше...

بریتانیا له افغانستانه د ایستلو خلکو ماموریت نن پای ته رسوي

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر له لارې له افغانستانه د بهرنیانو او ملکي افغانانو د اېستلو ماموریت نن پای ته رسوي.  د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال نېک کارټر نن وویل چې دوی د خپل کارپای ته نژدې شوي او نن شنبې یې ماموریت بشپړېږي. ښاغلي کارټر د دې عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: "موږ په تېرو دوو اونیو کې ۱۶۵ الوتنې وکړې او د ورځې مو له اتو تر نهو پورې الوتنې کولې.له دې وروسته به په پاتې الوتکو کې برتانوي سرتېري خپل هېواد ته ستانه شي. " له دې سره د حامد کرزي د نړیوال... Читать дальше...

ملګرو ملتونو د افغان بزګرانو لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د جګړه ځپلي افغانستان له شااوخوا ۷ میلیونه بزګرانو سره چې د سختې وچکالۍ له ګواښ سره مخامخ دي د نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې.  افغان بزګران هسې هم د کرونا د وبا له کبله له یو سخت حالت سره لاس او ګرېوان دي خو په کابل کې د مخکیني دولت له سقوط وروسته پېچلي حالت او سختې وچکالۍ د دوی ستونزې لا زیاتې کړي دي.  د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې نن په یوه بیان کې وویل، افغان بزګران د هغو ۱۴ میلیونه افغانانو په ډله کې شامل دي چې د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.

عزیزي بانک: د مرکزي بانک تر  پرانیستو خپل فعالیت ځنډوو

Pa.azadiradio.com 

عزيزي بانک په يوه تازه اعلاميه کې ويلي تر کومه چې مرکزي بانک خپل فعاليت پيل نه کړي، دوی هم خلکو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی. په دې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه بانک هره ګړۍ د خپل فعاليت لپاره چمتوالی لري. دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه (د وږي ۶مه) د کابل ښار ځينو سيمو کې خلکو د عزیزي بانک د نه فعالیت په تړاو د یاد بانک د ښاري څانګو مخې ته لاريونونه کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ویلي و چې نن او سبا به ټول دولتي او خصوصي بانکونه پرانیستل شي.

صرافان: د بانکونو تر فعالیدو کار نه پیلوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، تر کومه چې د بانکونو د فعاليت په اړه کره پرېکړه ونه شي دوی خپل فعاليت نه پيلوي. د دې ټولنې يوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل، سره له دې چې د طالبانو د چارواکو له خوا دوی ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړل شوی، خو بيا هم دوی د بانکي سيسټم تر بيا پيل پورې خپل فعاليتونه ځنډولي. د یادونې وړ ده چې له تېرې يوې نيمې اوونۍ راهيسې د افغانستان ټول بانکونه، شهزاده سرای او نورو ښاري صرافيانو خپل فعاليتونه بند کړي دي.

طالبان: امریکا د کابل هوايي ډګر ځینې سیمې تخلیه کړي خو دوی یې ردوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیانو او د هغوی د افغان همکارانو د انتقال بهیر درې ورځې وروسته په رسمي توګه پای ته رسېږي. له امریکا پرته، د بریتانیا او فرانسې په ګډون له شلو زیاتو هېوادونو تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی خپل د انتقال عملیات پای ته رسولي او د خپلو هېوادونو د اتباعو په ګډون یې زرګونه کسان له افغانستانه ایستلي دي. بل خوا طالب چارواکي وايي چې تېره ورځ امریکايي ځواکونو د کابل د هوايي ډګر ځینې مهمې سیمې تخلیه کړي او طالبانو یې کنټرول په لاس کې اخیستی.  د دغې ډلې یو ویاند مولوي بلال... Читать дальше...

ایران سره اټمي تړون؛ امریکا او اسراییل ډپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن د اسراییل صدراعظم نفتالي بنت ته ویلي دي چې واشګټن له ایران سره د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره ډپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.  ښاغلي بایډن پرون په واشنګټن کې خبرې غونډې ته وویل: "موږ د ایران د ګواښ په اړه او په دې باره کې چې ډاډ ترلاسه کړو چې ایران به کله هم اټمي وسله نه ترلاسه کوي، په خبرو یوو. موږ ډپلوماسي ته لومړیتوب ورکوو او ګورو چې چېرته رسېږو. که دپلوماسي ناکامه شوه، نورو لارو ته مخه کوو."  د دوه زره اتلسم کال د مې په میاشت کې د امریکا پخوانی ولسمشر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Юрий Лоза

Лоза назвал Пугачёву женщиной с другим лицом и другим голосом





Персональные новости
ЧМ

В Финляндии заявили, что не готовы к проведению ЧМ по лыжным видам спорта





امریکايي بې پیلوټه الوتکې ننګرهار کې پر یوه داعشي برید کړی

Pa.azadiradio.com 

د داعش پر یوه غړي په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.  د امریکا د مرکزي قومانداني یوه مسوول، بل اوربان په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا کس نن ووژل شو.  د دې کس نوم تر اوسه نه دی افشا شوی.  د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د چاودنې مسوولیت منلی دی.  د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن تر دې چاودنې وروسته وویل چې د دې حملې عاملین به له پښو وغورځوي.  په دې برید کې چې د حامد کرزي هوایي ډګر مخې ته وشو، یو سل او اویا افغانان او دیارلس امریکایي سرتیرې ووژل شول.

کابل کې د امریکا سفارت: امریکایان دې هوايي ډګر ته له تلو ډډه وکړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفارت  له امریکایانو غوښتي دي چې د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د  امنیتي ګواښونو له امله دې له تګ څخه ډډه وکړي.  دې سفارت په یوه بیان کې ویلي دي، هغه امریکایان چې د 'ابې' له وره، له ختیځ وره او شمالي دروازې سره دي یا هم د کورنیو چارو د وزارت د نوې ودانۍ له دروازې سره دي باید سمدستي سیمه پریږدي.  سپینې ماڼۍ په کابل کې د بل احتمالي برید خبر ورکړی دی.

د کابل له هوایي‌ ډګره د خلکو د ایستلو چارې وروستي پړاو ته رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

د کابل د نړیوال هوایي‌ ډګر له لارې بهر ته د بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو چارې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي.  د راپورونو له مخې امریکا او متحدانو یې د اګسټ له ۱۴مې نېټې راهیسې نژدې ۱۱۱ زره کسان له کابله اېستلې دي. سپینې ماڼۍ پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې دولس نیم زره کسان د کابل له هوایي ډګره په الوتکو کې بهر ته انتقال کړي دي.   د فرانسې په ګډون له شلو ډېرو هېوادونو ویلي دي چې دا عملیات یې د جمعې تر ورځ بشپړ کړل.  د فرانسې دفاع وزیرې فلورنس پارلي پرون وویل، له دوو اونیو په لږه موده... Читать дальше...

د ناټو ملکي استازی 'سټیفانو پونټې کوروو' د تل لپاره له افغانستانه ووت

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی د تل لپاره له افغانستانه ووت. ایټالوي ډيپلومات سټیفانو پونټې کوروو چې په افغانستان کې یې د ناټو د ملکي استازي په توګه دنده ترسره کوله پرون جمعه (د وږې ۶مه) اعلان وکړ چې له افغانستان سره د تل لپاره خدای په اماني کوي. ښاغلي پونټي کوروو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له کابل به خواشیني زړه ځي. هغه د ناټو له متحدانو او شریکانو، له افغانستانه د خلکو د وتلو په بهېر کې د مرستې په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې ده له ګڼو ستونزو سره-سره له افغانستانه د زرګونه انسانانو د وتلو په چاره کې مهم رول لوبولی دی. Читать дальше...

طالبان ښځینه ډاکټرانو ته: خپلو دندو ته را وګرځئ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د عامې روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکو ته خبر ورکړی چې په مرکز او ولایتونو کې خپلو دندو ته حاضرې شي. په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو د ادارې د روغتیا وزارت خپره کړې ده روغتیاپالو ښځو ته ډاډ ورکړل شوی چې د دوی لپاره د کارکولو هېڅ ډول ممانعت نه شته. په بیان کې راغلي دي چې د روغتیا وزارت ښځینه کار کوونکې دې په منظم ډول خپلو دندو ته حاضرې شي. طالبانو په نوېیمه لسیزه کې په خپله تېر ځل واکمنۍ کې د روغتیا وزارت په ګډون په هېڅ یوه دولتي اداره کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوله، خو د طالبانو ویاند... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: کابل کې د برید عاملین دې سزا وویني

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل پر هوايي ډګر برید غندلی او عدالت ته یې د دې برید د عاملانو، تنظیموونکو او تمویلوونکو د را کاږلو غوښتنه کړې ده. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې ټېنګار وکړ چې هر تروریستي عمل، د هغه انګېزې، وخت، ځای او عاملانو ته له پام پرته جنایت دی او هېڅ توجیه نه لري. امنیت شورا د ملګرو ملتونو له ټولو غړو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې په اړه په تحقیقاتو کې مرسته وکړي، څو د تروریستي فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ګواښونو مخنیوی وشي. دا په داسې حال کې ده... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпустили серию автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Хромачёва и Сизикова пробились в финал турнира WTA в Рабате в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»





Путин в России и мире
Москва

Посольство Бахрейна: король Аль Халифа считает Путина другом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Путин прилетел в Минск для переговоров с Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Шнуров

Бизнесвумен Матильда Шнурова снялась без одежды в США



Москва

Россиянам станет проще попасть в Зимбабве

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net