Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 26.08.2021

کابل هوايي ډګر ته نږدې چاودنې؛ اسوشيټېډ پرېس: لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

هغه تصویرونه چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې له چاودنو وروسته د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي بوږنونکي دي. له دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي. اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د افغان او امريکايي چارواکو له قوله وايي چې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي او تر يو نيم سلو زيات نور ټپيان دي. دې خبري اژانس د يو افغان چارواکي له خولې چې نوم يې نه دی ياد شوی ويلي، چاودنو لږ تر لږه شپېته افغانان وژلي او ۱۴۳ يې ټپيان کړي. بل خوا امريکايي چارواکو ويلي چې چاودنو ۱۲ امريکايي سرتيري وژلي دي. Читать дальше...

ویدیو: هوایي ډګر ته نږدې له دوو بریدونو وروسته کابل

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي باور لري  چې د کابل د نن ورځې د بریدونو مسوول داعش وسله واله ډله ده. د رویترز خبرې اژانس د امریکا د دولت د دوه سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا چارواکي کلک باور لري چې د داعش ډلې خراسان څانګه د کابل د هوايي ډګر د چاودنو مسووله ده. له دې سره سم د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د کابل پيښه "ترورستي او وحشتناکه برید" بللی. رویترز د طالب چارواکو له قوله لیکلي چې په دې حمله کې ۱۳ ملکیان وژل شوي. خو یو شمېر نورو رسنیو د مړو او ټپیانو شمېر له سلو ډېر ښودلی دی. د برید په وخت کې په زرګونو... Читать дальше...

د کانکور ازموینې د لومړي مقام ګټونکې؛ ځوانان او نجونې دې نه‌نهیلې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د افغانستان ځوانان او په تېره نجونې د خپلو لوړو زده‌کړو د حق له لاسه ورکولو په اړه اندېښمنې دي، د کابل له ولایته سلګۍ د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام خپل کړ. دا د محمد اکبر خان پامیر له لېسې نه د ۳۵۲،۵۷۵ نمرو په خپلولو سره وتوانېده چې د کابل طبي پوهنتون ته لاره ومومي. سلګۍ په داسې حال کې دغه مقام ته ورسېده چې په افغانستان کې ډېری پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو بنسټونه تړلي او ځوانان‌يې اندېښمن کړي دي. دا وايي ځوانان او نجونې دې نه‌نهیلې کېږي او خپلو هڅو ته دې دوام ورکړي. سلګۍ زیاتوي... Читать дальше...



کرملېن: د طالبانو په تړاو له پرېکړې مخکې د دې ډلې عمل ته انتظار کوو

Pa.azadiradio.com 

کرملېن وايي د طالبانو په تړاو له پرېکړې مخکې انتظار کوي چې دا ډله څه ډول عمل کوي. د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف نن په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی به د قانون او نظم په رامنځته کولو کې د طالبانو راتلونکي ګامونه، د خلکو مصونیت او د روسي ډیپلوماتانو د امنیت مسئله له نږدې وڅاري. هغه زیاته کړه چې روسیه په افغانستان کې سولې او ثبات ته لېواله ده او احتمال لري چې له متحده ایالاتو سره د هر هغه مسئلې په اړه خبرو ته دوام ورکړي چې راپورته کېږي.  روسیې مخکې هم څو ځله د طالبانو له استازو سره د خبرو کوربه‌توب کړی دی.

له افغانستانه د هالنډ، بلجیم او هنګري د اتباعو او همکارانو لېږد پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د ناټو درې غړو هالنډ، بلجیم او هنګري له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او خپلو افغان همکارانو د لېږدولو د عملیاتو د پای اعلان وکړ.  متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو بیا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې سمدستي د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه لیرې شي.  دوی ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‌خوا د ترهګریز برید لپاره خورا معتبر ګواښونه موجود دي.  د خبرداریو سره سره، زرګونه کسان هڅه کوي چې د کابل هوایي ډګر له لارې له افغانستان څخه ووځي.  دا لا روښانه نه‌ده چې څومره لوېدیځوال د هوایي ډګر له لارې د افغانستان پرېښودو ته انتظار باسي. Читать дальше...

د کابل هوايي ډګر دباندې چاودنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تأیید کړې چې د کابل له هوايي ډګر دباندې یوه چاودنه شوې ده.  ښاغلي کربي دا خبره شېبه مخکې په خپل ټویټر لیکلې. هغه زیاته کړې د دې پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه لا جزئیات نه‌شته.  کربي ویلي همدا چې جزئیات‌یې ترلاسه کړل شریک به‌یې کړي.  اخوا ځینو نورو رسنیو له هغې ډلې الجزیرې راپور ورکړی چې په کابل هوايي ډګر کې تر چاودنې وروسته د سختو ډزو غږونه هم اورېدل کېږي. تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي و چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې له‌خوا په کابل هوايي ډګر باندې د یوه برید په تړاو قوي ګواښونه ور رسېدلي دي. Читать дальше...

د ایران ولسمشر: هېواد مو ځینو مشخصو ټولنیزو او اقتصادي برخو کې خورا شاته دی

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل چې هېواد یې په ځینو مشخصو ټولنیزو او اقتصادي برخو کې خورا شاته دی. هغه منلې چې د هغه هېواد وضعیت باید بدلون ومومي او دا چې حکومت باید د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي.  ښاغلي رئيسي دا څرګندونې نن د خپلې کابینې د لومړۍ غونډې په پیل کې وکړې.  د ایران خلک نه‌یوازې د کرونا ویروس ډېلټا بڼې له جدي ګواښ سره مخ دي، بلکې د واشنګټن له‌خوا لګول شویو بندیزونو هم د دوی اقتصاد ته سخت زیان اړولی.

ځینې خبریالان: نړیواله ټولنه دې د وضعیت تر ښه کېدو موږ خوندي ځای ته ولیږدوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان خبریالان وايي، د دوی ژوند له خطر سره مخ دی او غواړي چې د وضعیت تر ښه کېدو له افغانستانه وویستل شي، خو تر اوسه د دوی غوښتنو ته په ملي او نړیواله کچه چا مثبت ځواب نه دی ویلی. دوی چې د پنجشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډګر مخته سره را ټول شوي وو، په یو پرېکړه لیک کې یې له افغانستانه د خوندي وتلو غوښتنه وکړه. دغه پریکړه لیک د یو تن خبریال جواد سروش له لوري ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي وو: "له نړیوالې ټولنې غواړو، د افغانستان د وضعیت تر ښه والي پورې دې، موږ امن ځای ته ولېږدوي."... Читать дальше...



امریکا: له ویډیو ښکاري چې د ایران زندانونو کې سیستماتیکه شکنجه شته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران له اېوېن زندانه لیک شوې ویډیوګانې د ایران په زندانونو کې سیستماتیک شکنجه تاییدوي.  د دغه وزارت د ډموکراسۍ، بشري حقونو او کار دفتر په دې اړه یو بیان ورکړی دی.  د دغه دفتر په خبره په دې وروستیو کې لیک شوي ویډیوګانې افشا شوي او هغه څه ښيي چې موږ واردمخه پرې پوهېدو.  د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر حکومت غږ کړی چې ټول سیاسي بندیان خوشې کړي او له ټولو بندیانو سره په درناوي چلند وکړي.  د بښنې نړیوال سازمان دمخه یو بیان خپور کړی چې ویلي یې دي ویډیوګانې په... Читать дальше...

د بښنې نړیوال سازمان: نړېوال دې افغان پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنیشنل د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې پناه غوښتونکو افغانانو ته ځای ورکړي.  د دغه سازمان د جَنوبي اسیا برخې نن په خپل ټوېټر لیکلي زرګونه کسان په افغانستان کې له خطر سره مخ دي او غواړي له دغه هېواده ووځي څو ځان او خپله کورنۍ خوندي کړي.  امنیسټي انټرنیشنل غوښتنه کړې چې ټول باید د افغانستان لپاره سره یو لاس شي.  له کله چې طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړې لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې له هېواده ووځي.  که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او له هېواده... Читать дальше...

سلګۍ د کانکور ازموینه کې عمومي اول نومره شوه؛ نوموړې څه احساس لري؟

Pa.azadiradio.com 

سږ کال د کانکور د ازموینو لومړۍ عمومي اول نمره یوه نجلۍ شوه. سلګۍ باران د لغمان ولایت ده او غواړي په راتلونکي کې ډاکټره شي. د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير له سلګۍ باران سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې له عمومي اول نمره کېدو سره څه احساس لري؟  دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

د یوه برید ګواښ؛ امریکا او متحدان یې: خلک دې د کابل له هوایي ډګره لېرې شي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د حامد کرزي پر نړیوال هوایي ډګر د احتمالي برید ګواښونه په داسې وخت کې ورکړل شوي دي چې په زرګونو افغانان دې هوایي ډګر ته ورغلي دي او غواړي چې له افغانستانه ووځي.  د امریکا متحد ایالاتونو او متحدانو یې نن له خلکو وغوښتل چې د یوه ترورستي برید د ګواښ له امله دې د کابل له هوایي ډګره لېرې شي.  رویټرز اژانس څرګندوي چې دا تهدید د داعش له لوري متوجه دی.  په کابل کې د حامد کرزي له ډګره د دې احتمالي برید خبره په داسې وخت کې کېږي چې غربي ځواکونه هڅه کوي تر وسه وسه چې څومره ممکن وي هغومره کسان... Читать дальше...

د طلوع نیوز خبریال: طالبانو پر ما او زما پر همکار ګوزارونه وکړل

Pa.azadiradio.com 

یوه افغان خبریال زیار خان یاد ویلي چې طالبانو دی او د ده همکار کمره مین وهلي دي.  یاد په کابل کې له طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون سره کار کوي.   هغه ویلي چې د کابل شهرنو سیمې ته د راپور جوړولو لپاره ورغلی وو خو طالبانو پرې ګوزارونه وکړل: "کله چې موږ مرکې وکړې او د ویډیويي راپور لپاره تصاویر اخیستل په دې حالت کې طالبان راغلل. پرته له دې چې له موږ پوښتنه وکړي چې تاسو څوک یئ؟ په ما باندې یې ګوزارونه وکړل. له ما یې موبایل واخیست. زما له کمره مین څخه یې کمره واخیسته. موږ چې ورته کله کارتونه ښکاره کړل چې موږ خبریالان یو. Читать дальше...

د میدان وردګ اوسیدونکي: امنیت ښه شوی، خو کار نشته

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت ځینې اوسیدونکي وایي چې په یاد ولایت د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته امنیت ښه شوی، خو کار او کسب نشته. دوی له طالبانو غواړي چې کاري زمینې برابرې کړي، څو خلک خپل ژوند په ښه توګه سرته ورسوي. عطاء الله د میدان ښار اوسیدونکی دی، ده تر ۱۴ ټولګي زده کړې کړي، خو اوس یې په میدان ښار کې هټۍ خلاصه کړې او نجاري کوي. دی وايي: "د زراعت برخه کې مې زده کړې، پوهېږم چې دې ولایت کې ستونزې زیاتې دي څوک یې نه حلوي، ځکه زده کړو ته اوس څوک ارزښت نه ورکوي نو اوس مې خپل شخصي کاروبار ته مخه کړې،... Читать дальше...

د پنجشیر په اړه پرېکړه شوې؛ "تر دوهم پړاو خبرو به پر یو بل بریدونه نه کېږي"

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د پنجشیر ولایت په اړه لا هم طالبان او د ملي مقاومت جبهه کومې نهایي پرېکړې ته نه دي رسیدلي، خو دواړه خواوې وایي چې دا ستونزه باید په سوله ییزه توګه هواره شي. د دواړو خواوو پلاوو د الماس زاهد او امیرخان متقي په مشرۍ پرون د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې په دې اړه سره جرګه شول. د ملي مقاومت جبهې د پلاوي غړي محمد علم ایزدیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دواړو لورو پرېکړه کړې چې تر بیا خبرو به پر یو بل حملې نه کوي: "خبرې په ښه ډول ترسره شوې. دواړو خواوو په سوله ییز حل ټینګار کاوه. Читать дальше...

د سوداګرۍ خونه: د شمال له سوداګریزو بندرونو واردات په ټپه دریدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي، له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې چې طالبان کابل ته ننوتلي د شمال له سوداګریزو بندرونو واردات په ټپه درېدلي. د دغو خونو مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د حیرتان، اقینې او په نورو سوداګریزو بندرونو کې لسګونه سوداګریز واګونونو بند پاتې دي. ښاغلی الکوزی زیاتوي: "د افغانستان له شمالي سوداګریزو بندرونو منځنۍ اسیا ته صادرات روان دي، خو په بندرونو کې د منظم مالي سیسټم د نه موجودیت له امله واردات په ټپه ولاړ دي." نوموړی زیاتوي چې له سوېل او سوېل لویدېځ سوداګریزو... Читать дальше...

هغه افغان ماشومه چې الوتکه کې زیږيدلې 'ریچ' نوم پرې ایښودل شوی

Pa.azadiradio.com 

هغه افغان ماشومه چې د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې زیږيدلې 'ریچ' نوم پرې ایښودل شوی دی.  ریچ د همدغې پوځي الوتکې نوم و چې دغه افغانان په کې له کابله امریکا ته لېږدول کېده.  د امریکا یوه لوړپوړي جنرال تاد ولټز ویلي، پر دې ماشومې دا نوم د هغې د مور او پلار له خوا ایښودل شوی دی.  تر اوسه د څه باندې دوه اتیا زره افغانانو له ډلې چې افغانستان یې پریښی سل تنه یې بیړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړې او دې لاره کې درې ماشومان زیږېدلي دي.

کابل بانک پرانیستل شوی او ځینو کسانو ته یې معاشونه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

تېره ورځ او نن په افغانستان کې کابل بانک پرانیستی و او ځینو کسانو ته یې د معاشونو په ګډون اېښودل شوې پیسې ورکړي. د کابل بانک ځینو کار کوونکي چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، نن پنجشنبه ( د وږې په ۴مه) ازادي راډيو ته وویل، هغه کسانو ته یې چې په بانک کې یې پیسې وې، تر۳۰ زرو پورې افغانۍ ویشلې دي. نوموړي زیاته کړه چې د بانک کار کوونکو هم خپل معاشونه واخیستل او نن هم بانک پرانیستی دی. یادې سرچینې زیاته کړه، پر بانک له حده زیاته ګڼه ګوڼه وه، خو پیسې پکې کمې وې. طالب چارواکو وړمه ورځ اعلان وکړ... Читать дальше...

امریکا او ځینې هېوادونه:د کابل هوایي ډګر شااوخوا د برید احتمال شته

Pa.azadiradio.com 

امریکا او نورو لویدېځو هېوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره د کابل د هوایي ډګر له شااوخوا سیمو لېرې شي. کابل کې د امریکا سفارت او دغه راز د بریټانیا د بهرنیو چارو دفتر په جلا- جلا خبرپاڼو کې دغلته د امنیتي ګواښ او ترهګریز برید د احتمال خبر ورکړی دی. اسټرلیا هم خپلو اتباعو او هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د اسټرلیا ویزې لري او ویلي یې دي، د دې ګواښ کچه لوړه ده. دوی له خپلو اتباعو غوښتي چې د هوایي ډګر له شااوخوا سیمو لېري او خوندي ځایونو ته دې ځانونه ورسوي. د کابل هوایي ډګر شااوخوا لا هم زرګونه کسان بهر ته د تګ شېبې شماري. Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Тариф – Концерт. Провести свой Концерт.





Персональные новости
Петербург

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о конкурсе проектов в сферах креативных индустрий





انګېلا مېرکل له طالبانو سره په خبرو ټېنګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمې له طالبانو سره په خبرو ټېنګار وکړ. انګېلا مېرکل پرون چهارشنبه (د وږي په ۳مه) په برلین کې د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل، له طالبانو سره باید ټولې هوکړې مشروطې وي. مېرکل وویل: "زموږ هدف باید په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه وي. نړیواله ټولنه باید پردې موضوع له طالبانو سره خبرې وکړي، د دې سربېره باید ټولې موافقې مشروطې وي." اغلې مېرکل زیاته کړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دا وېره شته چې دا هېواد یو ځل بیا د نړیوال ترورېزم په پناه ځای بدل شي. Читать дальше...

د ایران پارلمان ۱۸ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران پارلمان د ولسمشر ابراهیم رئیسي له لوري نژدې ټول وړاندې شوېو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه. پارلمان د ښوونې او روزنې د وزارت له نوماند پرته اتلس وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکړې. په دې وزیرانو کې حسین امیر عبداللهیان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، احمد وحیدي د دفاع وزیر په توګه او د قدس ځواکونو یو قوماندان د کورنیو چارو د وزیر په توګه د اعتماد رایې واخیستې.

روسیې له پاکستان سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره پر ټیلیفون د افغانستان په اړه خبرې وکړي. د پاکستاني رسنیو په وینا، صدراعظم عمران خان ښاغلي پوتین ته وویل چې باثباته، خوندي او سوله ییز افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی. ولسمشر پوتین د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د واکمن ګوند چارواکو ته په وینا کې ویلي و، دا وېره شته چې ترهګر او بېلابېلې وسله والې ډلې چې افغانستان ته یې پناه وړې ده له اوسنۍ ګډوډۍ ګټه واخلي، روسیې او د روسیې متحدانو ته مستقیم ګواښ رامنځته کړي. اسلام اباد بیا... Читать дальше...

طالبانو ځینې مطرحې څېرې د کابینې پر مهمو څوکیو ګمارلي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو یو شمېر خپلې پخوانۍ تجربه کاره او مطرح څېرې د کابینې پر مهمو څوکیو ګمارلي دي.  د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، طالبانو صدر ابراهیم د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د ګوانتانامو پخوانی بندي ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت سرپرست ټاکلی دی.  طالبانو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ګل اغا یې د افغانستان د مالیې وزیر په توګه ټاکلی دی.  طالبانو ویلي، دغه ګمارنې یې د چارو د دوام لپاره کړي او زیاته کړې ده چې د ولایتونو والیان به هم هغه کسان وي چې تېرو ۲۰ کلونو کې د دوی په لیکو کې ښه ځلیدلي دي. Читать дальше...

له کابله ۵۱ کسان یوګانډا ته رسیدلي دي

Pa.azadiradio.com 

له کابله پرون چهارشنبه (د زمري ۳مه) یو پنځوس کسان یوګانډا ته ورسېدل. د یوګانډا حکومت پرته له دې چې د دې کسانو د هویت په اړه څه ووایي، په یوه اعلامیه کې څرګنده کړه چې په دې کې ماشومان، ښځې او نارینه شامل دي. وروسته تردې چې طالبانو تېره اوونۍ کابل ونیو، یوګانډا اعلان وکړ چې د واشنګټن له غوښتنې سره سم چمتو دی چې دوه زره افغانانو ته په لنډ مهالي توګه په خپل هېواد کې پناه ورکړې. د یوګانډا چارواکو څرګنده کړې ده چې دا کسان به د اسنادو تر چمتو کولو وروسته بل هېواد ته انتقال شي.

د بښنې سازمان: پولنډ دې د افغانانو یوه ۳۲ کسېزه ډله ورپریږدي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان له پولنډه وغوښتل چې د افغانانو یوه دوه دېرش کسیزه ډله چې د دې هېواد پر پوله انتظار ده، ورپریږدي او بشري مرستې دې ورسره وکړي. د بښنې نړیوال سازمان وایي، دا افغانان نه سم خواړه لري، نه د څښاک اوبه، نه د پناه ځای او نه هم دارو درمل او له دوو اوونیو راهیسې د پولنډ او بلاروس ترمنځ پر پوله ایسار دي. د بښنې نړیوال سازمان پرون چهارشنبه (دوږې په ۳مه) په یوه بیان کې وویل چې له دې کډوالو سره د پولنډ سرحدي ځواکونو بد چلند کړی دی او په زوره یې بېرته د بلاروس خوا ته په شا کړي دي. پر... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о спорте и ежедневных здоровых привычках


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о спорте и ежедневных здоровых привычках


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Виктор Тепляков

Депутат ЗСК Виктор Тепляков провёл комиссионный осмотр школы №20 имени Гапанца Ивана Владимировича



Москва

Регоператор «МСК-НТ» отправил на переработку 1 т крышечек в рамках благотворительной акции

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net