د ملګرو ملتونو امنیت شورا: کابل کې د برید عاملین دې سزا وویني
![د ملګرو ملتونو امنیت شورا: کابل کې د برید عاملین دې سزا وویني](https://gdb.rferl.org/b0c7806d-bb63-4da3-8306-ea711a7cf34a_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کابل پر هوايي ډګر برید غندلی او عدالت ته یې د دې برید د عاملانو، تنظیموونکو او تمویلوونکو د را کاږلو غوښتنه کړې ده.
امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې ټېنګار وکړ چې هر تروریستي عمل، د هغه انګېزې، وخت، ځای او عاملانو ته له پام پرته جنایت دی او هېڅ توجیه نه لري.
امنیت شورا د ملګرو ملتونو له ټولو غړو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې په اړه په تحقیقاتو کې مرسته وکړي، څو د تروریستي فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ګواښونو مخنیوی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبې د کابل په هوایي ډګر برید وشو چې له امله یې د مړو شمېر تردۍ دمه ۱۷۰ ته رسیدلی دی.